د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۱

افغان پناه غوښتونکو سره د اروپایي ټولنې پر چلند د بشر حقونو څار سازمان نیوکه


یو شمېر هغه افغانان چې د کابل له هوايي ډګره په پوځي الوتکو کې کوسوو ته ولېږدول شول.
یو شمېر هغه افغانان چې د کابل له هوايي ډګره په پوځي الوتکو کې کوسوو ته ولېږدول شول.

د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ) وایي، د هغو افغانانو په وړاندې د اروپایي ټولنې چلند ورته د منلو نه‌دی چې د طالبانو له ولکې تښتېدلي او اروپا کې د ښه ژوند په لټه کې دي.

د دغه سازمان په تازه راپور کې چې پرون خپور شو راغلي، اروپایي ټولنې کډوالو سره د همدردۍ پر ځای، هغوی ته ویلي چې د غو هېوادونو کې دې د پناه اخیستو سوچ هم نه‌کوي.

هیومن رایټس واچ خپل راپور کې د اروپایي ټولنې هغې غونډې ته هم اشاره کړې چې د اګسټ په ۳۱مه ترسره شوې ده.

راپور کې راغلي، دې غونډه کې د اتریش، ډنمارک او چک جمهوریت استازو ویلي چې د افغان کډوالو له اوسنیو کوربه هېوادونو سره باید مرسته وشي چې هغوی ومني.

د دوی اشاره ترکیې، ایران او پاکستان ته ده چې دا مهال ملیونونه افغان کډوال په‌کې دېره دي.

جرمني ویلي، که افغانانو ته پناه ورکول شي، د نړۍ په کچه نور کسان هم ناقانونه کډوالۍ ته هڅول کېږي.

یو شمېر هغه افغانان چې له کابل هوايي ډګره په پوځي الوتکو کې اسپانیا ته ولېږدول شول.
یو شمېر هغه افغانان چې له کابل هوايي ډګره په پوځي الوتکو کې اسپانیا ته ولېږدول شول.

وروسته له دې چې طالبان کابل ته ننوتل، لسګونه زره کسان پر هوایي ډګر ورمات شول چې ځانونه بهر ته وباسي.

امریکا ویلي، د تخلیې عملیاتو پر مهال چې شااوخوا دوه اوونۍ یې دوام وکړ څه باندې ۱۲۳ زره کسان له افغانستانه وایستل شول.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه وایي، لا هم لسګونه زره هغه افغانان پاته دي چې غواړي له افغانستانه ووځي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په راپور کې راغلي، ۳۲ افغان پناه غوښتونکي لا هم د پولنډ او بلاروس په پوله کې ګېر پاته دي، په داسې حال کې چې کروېشیا افغان پناه غوښتونکي بېرته بوسنیا ته لېږي.

دې ترڅ کې یونان هم د پناه غوښتونکو د مخنیوي لپاره له ترکیې سره پر پوله دېوال بشپړ کړ.

د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسېس
د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسېس


په همدې حال کې د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسېس پرون خپله وینا کې هیله وښوده چې ګڼ هېوادونه به د افغان پناه غوښتونکو هرکلی وکړي.

ده ټینګار کړی چې هېوادونه باید د هغو افغانانو ساتنه وکړي چې د یوه نوي ژوند په لټه کې دي.

XS
SM
MD
LG