د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۰

افغانستان

امريکا د افغانستان د تخليې په عملياتو کې ښکېلو پوځيانو ته د وړتيا نښان ورکوي

امريکايي پوځي افغانستان کې د تخليې د عملياتو پر مهال
امريکايي پوځي افغانستان کې د تخليې د عملياتو پر مهال

د امریکا دفاع وزارت پنټاګون اعلان وکړ هغه امریکايي پوځیانو ته چې کال مخکې د افغانستان د تخلیې په عملیاتو کې ښکېل وو د وړتیا نښان یا یې معادل ورکوي.

دا خبره بېګا ناوخته د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن په حواله په یوه بیان کې راغله.

د امریکا د پوځیانو وروستۍ ډلګیو د ناټو د نورو هېوادونو په همکارۍ د ۲۰۲۱ کال د اګست له پنځلسمې تر دېرشمې پورې د کابل له هوايي ډګره لسګونه زره کسان وایستل.

ولسمشر جوبایډن د دغو دوو اونیو پر مهال د امریکايي ځواکونو د حضور څېړنه غوښتنې او امر یې کړی هر چا چې وړتیا ښودلې وي ودې ستایل شي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

اسلام اباد ته څېرمه پر قیض اباد د بې پېلوټه الوتکو بریدونه شوي

د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد ته نژدې د فیض‌اباد په سیمه کې پرون مازدیګر د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي، چې ورسره سم د اسلام‌اباد هوايي ډګر د الوتنو پر مخ وتړل شو.

پاکستاني رسنۍ وايي چې له افغانستانه د بې پېلوټه الوتکو د بریدونو له کبله د اسلام اباد هوايي ډګر ته ټولې الوتنې ځنډول شوې دي.

پاکستاني رسنیو ویلي چې الوتکو ته ویل شوي چې خپل مسیر د اسلام اباد پر ځای بل هوايي ډګر ته بدل کړي او په هوايي ډګر کې ناستې الوتکې له الوتلو راګرځول شوې دي.

یو شمېر خبریالانو او ځینو رسنیو د الوتکو د برید په نتیجه کې اسمان ته د پورته شوې لوګي تصویرونه خپاره کړي.

طالبانو ته نژدې سرچینې وايي چې د طالبانو حکومت اسلام‌اباد ته څېرمه په فیض اباد کې د پاکستان ځینې پوځي تأسیسات په نښه کړي دي.

پاکستاني چارواکو بیا ویلي چې د جمعې په مازدیګر یې د فیض اباد په اسمان کې دوې بې پېلوټه الوتکې ویشتې دي.

هغوی دا هم ویلي چې په دې پېښه کې یو تن ټپي شوی دی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتو د چین د منځګړتوب هڅې ننګولي

د پاکستان د جټ او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه، چې د افغانستان کابل، کندهار، پکتیکا او پکتیا ولایتونه یې په نښه کړي، د چین هغه ډیپلوماتیکې هڅې له ننګونې سره مخامخ کړې دي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ یې د سولې لپاره بیل کړي دي.

چین په وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شاوخوا ۲۶۰۰ کیلومتره ډیورند کرښې په اوږدو کې د وضعیت د عادي کولو لپاره پراخې ډیپلوماتیکې هڅې پیل کړې دي. د همدې هڅو په دوام، د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي Yue Xiaoyong یو شیائویونګ تېره اوونۍ د طالبانو او پاکستان له چارواکو سره ولیدل تر څو د دواړو لورو ترمنځ «خبرې او پخلاینه» پیاوړې کړي.

همداراز د چین د باندنیو چارو وزیر د دواړو هیوادونو له باندنیو چارو وزیرانو سره د تشدد د کمولو په اړه ټېلفوني خبرې وکړې.

اسلام اباد پر کابل، کندهار، پکتیکا او پکتیا د پنجشنبې د شپې حملې تایید کړې خو ویې ویل چې د ترهګرو پناهځایونه یې له منځه وړي دي. خو په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت او د طالبانو چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې د پاکستان په بریدونو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو حکومت وايي چې په غبرګون کې یې د بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله د خیبرپښتونخوا په کوهاټ او همداراز فیض اباد کې د پاکستان پر پوځي مرکزونو بریدونه کړي دي.

پاکستان په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

د افغانستان یو پخوانی صدراعظم سلطان علي کشتمند په لندن کې ومړ

Sultan Ali Keshtmand, former Afghan Prime minister
Sultan Ali Keshtmand, former Afghan Prime minister

د افغانستان یو پخوانی صدراعظم سلطان علي کشتمند په لندن ښار کې وفات شوی.
د ښاغلي کشتمند ورور اسدالله کشتمند په خپله فیسبوک پاڼه دا خبر تایید کړی دی.

کشتمند شاوخوا یوه لسیزه د ببرک کارمل او وروسته د ډاکتر نجیب الله په دوره کې د افغانستان صدراعظم وو.
دی لومړنی هزاره توکمی افغان وو چې دې څوکۍ ته رسېدلی وو.

کشتمند په ۱۹۳۵ کال کې د کابل د چهاردهی ولسوالۍ کې زېږېدلی و.

هغه په خپلو خبرو او مرکو کې تل ټینګار کاوه چې د افغانستان د تلپاتې سولې او امنیت لپاره د اقتصاد ښه والی او د خلکو د ژوند د شرایطو ښه کول ډېر مهم دي.

په پلازمینه کابل باندې د پاکستان په بمباریو کې څلور ملکیان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي

کابل کې وران شوی کور د بیګاني برید له امله
کابل کې وران شوی کور د بیګاني برید له امله

طالب چارواکو تایید کړې چې د پاکستان د هوايي بریدونو په نتیجه کې لږ تر لږه ۴ افغان ملکیان په کابل کې وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په یوه بیان کې دا خبره کړې ده.

هغه ویلي چې د کابل د ۲۱مې ناحیې په څرخي پله سیمه کې استوګنیزې سیمې د پاکستان په بیګانیو هوايي بریدونو کې هدف ګرځول شوي.

تر دې مخکې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړې وه چې په کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا کې پاکستان بیګا هوايي بریدونه کړي چې یو شمېر ملکیانو ته یې مرګژوبله اړولې.
مجاهد دا بریدونه غندلي او ګواښ یې کړی چې بې ځوابه به پاتې نه شي.
ذبیح الله مجاهد ویلي چې په کندهار کې هوایي ډګر ته څیرمه د کام ایر شخصي هوایي شرکت د تیلو ذخیره هدف ګرځېدلې.


د هغه په خبره له دې زیرمې ملکي هوایي شرکتونو او د ملګرو ملتونو الوتکو ته د سون مواد رسول کېدل.
پاکستاني چارواکو تازه په کابل او نورو سیمو د هوايي بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

خو پرون پاکستاني چارواکو رویټرز ته ویلي چې پاکستان د چین په منځګړیتوب په افغانستان باندې هوايي بریدونه کم کړي.

د افغانستان د فوتبال تر اولس کلنو کشره لوبډه د مرکزي آسیا جام لوبو ته تیاری نیسي

د افغانستان د فوتبال تراولس کلنو کشره لوبډه د مرکزي آسیا د ۲۰۲۶ کال جام لوبو ته تیاری نیسي.

د افغانستان د فوتبال فدراسیون د پنجشنبې په ورځ په خپله فیسبوک پاڼه کې ولیکل چې د دې جام لوبې به په تاشکند کې د اپریل له ۴ نه تر۱۴ پورې ترسره شي.

ویل شوي چې د افغانستان په ګډون پنځه ټیمونه په دې لوبو کې ګډون کوي. د افغانستان د فوتبال تراولس کلنو کشرې لوبډلې په ۲۰۲۴ کال ازبکستان ته یو د صفر په ماتې ورکولو سره د مرکزي آسیا د ټولنې د جام اتلولي خپله کړې وه.

۲۱ افغان کډوال په پاکستان کې له بنده تر خوشي کېدو وروسته هیواد ته ستانه شول

ارشیف
ارشیف

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۲۱ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته راستانه شوي دي.

دې وزارت د پنجشنبې په ورځ (۲۱ حوت) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا کسان له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې په بند کې ساتل شوي وو.

د دې افغانانو د نیول کېدو د علت په اړه څه نه دي ویل شوي.

تر دې مخکې ځینو افغان کډوالو له ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې په پاکستان کې نیول شوي کډوال د دې پر ځای چې کمپونو ته ولېږدول شي یا افغانستان ته بېرته واستول شي، زندانونو ته انتقالېږي.

پاکستان د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې د هغو افغانانو د ایستلو بهیر پیل کړ چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري.

طالبان وايي، د پاکستان له لوري پر خوست د درنو وسلو په ډزو ۴ ملکیان وژل شوي

ارشیف
ارشیف

د طالبانو د حکومت یو ویاند وايي چې د پاکستان له لوري پر خوست ولایت د توپونو د برید په نتیجه کې ۴ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې پاکستان نن سهار شاوخوا ۴ بجې د خوست ولایت د علیشېرو ولسوالۍ په صدقو کلي کې د عامو خلکو پر کورونو د توپونو بریدونه کړي چې په نتیجه کې یې څلور تنه ملکیان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

ده همداراز ویلي چې پاکستان د کونړ ولایت پر بېلابېلو سیمو هم د درنو وسلو بریدونه کړي خو له کبله یې د مرګ ژوبلې کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.

پاکستان په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

په هرات کې د غالۍ اوبدلو ستر مرکز پرانیستل شو

د ملګروملتو د کډوالو لویې کمېشنرۍ د اسلامي پراختیايی بانک په همکارۍ د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په لوېدیځ هرات ولایت کې د غالۍ اوبدلو تر ټولو لوی مرکز پرانیست.

په دې نوښت کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال اندریکا راتواتېIndrika Ratwatte ، ځايي سپینږیرو او مشرانو هم ګډون درلود. دا مرکز به د ۴۰۰ راستنېدونکو ملاتړ وکړي چې تر درې برخو زیات یې ښځې دي او هغوی ته به د کار فرصتونه او مسلکي روزنه برابره کړي.

د ملګروملتو د کډوالو لویې کمېنرۍ په دې اړه پر خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د دې مرکز هدف دا دی چې راستنېدونکي او کوربه ټولنې پیاوړې کړي او له هغوی سره مرسته وکړي څو باثباته او دوامدارې دندې او عایداتي سرچینې بېرته جوړې کړي.

د یادې ادارې په وینا، یوازې په تېرو دولسو میاشتو کې شاوخوا دوه میلیونه افغانان له ایران څخه بېرته هېواد ته ستانه شوي دي، چې له امله یې د اقتصادي فرصتونو، په ځانګړي ډول د ښځو لپاره، اړتیا ډېره شوې ده.

چین د تاجکستان لپاره ۹ سرحدي تاسیسات جوړوي

چین به د تاجکستان او افغانستان ترمنځ پر پوله نهه سرحدي تاسیسات جوړ کړي.

د منځنۍ اسیا د کیو این اې خبري اژانس د راپور له مخې، د تاجکستان د پارلمان نن دا موافقه تصویب کړه.

د پارلماني جریدې، صدای مردم د راپور له مخې، د دې پروژې هدف د تاجکستان د سرحدي ځواکونو د تخنیکي او مادي وړتیا پیاوړې کول دي. په دې پروژه کې د داسې ودانیو جوړول شامل دي چې په عصري تجهیزاتو، څارنیزو سیستمونو، مخابراتي وسایلو او انجینري زېربناوو به سمبال وي.

په دې تاسیساتو به، چې په شاوخوا ۱۷ زره مربع متره ساحه کې جوړېږي، نژدې ۴۲۵ میلیونه چینایي یوانه لګېږي. د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې لومړي مرستیال مرادعلي رجب زاده ویلي چې دا بودیجه به د چین د حکومت له خوا په وړیا ډول ورکول کېږي.

پاکستان وايي، په افغانستان کې یې غچ اخیستونکي بریدونه دوام لري

پاکستان وايي په افغانستان کې یې غچ اخیستونکي عملیات دوام لري او د پاکستان ـ افغانستان ترمنځ د دیورند کرښې په اوږدو کې یې د بلوچستان ایالت ژوب ولسوالۍ ته څېرمه یې د افغانستان څو پوستې په نخښه کړي دي.

پاکستاني ورځپاڼو نن (پنجشنبې) د خپل هیواد د امنیتي سرچینو په قول ویلي چې د دې عملیاتو په ترڅ کې یې افغان طالبانو ته مرګ ژوبلې اړولې دي.

د افغانستان د طالبانو حکومت د پاکستان د دې تازه ادعا په اړه څه نه دي ویلي خو په وروستیو څو ورځو کې پر دیورند کرښه د نښتو په اړه ډېر څه نه ویل کېږي.

په همدې حال کې د پاکستان د درو مذهبي مشرانو یو پلاوی کابل ته تللی چې له طالبانو سره د روغې جوړې په اړه خبرې وکړي.

خو په همدې منځ کې د پاکستان پوځ ویلي چې عملیات به یې تر هغو دوام لري چې خپلو ټاکلو هدفونو ته رسېدلي نه وي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG