د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۵

کابل پريس کلب: د افغان خبريالانو د ستونزو په اړه مو ملګرو ملتونو ته ليک استولی


افغان خبريالان
افغان خبريالان

کابل پریس کلب وايي، په پکتیا کې يې دافغان خبریالانو سره د شوي تاوتریخوالي او په ټوله کې د خبریالانو د ستونزو په اړه يې د ملګرو ملتونو بشري څانګې او د رسنیو نړیوالو ملاتړو بنسټونو ته لیک استولی دی.

د کابل پریس کلب له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د شنبې په ورځ د طالبانو د استخباراتو ریاست د پکتیا پریس کلب خبریالان بندیان کړي او سپک چلند يې ورسره کړی دی.

په ورته وخت کې یو شمېر خبریالان وايي، ورځ تر بلې يې په وړاندې کاري ساحه تنګیږي.

کابل پریس کلب وايي، د طالبانو د استخباراتو ریاست د پکتیا پریس کلب څو خبریالان بندیان کړي، د هغوی شخصي‌ ټليفونونه او د خبریالۍ وسایل یې ترې اخیستي، او سپک چلند یې ور سره کړی دی.

د کابل پریس کلب له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې چې د دوی د رسنیزو ګروپونو له لارې تېره ورځ ناوخته خپره شوې راغلي، د شنبې په ورځ په ګردیز کې مېشت خبریالان په داسې حال کې بندیان شوي، چې دوی په یاد ولایت کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو او نه پرانیستلو په تړا و خبري مواد له خپلو رسنیو سره شریکول.

په پکتیا کې د شنبې په ورځ د ښوونځيو یو شمېر زده کوونکو د یو لاریون په ترڅ کې له طالبانو غوښتي و چې، له شپږمو ټولګیو پورته دې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانيستل شي.

طالبانو پر رسنيو بېلابېلو برخو کې محدوديتونه لګولي دي.
طالبانو پر رسنيو بېلابېلو برخو کې محدوديتونه لګولي دي.

د کابل پریس کلب په اعلامیه کې په ګردیز کې د طلوع نیوز، پژواک، سلام وطندار او اریانا نیوز محلي خبریالانو له قوله راغلي دي چې، د طالبانو سیمه‌ییزې ادارې ورته ویلي و، ستاسې په وړاندې امنیتي ګواښ دی باید له دوی سره لاړ شي.

دوی غوښتنه کړې چې، د طالبانو د استخباراتو د دغه سپک او توهین کونکي چلند پوښتنه دې وشي او دوی ته دې د امنیتي ګواښ په اړه بشپړ معلومات ورکړل شي.

"په يوه مياشت کې د خبريالانو سره د تاوتريخوالي ۱۹ قضيې ثبت شوي"

د کابل پریس کلب یوه غړي محمد ګران ازادي راډيو ته وویل، په تېره یوه میاشت کې دوی ۱۹ داسې قضیې ثبت کړې، چې د طالبانو له لوري خبریالان وهل شوي، توهین شوي او بندیان شوي دی.

نوموړی وايي: "هغه ستونزې چې اوس مهال ورسره افغان خبریالان لاس او ګریوان دي، په یو لیک کې مو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې، دغه شان نړیوالو رسنیزو بنسټونو، د بشري حقونو د څار سازمان او د بښنې نړیوال سازمان سره شریکې کړې، تر څو په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې د شته ستونزو په اړه د دوی پام را واړوو."

طالبانو تر ډېره د افغان ښځو او نجونو د اعتراضونو د عکاسۍ پر مهال خبريالان وهلي، تاوتريخوالی يې ورسره کړی او يا يې هم بنديان کړي دي.
طالبانو تر ډېره د افغان ښځو او نجونو د اعتراضونو د عکاسۍ پر مهال خبريالان وهلي، تاوتريخوالی يې ورسره کړی او يا يې هم بنديان کړي دي.

ښاغلی ګران وايي، په دې لیک کې دا غوښتنه هم شوې، چې تر کومه طالبانو د افغان خبریالانو په وړاندې خوندي کاري چاپیریال نه وي رامنځته شوی، نړیوال بنسټونه باید پر طالبانو ځینې بندیزونه ولګوي.

په همدې حال کې یو شمېر خبریالان وايي، چې په افغانستان کې يې په وړاندې کاري محدودیتونه او امنیتي ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږي.

خاطره نوري په کابل کې د یو خصوصي رسنۍ سره کار کوي.

نوموړې وايي: "په ټوله کې طالبان د بیان ازادي نه مني، هیچاته اجازه نه ورکوي چې خپل حقوق وغواړي، د خبریالانو په وړاندې ستونزې ډېری شوي دي، دوی د هیڅ خبرې پېښې پوښښ ته نه پرېښودل کېږي او که ورشي نیول کېږي وهل کېږي او ډبول کېږي."

"د خبریالانو په وړاندې ستونزې ډېری شوي دي، دوی د هیڅ خبرې پېښې پوښښ ته نه پرېښودل کیږي"

یو بل افغان خبریال هم، چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله يې نوم په دې راپور کې یاد شي ازادي راډيو ته وویل: "خبریالان محدود شوي، رسنۍ سانسور دي په ډېری ولایتونو کې ګڼې رسنۍ تړل شوي دي، خبریالان بندیانیږي، وهل کېږي ټکول کېږي او له ډېرو هڅو وروسته راخوشې کېږي، نو که دا حالت روان وي ښايي په افغانستان کې رسنیز فعالیت په ټپه ودریږي."

دا په داسې حال کې ده چې، پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ له پیل راهیسې د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ په دې هېواد کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

هڅه مو وکړه چې د کابل پرس کلب د تازه اعلامیې او افغان خبریالانو د ستونزو په اړه د طالبانو د حکومت نظر هم ولرو خو ویاندویانو يې زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو له دې وړاندې يې په وار وار افغان خبریالانو ته د خوندي کاري چاپیریال د رامنځته کولو ژمنې کړې دي.

د یادونې ده، چې د جولای په شلمه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما په یو راپور کې وویل، د طالبانو د واکمنۍ په ۱۰ میاشتو کې له خبریالانو سره ۱۷۳ د ناوړه چلند پېښې ثبت شوي دي.

معلوماتو ته نه لاس رسی، د خبري پېښو پوښښ ته نه پرېښودل او په ښځینه خبریالانو ګڼ بندیزونه نور هغه موارد دي چې اوس مهال ورسره افغان خبریالان مخامخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG