د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۶

د طالبانو حکومت خبريالانو سره ناسته کړې؛ خبريالان: مالوماتو ته لاس‌رسی کم شوی


يو شمېر افغان خبريالان
يو شمېر افغان خبريالان

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت چارواکو د رسنیو فډارسیون له پلاوي سره په ګډه، چې د همدې وزارت د رهبرۍ له‌خوا ټاکل شوی، نږدې درې اوونۍ وړاندې په افغانستان کې له ځینو تصویري، غږیزو او چاپي رسنیو لیدنه کړې.

د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع رسنیو ته استول شوي پیغام کې ویلي، دې پلاوي د خبریالانو او رسنیو ټولې ستونزې اورېدلي او د حل په لارو چارو یې بحث شوی.

نوموړي ويلي: "له دې پلاوي زموږ هدف دا و چې یو اړیکه جوړه شي، ننګونې واورېدل شي او د حل لپاره یې د رسنیو له استازو واورېدل شي او حل لارې ورته پیدا کړو."

"له دې پلاوي زموږ هدف دا و چې یو اړیکه جوړه شي، ننګونې واورېدل شي"

قانع زیاتوي، دوی اطلاعاتو لاس‌رسي او ترڅنګ یې د رسنیو او بیان ازادۍ ته ژمن دي او غواړي خبریالانو او رسنیو سره په دې برخه کې همکاري وکړي.

دا ژمنه داسې مهال کېږي چې د طالبانو اوسنی حکومت اطلاعاتو د لاس‌رسي په محدودیت، د خبریالانو په خپل‌سرې نېونې، د خبریالانو په کارونو کې په لاس‌وهنې او فشار راوستلو تورن دی.

په ورته وخت کې یو شمېر خبریالان او له رسنیو او خبریالانو د ملاتړ بنسټونه که څه هم د طالبانو جکومت د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت له دې اقدام هرکلی کوي خو وايي، په افغانستان کې خبریالان له خورا ډېرو ستونزو سره مخ دي.

کابل کې د يو خصوصي ټلوېزيون تخنيک خونه، انځور - ارشيف
کابل کې د يو خصوصي ټلوېزيون تخنيک خونه، انځور - ارشيف

د طلوع نیوز خبریال عمران دانش وايي، اوس‌مهال اطلاعاتو ته لاس‌رسی کم شوی او تر خوا یې د پېښو خبري پوښښ هم خورا ستونزمن شوی دی.

"تېر یو نیم کال کې لسګونه خبریالان وهل شوي، هم"

ښاغلی دانش وايي: "تېر یو نیم کال کې لسګونه خبریالان وهل شوي، همدارنګه سانسور ډېر زیات دی. خبریالان د مطالبو په نشر کې خپلواک لاس‌ نه‌لري. رسنۍ هم هغه ډول چې اړتیا نه‌ده نه‌شي کولای د افغانستان اوسنیو حالاتو ته پوښښ ورکړي."

په نورستان کې د الینا راډیو مسوول شېراحمد احمدي ازادي راډیو سره خبرو کې مالي ستونزې او خبریالانو ته ور پېښ ګواښونه هم جدي بولي.

نوموړی وايي: "ځینې وختونه تهدیدونه هم وي، خبریالان ګواښل کېږي، وژل کېږي، زنداني کېږي او شخصیت ته یې صدمه رسېږي. دا مشکلات هم شته."

په افغانستان کې له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نۍ مسوول ظریف کریمي بیا هیله ښيي چې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې را پورته شوې لویې ستونزې حل شي.

ښاغلی ظريفي وايي: "هغه ستونزې چې نن سبا ورسره په افغانستان کې خبریالان او رسنۍ مخ دي، د خبریالانو نیول، زنداني کول او له بله طرفه بیا د خبریالانو ځاني خوندیتوب دی. تر ټولو مهمه کاري موضوع چې ورسره خبریالان مخ دي، اطلاعاتو ته د لاس‌رسي کمی دی."

که څه هم معلومات ښيي چې واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته، زرګونه ښځینه او نارینه خبریالان بې‌دندې او ډېرو نورو یې وطن پرېښود او دغه شان لسګونه رسنۍ وتړل شوې، خو د طالبانو د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت شمېرې ښيي چې اوس‌مهال په هېواد کې ۳۱۷ کورنۍ او ۱۴ بهرنۍ رسنۍ په دوامداره توګه فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG