د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۵

پر رسنيو محدوديتونه؛ د خبريالانو فدراسيون له طالب چارواکو سره ناسته کړې


يو شمېر افغان خبريالان، انځور - ارشيف
يو شمېر افغان خبريالان، انځور - ارشيف

د افغانستان د خبریالانو او رسنیو د بنسټونو فدراسیون د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې له طالب چارواکو، د رسنیو له مدیرانو او فرهنګي شخصیتونو سره په افغانستان کې د رسنیو د پیاوړتیا او د خبریالانو پر وړاندې د پرتو ستونزو د لرې کولو په موخه غونډه کړې.

په دې غونډه کې د طالبانو په واکمنۍ کې د لومړی ځل لپاره د افغانستان د خبریالانو او رسنیو د بنسټونو د فدراسیون له‌خوا یوې ښځینه خبریالې ته د زړه‌ورې خبریالې ستاینلیک ورکړل شو.

دا خبریاله مینه حبیب نومیږي او په افغانستان کې یې له بېلابېلو رسنیو سره کار کړی دی.

مینې حبیب ازادي راډیو ته وویل: "له تحول وروسته یوه ورځ هم په کور نه یم ناسته، دوه درې ځله مې په خبري غونډو کې له ګډون کولو څخه مخنیوی وشو، په لومړیو ورځو کې مې چې د ښځو له لایون څخه راپور جوړاوه د امارت کسانو ونیولم، کامره یې راته ماته کړه او کورته یې ولېږلم، ویل یې چې د ښځې یې له خبریالۍ سره څه؟"

يوه ښځينه خبرياله، ارشيف
يوه ښځينه خبرياله، ارشيف

د افغانستان د خبریالانو او رسنیو د بنسټونو د فدراسیون له‌خوا په جوړه شوې غونډه کې د یاد فدراسیون د رهبرۍ غړي بشیر هاتف ازادي راډیو ته وویل، دوی د خبریالانو د نیول کېدو او د رسنیو په کار کې د امنیتي ادارو د مداخلې ستونزې له طالب چارواکو سره شریکې کړې.

نوموړی وایي: "د رسنیو په کار کې د امنیتي او استخباراتي ادارو مداخله په جدي توګه یاده شوه. پر تمدن ټلوېزیون حمله مو یاده کړه، د افغاني اصله بهرني خبریال مرتضی بهبودي د بندي کېدلو موضوع مو طالب چارواکو سره شریکه کړه، د رسنیو د پیاوړتیا لپاره په ځینو مالي مسایلو هم خبرې وشوې."

"د حکومت په استازولۍ دوه درې موارد شریک شول

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو د څار رئیس عبدالحق حماد چې په یاده غونډه کې ګډون کړی و، ازادي راډیو ته وویل په نننۍ غونډه کې یې له ګډون څخه موخه له خبریالانو سره د معلوماتو تبادله وه.

نوموړي وويل: "د حکومت په استازولۍ دوه درې موارد شریک شول، لومړی دا چې حکومت رسنیو ته د اهمیت او ضرورت په سترګه ګوري. کوم سهولتونه چې ۲۰۲۲کال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رسنیو ته چمتو کړی و په هغو بحث وشو، د ژورنالستانو ستونزې واورېدل شوې او رسنیو ته سپارښته وشوه چې د ژورنالېزم اصول او قوانین په پام کې ونیسي."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړ بنسټ یا نۍ وایي، چې د طالبانو له بیا واکمنۍ څخه را په دې‌خوا نږدې ۴۸ فیصده غږېزې، له پنځوسو فیصدو څخه زیاتې تصوریږي، ټولې چاپي او له نیمایي څخه زیاتې انلاین رسنۍ غیر فعالې شوې دي.

نۍ وایي، په افغانستان کې دم‌ګړۍ ۱۷۰ غږیزې، ۷۷ انځورېزې او ۱۴ هم انلاین رسنۍ فعالې دي.

د یادونې ده چې، د طالبانو په بياځلي واکمنۍ کې د ټلوېزونونو په ښځینه ویاندویانو باندې د مخونو د پټولو، اطلاعاتو ته د لاس‌رسي د سختېدلو، د خبریالانو د نیول کېدلو او زنداني کولو په هکله وخت نا وخت راپورونه خپاره شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG