د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

د بې پولې خبریالانو سازمان: طالبان دې مرتضی بهبودي خوشې کړي


ارشیف: د بې پولې خبریالانو سازمان
ارشیف: د بې پولې خبریالانو سازمان

د بې پولې خبریالانو سازمان یوه اعلاميه خپره کړې چې په کې راغلي، مرتضی بهبودي د یوه راپور چمتو کولو لپاره افغانستان ته تللی و او کله یې چې غوښتل خپل رسنیز اعتبارلیک ترلاسه کړي، په کابل کې د روان کال د جدي مياشتې په ۱۷مه د طالبانو له خوا ونیول شو.

د بې پولې خبریالانو سازمان د افغان- فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د بې پولې خبريالانو سازمان وايي، افغان خبریال مرتضی بهبودي، چې د فرانسې تابعیت هم لري، په کابل کې د طالبانو له خوا نیول شوی دی.

د بې پولې خبریالانو سازمان یوه اعلاميه خپره کړې چې په کې راغلي، مرتضی بهبودي د یوه راپور چمتو کولو لپاره افغانستان ته تللی و او کله یې چې غوښتل خپل رسنیز اعتبارلیک ترلاسه کړي، په کابل کې د روان کال د جدي مياشتې په ۱۷مه د طالبانو له خوا ونیول شو.

د دې سازمان ویاندې پاولين ادس مول ازادي راډيو ته وویل، دوی له یوې میاشتې وروسته خپله چوپتیا ماته کړه، چې طالب چارواکي غږ واوري او مرتضی بهبودي خوشې شي.

مول وویل: "وروسته له یوې میاشتې له رسنیو سره کېناستم څو چوپتیا ماته کړم او پرته له کوم شکه ووایم چې مرتضی بهبودي د طالب چارواکو لخوا ساتل کېږي، مرتضی یوازې یو خبریال دی، د دې له امله مو پرېکړه وکړه چې چوپتیا ماته کړو او ووایو چې پرته له کوم شکه پر هغه لګول شوي تورونه نامشروع دي، مونږ دغه اطلاعات له ١٤ فرانسوي او اروپايي رسنیو سره شریک کړل، څو له هغو چارواکو سره یې شریک کړي، چې مرتضی ورسره دی، ځکه چې مرتضی یو خبریال دی او باید خوشې شي."

د بې پولې خبريالانو د وياندې په وينا، مرتضى بهبودي له ډېرو فرانسوي رسنيو سره کار کړى او څو جايزې يې هم ګټلې دي.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د افغان - فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي د نیول کېدو د لامل په اړه د طالب چارواکو نظر هم واخلي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د راپور تر خپرېدو پورې پوښتنې ځواب نه کړې.

د افغانستان د یوې خصوصي رسنۍ نیوز روم
د افغانستان د یوې خصوصي رسنۍ نیوز روم

دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له بيا ځل واکمنېدو وروسته يو شمېر خبريالان نيول شوي، شکنجه شوي او بنديان شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، له دوی سره په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو له خوا د خبریالانو د نیونې او شکنجې ۲۵۰ پېښې ثبت شوې دي.

د دغه مرکز د عدالت غوښتنې کمېټې مسووله سميه ولي زادې، ازادي راډيو ته وویل، چې د دغو خبریالانو له ډلې یو شمېر یې د فرانسې او استرالیا په ګډون د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو تابعیتونه لري.

ولي زاده زیاتوي: "که چیرې په رسنیو کې سرغړونې او شکایتونه کېږي، باید د رسنیو د شکایتونو کمېسیون یې وڅیړي، خو له بده مرغه دا کمېسیون په سمبولیک ډول د طالبانو د حکومت تر څارنې لاندې فعالیت کوي او د رسنیو او خبريالانو په وړاندې توطیې نه څېړل کېږي."

خو د طالبانو حکومت وياندویانو له دې مخکې په څو ځلي ويلي، چې خبريالان يې د دوى د خبريالۍ د فعاليتونو له امله نه دي نيولي.

په افغانستان کې دننه او بهر د رسنیو ملاتړو بنسټونو، په وار وار د طالبانو له حکومته غوښتي چې د خبریالانو د نیولو او شکنجه کولو لړۍ ودروي.

راپور - ثنا کاکړ

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG