د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

په ۲۰۲۲ کال کې له افغان خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۲۶۰ پېښې ثبت شوي


ارشیف: په افغانستان کې د یوې خصوصي رسنۍ نیوز روم
ارشیف: په افغانستان کې د یوې خصوصي رسنۍ نیوز روم

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یو تازه راپور کې وايي چې یوازې په ۲۰۲۲ کال کې یې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۲۶۰ پېښې ثبت کړي.

یو خبریال چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي نوم‌یې خپور شي د افغانستان په یو خصوصي تلوېزیون کې دنده لري.

دی د رسنیو او خبریالانو په وړاندې له روان وضعیته ناخوښ دی او وايي: "اطلاعاتو ته لاسرسی محدود شوی. که ځینې خبریالان په ځانګړي موضوعاتو باندې کار کوي یو شمېر ادارې دوی ته معلومات نه‌ورکوي او که ورکوي یې هم خو په وخت نه‌وي. بل جدي ستونزه دا ده چې خبریالان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. رسنیو به چې یو وخت خپلو خبریالانو ته امتیازات ورکول د هغوی ګوزاره به پرې کېدله، خو اوس خپله رسنۍ له مالي ستونزو سره مخ دي."

په کابل کې د یوې بلې خصوصي رسنۍ خبریال هم چې نه‌غواړي نوم‌یې په راپور کې واخیستل شي له ورته ستونزو سر ټکوي او وايي: "له هغې ورځې چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شوي، د رسنیو حالت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی، ډېریو رسنیو د مالي ستونزو له امله خپل فعالیتونه په ټپه ودرول. په تېر حکومت کې له رسنیو سره د حکومت او په ټوله کې د نړیوالو مرستې وې، خو دغه وضعیت اوس صفر شوی او د رسنیو په حالت اغېز کړی."

د خبریالانو دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د خبریالانو مرکز د یو تازه راپور په خپرولو سره د خبریالانو او رسنیو په وړاندې روان وضعیت هغه ډول چې د خبریالانو له خولې ویل کېږي په کراتو بد او د اندېښنې وړ ښودلی.

دغه مرکز په خپل کلني راپور کې چې د جمعې ورځې ناوخته‌یې خپور کړي ویلي، یوازې په ۲۰۲۲ کال کې د تاوتریخوالي ۲۶۰ پېښې ثبت شوي.

د دې راپور پر بنسټ، په تېر ۲۰۲۱ کال د خبریالانو په وړاندې ۱۰۹ د تاوتریخوالي پېښې شوې وې چې دغه شمېر په ۲۰۲۲ کال ۲۶۰ ته رسېدلي او له دې سره دا ښودل کېږي چې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې ۱۳۸ سلنه زیاتوالی راغلی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د عدالت غوښتنې مشره سمیه ولي‌زاده د دې راپور په اړه ازادي راډیو ته وویل: "په دغه کال کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ډېری موارد چې ثبت شوي، د طالبانو له لوري په بېلابېلو بهانو د خبریالانو نیونې، دغه نیونې تر ډېره له وهلو او ډبولو سره مل وې. اوس هم زموږ درې خبریالان د طالبانو سره په بند کې دي. د طالبانو له‌خوا په رسنیو محدودیت د دې لامل شوی چې ډېرې رسنۍ وتړل شي."

د دغه مرکز مسوولان دغه‌شان د رسنیو او خبریالانو روان وضعیت په افغانستان کې جدي او د اندېښنې وړ بولي.

له دې سره خوا کې په افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړ اداره، نی چې په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي بیا د خپل کلني راپور په خپرولو سره د خبریالانو او رسنیو په وړاندې د تاوتریخوالي کچه د تېر میلادي کال په پرتله ټیټه ښيي.

دغې ادارې په هغه راپور کې چې د جمعې ورځې ناوخته‌یې خپور کړی ویلي په ۲۰۲۱ کال کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۵۹ پېښې ثبت شوې وې چې دغه شمېر په ۲۰۲۲ کال کې ۱۳۲ دی.

د نی د معلوماتو له مخې، د تېر کال په پرتله د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي په ګراف کې ۱۷ سلنه کموالی راغلی.

د طالبانو حکومت تازه په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو له دې وړاندې يې ویلي و چې دوی د اسلامي اصولو په رڼا کې د رسنیو ټولو قوانینو ته ژمن دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG