د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

په افغانستان کې 'کابل نیوز' خصوصي تلوېزیون خپلې خپرونې بندې کړې


په کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ نیوز روم
په کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ نیوز روم

په افغانستان کې د کابل نیوز په نوم خصوصي تلوېزیون خپلې خپرونې بندې کړې.

په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي، د کابل نیوز په نوم د خصوصي تلوېزیون د خپرونو د بندېدو په اړه اندېښمنه ده.

دغه کمېټه له نړیوالې ټولنې او د طالبانو له حکومته غواړي چې په دې برخه کې خپلې ژمنې عملي او د رسنیو مالي او سیاسي ملاتړ وکړي.

د دې کمېټې د قضایاوو د برخې مسؤل جمیل وقار ازادي راډیو ته وویل: "د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه د کابل نیوز د تلوېزیوني خپرونو د بندېدو له امله خواشینې ده. له نړیوالې ټولنې غواړو چې په دې حساسو شېیو کې د افغان رسنیو اقتصادي لاس نیوی وکړي، دغه شان له حکومته هم غواړو چې هغه ژمنې چې په تېر یو کال کې یې د رسنیو او بیان ازادۍ د پیاوړتیا په برخه کې یې کړي عملي کړي."

د کابل نیوز په نوم د خصوصي تلوېزیون مسؤلان وایي، د یو لړ ستونزو له امله دوی پر تلوېزیون د خپلو خپرونو د بندېدو پرېکړه کړې ده، خو په ټولنیزو رسنیو به خپلو خپرونو ته دوام ورکوي.

که څه هم د کابل نیوز تلوېزیون مسؤل عبدالباسط ازادي راډیو سره په لیکلې بڼه خبرو کې، یادې ستونزې مشخصې نه کړې، خو د کابل نیوز تلوېزیون یو شمېر نورو کارکوونکو چې نه یې غوښتل نومونه او غږونه یې په راپور کې خپاره شي، ازادي راډيو ته وویل چې د اقتصادي ستونزو ترڅنګ په وروستیو کې د طالبانو حکومت له لوري پر دې تلوېزیون سخت فشارونه لامل شول چې مسوولان یې د تلوېزیوني د خپرونو د بندولو پرېکړه وکړي.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد نظر هم ولري، خو نوموړي له ژمنې سره سره هم د دې راپور تر خپرېدو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو وړاندې له دې مجاهد، هغه ادعاوې چې رسنۍ د دوی له خوا محدودې شوي رد کړې وې.

کابل نیوز خصوصي تلوېزیون چې په ۲۰۱۱م کال کې خپلې خپرونې پیل کړې وې، ډېر تمرکز یې په ورځنیو او سیاسي پېښو و.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته ډېر شمېر رسنیو خپل فعالیت بند کړی او ډېری خبریالان د خپلو دندو پرېښودو ته اړ شوي دي.

ارشیف: په کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال افغان خبریالان
ارشیف: په کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال افغان خبریالان

که څه هم د رسنیو د ملاتړ بنسټونه تازه په دې اړه څه نه وایي، خو د روان لمریز کال په میزان میاشت کې د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی مسوولانو ازادي راډیو ته ویلي وو، چې د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ وروسته په افغانستان کې ۴۸ سلنه رسنیو د اقتصادي او سیاسي ننګونو له امله خپرونې بندې کړې دي.

د نی مسؤلانو په افغانستان کې د رسنیو راتلونکی تیاره بللی وو او ویلي وو، چې په لنډه موده کې ناشونې ده چې د افغانستان د رسنیو ستونزې حل کړل شي.

دا مهال د کار محدودیتونه، اطلاعاتو ته د لاسرسي نشتوالی، وهل ټکول، د یو شمېر خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو نیول او زنداني کول د افغان خبریالانو او رسنیو پر وړاندې لویې ننګونې بلل کېږي.

په همدې حال کې له ختیځ ولایت ننګرهاره راپورونه وایي، چې تېره شپه په یاد ولایت کې د انعکاس په نوم د یو سیمه ییزې رسنۍ خبریال او ویاند نیاز محمد خاکسار نامعلومو وسله والو وهلی او ډبولی دی.

د انعکاس راډیو تلوېزیون چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل سره سم یې خپرونې بندې شوي د نشراتو مسوول یې شکرالله پاڅون ازادي راډیو ته وویل، چې خاکسار کورته په لاره د وسله والو له لوري وهل شوی دی.

نوموړی وایي، نه پوهېږي پېښه د چا له لوري رامنځته شوې ده، خو په خبره یې، د دغه پېښې د پلټنې غوښتنه یې کړې ده.

د ننګرهار مسوولو طالب چارواکو تر دې دمه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG