د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۸

پر رسنیو د محدودیتونو دوام؛ د طلوع او طلوع نیوز ۹ کارکوونکو دندې پرېښي


ارشیف: د طلوع نیوز کارکوونکي
ارشیف: د طلوع نیوز کارکوونکي

په تېرو ۲ میاشتو کې د طلوع او طلوع نیوز ۹ کارکوونکو خپلې دندې پرېښي دي.

د طلوع تلوېزیون یو له پخوانو کارکوونکو غفور صبوري دی.

هغه چې د ۲۰۰۵ کال راهیسې د دې رسنۍ سره په بېلابېلو برخو کې د روان کال د اګسټ میاشتې پورې کار کړی وايي، په ورستیو کې د څو نورو همکارانو سره لومړی اړ شو چې دنده پرېږدي، خو وروسته یې هېواد هم پرېښود.

د صبوري په خبره، پر رسنیو د طالبانو له خوا ورځ تر بلې محدودیتونو دوی اړ کړل چې خپلې دندې پرېږدي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "په تېر یو کال کې د ماسک په سر په خبریالانو فشارونه، ګواښونه، د خبرونو پر سر فشارونه چې دا خبر دې خپور شي دا دې نه خپرېږي او په دې وروستیو کې هر هغه ښځینه مرکه کوونکې چې مرکه کوي باید ماسک ولري او داسې نور فشارونه د دې لامل شول چې زموږ یو شمېر مسلکي همکاران له طلوع، طلوع نیوز او همدا شان له ځینو نورو رسنیو نه په یوې بلې بدیلې لارې فکر وکړي."

د طلوع نیوز پخواني مسوول خپلواک صافي هم د جمعې په ورځ پر خپل فېسبوک پاڼه د یو عکس په خپرولو سره له افغانستان نه د وتلو خبر ورکړ.

خپلواک ساپی
خپلواک ساپی

د هغه د همکارانو په خبره نوموړی هم یو له هغه کسانو څخه و چې په تېرو دو میاشتو کې یې خپله دنده پرېښودله.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې له نوموړي سره په دې برخه کې خبري وکړي، خو د دې راپور تر خپرېدو یې زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

ددغې رسنۍ یو بل کارکوونکی چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي د خپلې دندې او هېواد پرېښودلو لاملونه داسې بیان کړل: "په دې وروستیو کې موږ د امارات له خوا نه ډېر مکتوبونه ترلاسه کول او هر ورځ په رسنیو کې قیودات زیات وضع کېدل، ځاني او کاري مصونیت چندان جوړ نه و، همدا لامل و چې خپله دندې مې پرېښودله. زما په ګډون ډېری هغه کسانو چې له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې یې له خپل مسلک سره مینه درلوده او کار یې کوو د وطن پرېښودلو ته اړ شول."

د یادې رسنۍ ځینو کارکوونکو له ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي چې د امنیتي ګواښونو او همداراز د طالبانو لخوا د سختو قیوداتو له امله یې په تېرو دو میاشتو کې ۹ کارکوونکي چې په بېلایېلو برخو کې کار کاوه خپلې دندې پرېښي دي.

د دې خبرې رسنۍ اوسنيو چارواکو د ازادي راډیو د خبریال پوښتنې ځواب نه کړې.

له بلې خوا په افغانستان د رسنیو ځیني ملاتړ بنسټونه بیا دغه وضیعت د اندېښنې وړ ښي.

په افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړ بنسټ یا نۍ استازي ظریف کریمي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "هغه پرېکړې چې د رسنیو د کارکوونکو او همداراز خبریالانو له خوا نیول کېږي زما په نظر دا دوی مسلم حق دی، خو هغه څه چې په اوس وخت کې لیدل کېږي د اندېښنې وړ مسئله ده او دا د نورو خبریالانو او رسنیو په روح او روان تاثیر کوي او روان وضیعت ته په کتو سره خپلې دندې پرېږدي."

د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو هغه برخه چې تر ډېره د سختو محدویتونو لاندې راغلې رسنۍ دي.

د طالبانو حکومت په تېر یو کلن مزل کې شاخوا ۴۸ سلنه رسنۍ بندې شوي او نږدې ۶۰ سلنه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکي خپلې دندې پرېښي چې دا ارقام تېره اوونۍ په افغانستان کې د ازادو رسنو ملاتړ بنسټ له ازادي راډیو سره شریک کړي وو.

په تېر یو کال د طالبانو حکومت له خوا د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی، وهل، ډبول، بندي کول او همداراز د دوی نیول بله هغه د اندېښنې وړ مسئله ده چې مطرح شوي دي.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو حکومت نظر واخلي، خو د دوی ویاندویانو ذبیح الله مجاهد او بلال کریمي ددې راپور تر خپرېدو د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG