د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

یوه بهرنۍ خبریاله: طالبانو د رسنیزو کارونو په خاطر ګواښلی یم


بهرنۍ خبریاله سټیفاني ګلنسکي
بهرنۍ خبریاله سټیفاني ګلنسکي

یوې بهرنۍ خبریالې سټیفاني ګلنسکي ویلي چې د طالبانو چارواکو د رسنیزو کارونو په خاطر ګواښلې ده.

سټیفاني ګلنسکي له فارین پالیسي، ګارډین او ځینو نورو معتبره رسنیو او خپرونو سره د ازادې خبریالې او عکاسې په توګه کار کوي.

هغې چې شاوخوا څلور نیم کاله افغانستان کې تېر کړي او بېلابېلو سیمو ته یې سفرونه کړي دوشنبه ماښام په یوه بیان کې لیکلي چې د طالبانو چارواکو د ټيلیفون له لارې سخته ګواښلې ده.

سټیفاني نه دي لیکلي چې کومو طالب چارواکو له دې سره اړیکه نیولې خو ویلي یې دي چې له دې نه یې د راپورونو د سرچینو، سیمو، خلکو او ځینو نورو مسایلو معلومات غوښتي.

هغې طالب چارواکو ته په ځواب کې ویلي چې نه غواړي خپلې منابع ورسره شریکې کړي او هېڅ وخت د خپل کار په روڼتیا سودا نه کوي.

سټیفاني لیکلي چې وروستی وار تېر جولای په افغانستان کې وه او د ډبرو سکرو په تړاو د طالب چارواکو په خپلمنځیو لانجو او همدارنګه د پکتیکا په برمل کې د تحریک طالبان پاکستان د ډلې د فعالیت په تړاو یې راپورونه ورکړي.

هغې زیاته کړې چې طالب چارواکو ګواښلې چې که د منابعو، خلکو او سیمو په اړه معلومات ورسره شریک نه کړي نو د ویزې د ختمولو، افغانستان ته د ورتګ په سر د بندیز او ځینو نورو مخنیوونکو اقداماتو سره به مخ شي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسوولې هیدربار په خپل ټوېټر باندې د سټیفاني ګلنسکي ستاینه کړې چې ورباندې د تېر شوي حالت په اړه یې بیان ورکړی.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسووله هیدربار
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسووله هیدربار

هیدربار ویلي: "واضحه ده چې طالبانو د افغان خبریالانو په وړاندې د بیان ازادي او کاري فضا په بې رحمانه توګه تنګه کړې او اوس یې د بهرنیو خبریالانو د غلي کولو لپاره ملاتړلې ده."

اخوا سټیفاني ګلنسکي هم ویلي چې باورمنه ده له طالب چارواکو سره د منابعو شریکول نه یواځې نامناسب دی بلکې خطرناکه پایلې لرلی شي ځکه دې ادعا کړې چې طالب چارواکو ګڼ ژورنالېستان د راپورونو سر وهلي دي.

سټیفاني ګلنسکي ټینګار کړی چې د خبریالانو او منابعو ترمنځ اړیکې په اعتماد ولاړې دي او هېڅکله باید دا باور مات نه شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د سټیفاني ګلنسکي تر بیان وروسته ازادي راډيو ته په یوه غږیز پیغام کې وویل: "دا خبر موږ په کلکه ردوو ځکه دلته په روزمره شکل لسګونه خبریالان افغانستان ته راځي. بېلابېلو ولایتونو ته په ازاد ډول ځي راپورونه جوړوي. هېڅ ډول محدودیتونه نه لري. متاسفانه ځینې کسان له دباندې د خبریالانو په نوم راځي دلته چې راشي هغه قانوني اسناد نه شي ارائه کولای یا هغه اسناد یې جعلي خیژي. نو هغوی ته بیا موږ ځکه اجازه نه ورکوو چې راتګ یې مشکوک وي، هویت یې مشکوک وي."

طالبان تر دې مخکې هم له ځینو بهرنیو خبریالانو سره په بد چلند او په ځینو شرایطو کې ان د هغوی په توقیف هم تورن شوي.

له دې ډلې لین اوډانل چې کلونه یې افغانستان کې خبریالي کړې وه تېر جولای د لنډې مودې لپاره تر څار او پوښتنو لاندې نیول شوې وه.

اوډانل له افغانستانه تر وتلو وروسته وویل چې طالبانو مجبوره کړه د ځينو راپورونو په تړاو بښنه وغواړي که نه زندان ته به واچول شي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته ورسېدل.

ازادي راډیو ته د رسېدلو معلوماتو له مخې طالبانو د خپلې واکمنۍ په یوه کال کې لږ تر لږه ۳۴ تنه خبریالان بندیان کړي.

په دې کې ځینې خبریالانو ادعا کړې چې طالبانو د نیولو پر مهال او په زندان کې وهلي او ځورولي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG