د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سپارښتنو عملي کېدو غوښتنه وشوه


ارشیف: کابل کې د ښځو د لاریون پرمهال د طالبانو له لوري د یوه خبریال د وهلو صحنه
ارشیف: کابل کې د ښځو د لاریون پرمهال د طالبانو له لوري د یوه خبریال د وهلو صحنه

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، نړیواله ټولنه دې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي سپارښتنې عملي کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، طالبانو د دوحې هوکړه لیک نه دی عملی کړی او دغه شان يې د عمومي بخښنې فرمان ته هم غاړه نه ده ايښې.

د دې نړیوال سازمان له لوري په یوه اعلامیه کې راغلي دي، چې په تېرو دولسو میاشتو کې په افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې جبري ورکېدل، خلپسري نیول، له محاکمې پرته وژنې، په بېلابېلو ډولونو د پخوانیو افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو انتقامي وژنې او له داعش یا مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور د خلکو نیول او وژل هغه موضوعات دي، چې د طالبانو له لوري لا هم راون دي."

د بخښنې نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په عاجل ډول دې په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي سپارښتنې عملي کړي.

د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بنېټ په تازه راپور کې راغلي دي، چې د طالبانو تېره یو کلنه واکمني د بشري حقونو له سرغړونو ډکه وه او او ګواښ یې کړی، که نړۍ لاس په کار نه شي وضعیت لا پسې خرابېږي.

په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په پرونۍ ناسته کې ښاغلي بنېټ په تېر یو کال کې د خپل ماموریت راپور وړاندې کړ.

نوموړي وویل په افغانستان کې له تېر یو کال راهیسي بشري وضعیت لاپسې خرابه شوی، افغانان په یوه بشري ناورین کې ایسار دي او نړۍ يې په رسېدګۍ پاتې ښکاري.

هغه دغه شان د وویل چې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د حقونو جدي سرغړونه، د مخالفینو او منتقدینو نه غچ اخیسته، او د دوی ځپل او د بیان پر ازادۍ بندیز د یوې استبدادي واکمنۍ څرګندويي کوي.

د طالبانو حکومت بیا په یوه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکونکي راپور رد کړی او دا يې مغرضانه بللی دی.

په کابل کې د طالبانو بیرغ او د هغوی وسله وال
په کابل کې د طالبانو بیرغ او د هغوی وسله وال

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي دي چې په دې راپور کې پر سلګونو پرمختګونو سترګې پټې شوي او په افغانستان کې ښځو ته کوم ګواښ نه دی متوجه او په بېلابېلو برخو کې ښځې پر دندو بوختې دي.

خو د بخښنې نړیوال سازمان د اعلامیې په اړه یې لا تر اوسه څه نه دي ویلي.

خو د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نيکلسون هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ناسته کې وويل، چې په افغانستان کې کې د بشري حقونو د نقض په اړه اندېښمن دي او طالبان تر اوسه نه دي بريالي شوي چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

هغه وویل: "په افغانستان کې د لږکیو توکمیزو او مذهبي ډلو پورې اړوند خلک، نرښځیان، د بشري حقونو مدافعین، خبریالان او د رسنیو کارکونکي، د وژنو، خپلسرو نیونو، جبرې ورکېدو، فزیکي ځورونې او شکنجې سره مخ دي، دا د منلو نه ده."

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نيکلسون
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نيکلسون

ښاغلي نیکلسن وویل، چې اروپايي ټولنه، افغان مېرمنو او نجونو سره د هر ډول تاوتریخوالي په وړاندې د هغوی د ملاتړ په برخه کې په خپلو ژمنو ولاړه ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ناسته کې د متحده ایالاتو استازي میشل ټیلور وویل، چې امریکا په افغانستان کې د نجونو او ښځو د بشري حقونو په برخه کې په دوامداره ملاتړ ټینګار کوي.

ټیلور غوښتنه وکړه چې باید پر طالبانو فشار زیات شي تر څو د ښځو د حقونو په برخه کې په خپلو ژمنو ولاړ پاتې شي.

هغې وویل، هر هغه څوک چې په نړیوال نظام کې د مشارکت هڅه کوي باید چې ټولو اصولو ته درناوی وکړي.

د هغې په خبره که نړیواله ټولنه په دې ټینګار ونه کړي "د شرم وړ خبره ده."

په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی په داسې حال کې خپل یو کلن راپور وړاندې کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ هم څه باندې یو کال تېرېږي.

د نجونو په وړاندې له شپږمو ټولګیو پورته د ښوونځيو دروازې تړل شوي، افغان مېرمنې کار او له محرم پرته سفر ته نه پرېښودل کېږي او دغه شان پر طالبانو له القاعده سره د اړیکو د پاللو، د پخواني نظام د سرتېرو او پوځیانو د تري تم کولو او صحرايي وژنو تورونه پورې کېږي.

خو طالبانو بیا په وار وار دا راپورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG