د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۷ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

افغانستان

بینیټ: نړۍ د افغانانو د ناورین د حل توان نه لري

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي، افغانان د بشري حقونو په داسې یوه ناورین کې ایسار دي چې نړۍ یې د حل توان نه لري.

ریچارډ بینیټ دا خبره په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په خپل راپور کې کړې ده.

هغه د ښځو او نجونو له حقونو څخه جدي سرغړونې، د مخالفانو او منتقدینو ځپل او د بیان د ازادۍ پر سر بندیز ته اشاره کړې ده.

طالبانو د ریچارډ بینیټ راپور له حقیقته لرې او مغرضانه بللی دی.

واک ته د طالبانو له راتګ سره، زیاتره ښځې له دولتي ادارو لرې شوي، شخصي ازادي محدوده شوې او له شپږم ټولګي پورته نجونې اجازه نه لري چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

له بلې خوا د افغانستان د مرکزي بانک په میلیاردونو ډالر بهرنۍ مرستې کنګل شوې او خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

کرکټ؛ افغانستان بنګله‌دېش ته په لومړۍ يو ورځنی لوبه کې په لوی توپير ماتې ورکړه

کرکټ؛ د افغانستان او بنګله‌دېش لوبه.
کرکټ؛ د افغانستان او بنګله‌دېش لوبه.

د افغانستان او بنګله‌دېش ملي لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغانستان د ۹۲ منډو په توپیر بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه.

دغه سیالي چې د چهارشنبې په ورځ د نومبر په ۶مه نېټه د عربي متحده اماراتو د شارجې په لوبغالي کې ترسره شوه، افغان لوبډلې د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه.

په‌دې سیالۍ کې د بنګله‌دېش توپ اچونکو په پیلیزو اورونو کې ښه لوبه وکړه او ډېر ژر یې ۵ افغان توپوهونکو وسوځول، خو لوبډلمشر حشمت‌‌الله شهیدي او محمدنبي تر سلو منډو اوږده ملګرتیا وکړه او هدف یې ۲۳۶ ته ورساوه.

محمدنبي په ۷۹ توپونو ۸۴، حشمت‌الله شهیدي په ۹۲ توپونو ۵۲ او ننګیالي خروټي ۲۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.

افغانستان ونه‌کړای شول چې پنځوس اورونه پوره ولوبوي، ټوله لوبډله یې په ۴۹.۳ اورونو کې وسوځېده.

د بنګله‌دېش په توپ اچونکو کې مستفیظ‌الرحمن او تسکین احمد څلورـ څلور افغان لوبغاړي وسوځول.

افغانستان یو وار بیا د خپلو سوکه توپ اچونکو پر مټ وکړای شول، چې د بنګله‌دېش ټوله لوبډله په ۱۴۳ منډو په ۳۴.۳ اورونو کې وسوځوي.

افغان لوبډلې ته الله محمدغضنفر ښه وځلېد او ۶ لوبغاړي یې وسوځول، دغه راز راشدخان دوه، محمدنبي او عظمت الله عمرزي بیا یوه-یوه وېکټ واخیسته.

د ویلو ده چې دواړه لوبډلې به دویمه سیالي د نومبر میاشتې په ۹مه نېټه ترسره کوي.

ملګري ملتونه: سږکال افغانستان کې د کوکنارو کښت ۱۹سلنه زيات شوی

ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې
ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې

د ملګروملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، د تېر کال په پرتله په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۱۹سلنه زیات شوی دی.

دې ادارې نن چهارشنبې پر خپلې وېب‌پاڼې په یو بیان کې ویلي، د دوی د سروې له‌مخې سږکال په افغانستان کې پر نژدې ۱۳زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي.

ملګري ملتونه په افغانستان کې د کوکنار د کښت د زیاتېدو خبره په‌داسې حال کې کوي، چې طالبانو د کوکنارو پر کښت بندیز لګولی او د راپورونو پر بنسټ تېر کال د کوکنارو په کښت کې ۹۵سلنه کمولی راغلی و.

د طالبانو حکومت تر اوسه د ملګروملتونو د دې نوي سروې په اړه څه نه‌دي ویلي.

د ملګروملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې د ادارې سروې ښيي چې سږکال د کوکنارو د کر مرکز د افغانستان جنوب لوېديځ ولایتونه دي.

کرکټ؛ افغانستان بنګله‌دېش ته د ۲۳۵ منډو هدف ورکړ

کرکټ؛ د افغانستان او بنګله‌دېش لوبه
کرکټ؛ د افغانستان او بنګله‌دېش لوبه

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د پیل شوې لومړۍ لوبې لومړۍ پاڼۍ بشپړه شوه او افغان لوبډلې ۲۳۴ منډې وکړې.

دغه سیالي چې د عربي متحده اماراتو د شارجې په لوبغالي کې روانه ده، افغان لوبډلمشر پچه وګټله او توپوهنه یې غوره کړه.

په‌دې سیالۍ کې د بنګله‌دېش توپ اچونکو په پیلیزو اورونو کې ښه لوبه وکړه او ډېر ژر یې ۵ افغان توپوهونکو وسوځول، خو لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي او محمدنبي تر سلو منډو اوږده ملګرتیا وکړه او هدف یې ۲۳۵ ته ورساوه.

محمدنبي په ۷۹ توپونو ۸۴، حشمت‌الله شهیدي په ۹۲ توپونو ۵۲ او ننګیالي خروټي ۲۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.

افغانستان ونه‌کړای شول چې پنځوس اورونه پوره ولوبوي، ټوله لوبډله یې په ۴۹.۳ اورونو کې وسوځېده.

د بنګله‌دېش په توپ اچونکو کې مستفیظ‌الرحمن او تسکین احمد څلورـ څلور افغان لوبغاړي وسوځول.

بنګله‌‌‌دېش به په څو شېبو کې د خپلې توپوهنې پاڼۍ پیل کړي.

طالبانو په پروان، جوزجان او ننګرها کې يوشمېر کسان په دُرو وهلي

په جزاو محکوم شويو کسانو کې ښځې هم شاملې دي.
په جزاو محکوم شويو کسانو کې ښځې هم شاملې دي.

د طالبانو د حکومت د سترې محکمې په حکم په پروان، جوزجان او ننګرهار ولایتونو کې د ښځو په شمول څو تنه په عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي.

د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، په جوزجان ولایت کې د ابتدایې محکمې د پرېکړې له‌مخې نهه کسان د شرابو پلورلو په جرم تورن شوي او هر یو په عام محضر کې له ۲۵ تر ۳۹ دُرو وهلو محکوم شوي.

په یادو کسانو کې د دېرشو کلونو څخه د کم‌عمره څلور ښځو یادونه هم شوې ده.

په ورته وخت کې د پروان ولایت په بګرام ولسوالي کې هم دوه تنه د یوی ښځې په ګډون د زنا په تور هر یو درې-درې کاله حبس او نهه دېرش دُرو محکوم شوي دي.

د ننګرهار ولایت ده بالا ولسوالۍ کې هم نن د ابتدایه محکمې د پرېکړې له‌‌مخې يوه کس ته د نامشروع اړيکو په جرم تعزیري سزا ورکړل شوې ده.

طالبانو په وروستیو کې پر هغو کسانو چې د دوی عدلي او قضايي ادارې یې په بېلابېلو جرمونو تورنوي، په عام محضر کې د ډاول سزاګانو عملي کول زیات کړي دي.

د بشري حقونو نړیوالو ادارو پرله‌پسې له طالبانو غوښتي چې، پر تورنو کسانو دې په عام محضر کې جسمي سزاګانې نه عملي کوي.

سبا پنج‌شنبه د افغانستان په يوشمېر ولايتونو کې د ورښتونو او توپانونو اټکل شوی

د سېلابونو يو انځور
د سېلابونو يو انځور

د طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست وایي، سبا د لړم ۱۷مه نېټه په بدخشان، تخار او بغلان ولایتونو کې د سختو بارانونو او په ځینو ځایونو کې د خاورو او دوړو د توپان د پېښېدو اټکل کېږي.

دې ادارې همدارنګه ویلي چې، په شمال ختیځو، مرکزي او لوېدیځو ولایتونو کې هم د سالنګونو په ګډون د تېزو بادونو د پېښېدو امکانات شته.

دا په‌‌داسې حال کې ده چې په‌‌دې وروستیو کې ورښتونو او ورسره سېلونو په افغانستان کې د لسګونو کسانو ژوند اخیستی او په اکثر ولایتونو کې یې مالي زیانونه اړولي دي.

د هوا په سړېدو سره لا هم د دې پېښو زیانمن خلک سرپناه له نشتون شکایت لري.

طالبانو له ايران او پاکستان د يوشمېر افغان کډوالو د بېرته ستنېدو خبر ورکړی

له ارشيفه د يوشمېر راستنو شويو افغان کډوالو انځور
له ارشيفه د يوشمېر راستنو شويو افغان کډوالو انځور

باختر خبری اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی نن خبر ورکړی، چې پرون د تورخم له لارې ۲۱، د قندهار د سپین‌بولدک له لارې ۸، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۵۲ او د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۱۱۶ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

که څه هم په خبر کې نه‌دي ویل شوي، چې دغه کورنۍ په خپله خوښه که په جبري ډول افغانستان ته ستنې شوې دي، خو په پاکستان او ایران کې مېشتو یوشمېر افغان کډوالو ازادي راډیو ته ویلي چې، د کوربه هېوادونو د حکومتو له پرله‌پسې فشار او ځورونو سره مخامخ دي.

دا کورنۍ په‌داسې مهال افغانستان ته ستنیږي چې یوشمېر نور افغانان بیا د بې‌وزلۍ او په افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونځیو د نشتوالي له کبله په بېلابېلو قانوني او غیرې قانوني لارو له هېواده د وتلو هڅه کوي.

اوچا: د طالبانو لاس‌وهنې د بشري مرستو د رسولو چاره له ننګونو سره مخامخ کړې

په ارزګان کې د بشري مرستو د وېش یوه څنډه - تصویر له ارشیفه
په ارزګان کې د بشري مرستو د وېش یوه څنډه - تصویر له ارشیفه

د ملګروملتونو د مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، د طالبانو لاس‌وهنې په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو چاره ورځ تر بلې له ننګونو سره مخامخ کوي.

دې ادارې د جرمني خبري اژانس ته ویلي دي چې، د روان کال په سپټمبر کې د بشري مرستو رسوونکو ادارو د هغو ۱۷۳ مواردو راپور ورکړی، چې د مرستو د رسولو پر وړاندې یې خنډ جوړ کړی دی او په‌دې کې د اوچا په وینا د بشري فعالیتونو په چارو کې لاس‌وهنې، د مرستندویو ادارو پر تګ راتګ، کارکوونکو یا موادو محدودیتونه او د کارکوونکو پر وړاندې د تشدد موارد شامل دي.

د ملګروملتونو دا اړونده اداره زیاتوي، د مرسته رسوونکو شریکانو په چارو کې لاس‌وهنې تر ډېره په اداري او دفتري برخو کې دي.

اوچا وايي چې، د دې خنډونو په نتیجه کې مؤسسو د ۸۳پروژو چارې په موقتي ډول ځنډولي، د عملیات ځای یې بدل کړی او یا یې خپل فعالیتونه محدود کړي دي.

د طالبانو حکومت د اوچا د دې څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي، خو له‌دې مخکې یې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د بشري مرستو چاره دې نه سیاسي کوي.

کرکټ؛ نن افغانستان او بنګله‌دېش د درې يو ورځنيو سياليو لومړۍ لوبه کوي

افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي
افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

ټاکل شوې چې د افغانستان او بنګله‌دېش د کرکټ ملي لوبډلې نن چهارشنبې د درې یو ورځنیو سیالیو لومړۍ لوبه ترسره کړي.

د افغانستان په کوربه‌‌‌توب دغه سیالي به د کابل پر وخت د غرمې په دوه نیمو بجو د متحده عربي اماراتو په شارجه کې پیل شي.

په پام کې ده چې دواړه لوبډلې به دوهمه او درېیمه یو ورځنۍ سیالي د روانې نومبر میاشتې په نهمه، او یوولسمه ترسره کړي.

د افغانستان او بنګله‌‌‌دېش ټیمونه په‌‌داسې حال کې له یو بل سره یو ورځنۍ سیالۍ کوي، چې په‌‌دې وروستیو کې د افغانستان الف یا ابدالیانو ټیم د اسیا د ایمرجنګ لوبډلو اتلولي وګټله او تر هغه مخکې د افغانستان ملي لوبډلې د جنوبي افریقا پیاوړي ټیم ته د یو ورځنیو سیالیو په لړۍ کې ماتې ورکړه.

نن او سبا د افغانستان د يوشمېر سينديزو حوزو د اوبو د سطحې د لوړېدو اټکل شوی

د امو دریاب یوه څنډه
د امو دریاب یوه څنډه

له اټکلونو سره سم نن چهارشنبې او سبا پنج‌شنبې د افغانستان په یوشمېر سیندیزو حوزو کې د اوبو د سحطې د لوړېدو او ځینو ځایونو کې د سېلابونو د راوتو خطر شته.

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د هواپېژندنې ادارې د وړاندوینې له‌مخې پرون سه‌شنبه په یوه بیان کې هریرود، مرغاب او امو هغه سیندیزې حوزې یادې کړې، چې د نسبتاً سختو بارانونو په نتیجه کې د سېلونو د راوتلو احتمال په‌کې زیات دی.

دغه وزارت د دې سیندیزو حوزو د سیمو او له اوسېدونکو غوښتي چې، د سېلونو خطرونو ته پام وکړي او هم د سېل د راوتلو په صورت کې شاوخوا نورو خلکو ته هم خبر ورکړي.

د بیان له‌مخې په سرپل، فاریاب، بادغیس، بدخشان، هرات او ځینو نورو سیمو کې د سېلونو د راوتلو احتمال شته.

سږ کال په افغانستان کې د سېلونو له کبله سلګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله او همداراز مالي تاوانونه اوښتي دي.

کرن ډيکر: افغان خبريالان خلکو ته اطلاعات برابروي او مشران حساب ورکولو ته اړباسي

د افغان خبريالانو يو پخوانی انځور
د افغان خبريالانو يو پخوانی انځور

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدایالتونو شارژدافیره کرن ډیکر وایي، افغان خبریالان په نړۍ کې د افغانستان وګړو ته اطلاعات برابروي او مشران حساب ورکولو ته اړباسي.

مېرمن ډیکر دغه څرګندونې پرون سه‌شنبې پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې په یوه بیان کې کړې دي.

دغه‌راز نوموړې ويلي، معلوماتو ته د لاس‌رسي حق په نړیواله کچه یو منل شوی بشري حق دی او د ژوند په ټولو برخو کې د اګاهانه تصمیم نیونې لپاره اړین ګڼل کېږي.

د نوموړې په خبره خبریالان او د رسنیو کارکونکي باید خوندي وي او له غچ اخیستنې او ډار څخه پرته باید وکولای شې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د نومبر دوهمه په نړۍ کې د خبریالانو پر وړاندې له جرمونو د معافیت د پای ته رسولو د نړیوالې ورځې په توګه ولمانځل شوه.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت له‌‌‌دې مخکې د تېرې یک‌شنبې په ورځ ویلي و چې، افغان خبریالان د حقیقت د لټون په لار کې ګواښل کېږي، له تاوتریخوالي او زور زیاتي سره مخامخ کېږي.

افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو بلل کېږي چې، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په‌کې خبریالان له ډېر بد حالت سره مخامخ دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ) په تازه شاخص کې ویل شوي، په تېره یوه لسیزه کې په افغانستان کې ۱۸ خبریالان وژل شوي، چې د اکثرو عاملان یې نه په نښه شوي او نه هم د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG