د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۷

افغانستان کې د بشري حقونو نقض او اندېښنې؛ د بښنې نړيوال سازمان يې په اړه راپور خپروي


ارشيف
ارشيف

د بښنې نړیوال سازمان وايي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د اندېښنو په اړه خپل نوی راپور به د راروانې دوشنبې په ورځ خپور کړي.

د بښنې د نړیوال سازمان کمپاینره سمیرا حمیدي وايي چې د افغانستان بشري وضعیت د ډېرې اندېښنې وړ دی.

د بښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنېشنل به دوه ورځې وروسته، خپل هغه راپور خپور کړي چې په تېر یوه کال کې د افغانستان بشري وضعیت په‌کې څېړل شوی دی.

د دې راپور سرلیک دی، د طالبانو واکمني، یو کال تاوتریخوالی، له سزا معافیت او ناسمې ژمنې.

په پام کې ده چې د اګست په پنځلسمه چې پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدو له کلیزې سره برابره ده خپور شي.

د بښنې نړیوال سازمان پرون پر ټویټر په یوه بیان کې وویل، په تېر یوه کال کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې به افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه خپله ارزونه او اسناد شریک کړي.

د دې سازمان د افغانستان د څانګې کمپاینرې سمیرا حميدي بېګا ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په تېره د ښځو او نجونو لپاره د ډېرې اندېښنې وړ دی.

نوموړې وويل: "موږ په رښتیا هم په افغانستان کې د بشري حقونو کړکېچن وضعیت ولید. د بیان له ازادۍ نیولې تر کار، سیاسي مشارکت او په ټولنه کې د ښځو د ګډون او ښوونځي ته د نجونو د لاسرسي تر حق پورې. موږ نن وینو چې په تېر یو کال کې طالبانو نه یوازې پر خپلو ژمنو عمل ونه کړ بلکې فشارونه یې لازیات کړل او له بشري حقونو نورې سرغړونې یې وکړې."

د بښنې نړيوال سازمان د افغانستان د څانګې کمپاینره سمیرا حميدي
د بښنې نړيوال سازمان د افغانستان د څانګې کمپاینره سمیرا حميدي

بل‌خوا په افغانستان کې د ملګروملتونو د بشري مرستو ناظم رامز الکبروف هم پرون د افغانستان د روان اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه وښوده، ویې ویل چې د ټولنې په بیارغونه کې د افغان ښځو او نجونو ونډه خورا مهمه ده.

د طالبانو حکومت چې د بشري حقونو د سرغړونو له امله د نړیوالو ټولنو او هېوادونو تر پرله‌پسې انتقادونو لاندې دی، بیا بیا ټینګار کړی چې د ښځو حقوق به د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ورکړل شي، خو نړیوالې ټولنې له طالبانو سره تعامل د بشري حقونو په تېره د ښځو د حقونو په رعایت، له تروریستي ډلو سره د اړیکو په پرې کولو او د یوه ټولشموله حکومت په جوړولو پورې مشروط کړی دی.

طالبانو ویلي چې د نړیوالې ټولنې دا درې واړه شرطونه مني خو له دې سره سره په تېر یوه کال کې هېڅ هېواد هم د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره اقدام نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG