د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

يو شمېر مېرمنې: د امنيتي ستونزو له امله ټولنيزو رسنيو کې خپل اعتراضونه پيلوو


يو شمېر اعتراض کوونکې مېرمنې
يو شمېر اعتراض کوونکې مېرمنې

یو شمېر معترضې مېرمنې وايي، سره له دې چې هڅه کوي په عام محضر کې د واټونو په سر خپل اعتراضونه بیا پیل کړي خو اوس یوازې په خوندي، پوښلو ځایونو او ټولنیزو رسنیو کې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.

دغه مېرمنې امنیتي ستونزې ددغه ډول اعتراضونو اصلي لامل یادوي.

په کابل کې د طالبانو د حاکمیت کال لس ورځې وروسته پوره کېږي، هغه نېټه چې له هغې وروسته په افغان مېرمنو او نجونو فردي او ټولنیز محدویتونه ولګول شول.

خو د طالبانو حکومت ویلي چې د افغان مېرمنو حقوق د اسلامي اصولو په رڼا کې ورکوي چې تر اوسه یې په اړه روښانه تعریف نه دی ورکړی.

له هغې وروسته چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شول له شپږم ټولګي پورته د ځینو نجونو پر مخ يې ښوونځي یې وتړل، ډېری مېرمنې له کاره محرومې شوې او ان تر دې چې پر دوی د سفر ځیني بندیزونه هم ولګول شول.

خو افغان مېرمنو دغه محدویتونه نه دي منلي او په وړاندې په ځلونو اعتراضونه هم کړي.

طالبانو څو ځل کابل کې د اعتراض کوونکو مېرمنو مخه ونيوله.
طالبانو څو ځل کابل کې د اعتراض کوونکو مېرمنو مخه ونيوله.

په ټولنیزو پاڼو کې يوه مېرمنه ليدل کېږي، چې په یو پوښلي ځای کې یې اعتراض کړی او ویډو یې لاس په لاس کېږي.

دغه معترضه مېرمن وايي، په تېر یو کال کې یې د اعتراضونو بڼه بدله کړې ده.

دا چې دغو معترضو مېرمنو د خپلو اعتراضونو بڼه ولې بدله کړې يوې مېرمنې په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "شل کاله وړاندې چې هم راغلي و موږ ترې بدې خاطرې درلودې، موږ فکر کوو چې دا طالبان به له هغه طالبانو سره توپیر ولري خو موږ چې ګورو دواړه یو شی دي، هماغه ظلمونه چې پخوا د مېرمنو په وړاندې و هغه اوس هم روان دي، تېر ځلې ښوونځي تړل شوي و مېرمنې په کور ناستې وې چې اوس هم دغه کار روان دی."

دغه راز يوې بلې مېرمنې په خپلو خبرو کې ازادي راډيو ته وويل: "موږ په ځلونو د واټونو په سر لاریونونه کړي و چې دغه لاریونونو بیا زموږ په وړاندې ستونزې هم جوړ کړې، په ځلونو دغه لاریونونه تاوتریخوالي ته واوښته، زموږ ډېری همکاران وګواښل شول، دغو ستونزو ته په کتو سره موږ پرېکړه وکړه چې د اعتراضونو بڼې ته تغیر ورکړو او په سر پټې ځایونو کې لاريونونه وکړو."

اعتراض کوونکې مېرمنې وايي، که پر دوی هر څومره محدوديت ولګي بيا به هم خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.
اعتراض کوونکې مېرمنې وايي، که پر دوی هر څومره محدوديت ولګي بيا به هم خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.

دغو مېرمنو د امنیتي ستونزو له امله له موږ وغوښتل چې نومونه یې په راپور کې ياد نه‌شي.

دا اعتراض کوونکې مېرمنې وايي، سره له دې چې نړۍ د بشري حقونو د ملاتړ په برخه کې افغان مېرمنې یوازې پرېښودلې خو دوی به له خپلې مبارزې لاس وانه‌خلي.

د دې مېرمنو په وینا، هڅه کوي خپل اعتراضونه د طالبانو حکومت د یو کال په پوره کېدو سره بېرته پیل کړي.

د ترنم سعیدي په نوم یوې بلې معترضې مېرمن ازادي راډیو ته وویل: "موږ په دروو ووهل شوو، له موږ سره تاوتریخوالی وشو، په څپړو ووهل شو او زموږ کورنۍ هم په ځلونو ځلونو له تاوتریخوالي سره مخ شوه، خو بیا هم موږ له خپلو مبارزو لاس نه دی اخیستی."

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر واخلو خو د دې حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې راپور تر خپریدو زموږ اړیکې ځواب نه کړې.

له دې وړاندې ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو سازمانونو په افغانستان کې د طالبانو لخوا د یو شمېر معترضو مېرمنو سره تاوتریخوالی او ان د وهلو او ډبلو راپورنه ورکړي و.

د مېرمنو په ډېریو اعتراضونو کې (ډوډۍ، کار او ازادي) شعارونه و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG