د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

فعالان: د افغان ښځو د وژنو راپورونو خپرېدو وروسته اندېښنې زیاتې شوي


ارشیف: په کابل کې د معترضو افغان مېرمنو انځور - September 30, 2021
ارشیف: په کابل کې د معترضو افغان مېرمنو انځور - September 30, 2021

د طالبانو له بيا واکمنېدو تر ۹ میاشتو ډېره موده کېږي، چې په کې د ډېرو مېرمنو د وژنو راپورونه خپاره شوي خو تر اوسه هېڅ کوم کورني یا بهرني بنسټ د دې پېښو کره ارقام نه دي وړاندې کړي.

د بشر حقونو فعالان او مدني فعالان وایي، که څه هم په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته د نجونو او مېرمنو د وژنو راپورونه ورکړل شوي دي خو د بشر حقونو د خپلواکو ادارو نشتوالي په دې هېواد کې د دې پېښو د شمېرو راټولول او څارل سخت کړي دي.

دا فعالان وایي، د مېرمنو د دې ډول وژنو د راپورونو له خپرېدو وروسته د وضعیت په اړه ډېر اندېښمن دي.

د بشر حقونو دا فعالان نړیواله ټولنه او د ښځو او بشر حقونو ملاتړي بنسټونه د افغان مېرمنو د وضعیت په وړاندې په چوپتیا تورنوي.

د بشر حقونو فعاله زرقا یفتلي وایي، په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک بنسټونه نه شته چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت او وژنې وڅاري.

هغې ازادي راډیو ته وویل: "موږ په افغانستان کې له بېلابېلو ولایتونو څخه په تېرو څو اوونيو کې د مېرمنو د وژنو راپورونه واورېدل چې ډېری یې د طالبانو لخوا وژل شوې دي. وروسته له وژلو یې جسدونه د ښار په بېلابېلو ځایونو کې اېښودل کېږي چې خپلوان یې راشي او مړی یې یوسي. په دوی کې داسې مېرمنې هم وې چې د خپلو کورنیو لخوا د مختلفو دلايلو له امله وژل شوي دي."

اغلې یفتلي همدارنګه وایي، داسې قضیې هم شته چې طالبانو مېرمنې وژلې دي خو کورنۍ یې دا حقیقت پټوي او د فاتحې او تدفین په مراسمو کې د دې مېرمنو د مړینې سبب ناروغۍ په ځانګړي ډول کرونا خلکو ته بیانوي.

نوموړې همدارنګه ادعا کوي، چې د طالبانو د مشر لخوا د اجباري حجاب له فرمان وروسته چې د مېرمنو د کورنۍ نارینه هم د مېرمنو د نه حجاب له کبله مجازات کېږي؛ مېرمني له کورني تاوتریخوالي، وهلو ټکولو او حتا د مرګ له ګواښ سره مخ کړي دي.

خو د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مسوولین دا ادعاوي ردوي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت

د یاد وزارت ویاند عاکف مهاجر د مېرمنو د قتلونو د راپورونو او د ښځو لپاره د اجباري حجاب د فرمان په اړه ازادي راډیو ته په یوه لنډ لیکلي پیغام کې ولیکل: "دا راپورونه هېڅ حقیقت نه لري."

د ښځو د حقونو فعاله وږمه فروغ چې دا پېښې یې تعقیب کړې دي؛ په یوه اوونۍ کې د ۹مېرمنو د وژل کېدو ادعا کوي.

د مدني ټولنې د دې غړې په خبره، دا وژنې تر هغو شمېرو خورا زیاتې دي چې خپرېږي.

فروغ ازادي راډیو ته وویل: "موږ د مثال په ډول په یوه اوونۍ کې تر ۹ پورې د مېرمنو د وژنو راپورونه تر لاسه کړل، د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه دا پښې ثبت شوې دي. دا په دې معنی هم ده چې دا یوازې هغه پېښې دي چې راپورونه یې ورکړل شوی دی."

وږمه فروغ په بلخ، سمنګان او بغلان ولایتونو کې د ښځو د وژنو یادونه کوي.

اغلې فروغ وایي، د مېرمنو د وژنو په زیاتوالي کې اصلي عامل د طالبانو په حکومت کې د مېرمنو د ملاتړ بنسټونو نشتوالی دی.

هغه زیاتوي: "په تېر حکومت کې د مېرمنو پر وړاندې د زور زیاتي د منع قانون، د بشر حقونو خپلواک کمېسیون، د ښځو چارو وزارت، ځانګړې څارنوالي، د مېرمنو په وړاندې د زور زیاتي د مخینوي محکمه، کورني محاکم، د ښځو ملاتړي بنسټونه او نورو قوانین او ادارې وې چې د ښځو د ستونزو د حل لپاره لپاره یې مبارزه کوله، خو د طالبانو په حکومت دا قوانین او ادرسونه هېڅ درک نه لري."

د مدني فعالانو او د بشر حقونو د فعالانو په خبره په تېرو ۹ میاشتو کې د ښځو د وژنو عوامل بېلابېل وو، دوی طالبان هم د ښځو په قتلونو کې ښکېل ګڼي.

تر دې وړاندې طالبانو ویلي و، چې د اسلام په دایره کې د ښځو د حقونو ملاتړ کوي او مراعتوي یې خو د طالبانو له حاکمیت وروسته د افغان مېرمنو د وژنو راپورونه زیات شوي او په کار کولو، زده‌کړو او پوښاک یې بندیزونه او محدودیتونه لګېدلي دي.

د ښځو د حقونو یوه فعاله چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي په دې راپور کې یې نوم خپور شي وایي، طالبانو د پخواني نظام هغه مېرمنې چې فعالیت یې درلود، ځینې یې وژلې او ځینې یې حتا تر اوسه نادرکه دي.

د ښځو چارو دا فعاله د پولیسې عالیې عزیزي او نورو هغو مېرمنو چې په نظامي برخه کې یې کار کاوه او یا یې مدني فعالیت کاوه، د تري تم کېدو یادونه کوي.

دا د افغان ښځو د وژنو او ورکېدو په وړاندې د نړیوالې ټولنې پر خاموشۍ نیوکه کوي.

هغې ازادي راډیو ته وویل: "د مېرمن عالیې عزیزي په ډول چې تر اوسه معلومه نه ده ژوندۍ ده که وژل شوې، زرګونه نورې داسې مېرمنې وې چې په تېر نظام کې یې په نظامي برخه کې کاوه، قاضیانې وې، څارنوالانې وې او یا مدني فعالانې وې. دوی اوس هم ورکې دي او په اړه یې دقیق معلومات نشته. نړیواله ټولنه هم هیڅ پاملرنه او څارنه نه کوي."

هغې همدارنګه په هرات ولایت کې د طالبانو پر چیک‌پاینټ د هغو نجونو وژنې ته اشاره وکړه، چې په خبره یې طالبانو ادعا کړې وه چې دوی ته یې موټر نه و درولی او ووژل شوې، خو دا وایي د هغو نجونو د قتل اصلي عامل د هغوی مدني حرکتونه او اعتراضونه وو.

دا مېرمنه په مزار شریف ښار کې د هغو نجونو او مېرمنو قتلونو ته هم اشاره کوي، چې د وژنو دلیل يې معلوم نه دی او ځینې یې اوس هم ورکې دي.

د طالبانو لخوا په ښځو د محدودېتونو له لګولو وروسته چې د ښځو لخوا اعتراضونه وشول، ويل کېږي په مزار شريف کې د د همدې ښځو له ډلې چې مدني فعالانې وې، د ځينو جسدونه پيدا شول، د دې ترڅنګ په دې ولايت کې د ښځينه پوليسو د وژل کېدو خبرونه هم خپاره شول.

ويل کېږي ځينې هغه نجونې چې د طالبانو له لوري نيول شوې وې، له خلاصېدو وروسته وژل شوي دي چې په دې اړه ډېر جزیيات له رسنيو سره نه دي شريک شوي.

تېره اوونۍ د بلخ سيمه ييزو رسنيو د يوې ښځې د سر پرېکړي جسد په اړه هم خپور کړ چې د طالبانو د حکومت سيمه ييزو چارواکو وويل، څو تنه يې په دې قضيه کې د لاس لرلو په تور نيولي دي او د دې مېرمنې مېړه چې مخکېنی نظامي و، د نوموړې په وژلو يې تورن کړی دی.

که څه هم په ټولنيزو شبکو او د بشري حقونو ادارو په ګروپونو کې په ولايتونو کې د ښځو د وژنو خبرونه خپرېږي خو د طالبانو حکومت ډېر کم دا خبرونه تايدوي او په اړه يې رسنيو ته معلومات ورکوي.

د ښځينه قربانيانو کورنۍ هم د طالبانو د حکومت په ۹ مياشتو کې ناپېژندل شوې پاتې دي او هغوی هم د خپلو خپلوانو د وژنو د څرنګوالي په اړه معلومات له رسنيو سره نه شريکوي.

د بشر حقونو فعالان او مدني فعالان وايي، د پلټونکو ادارو نه موجودېت، د کره شمېرو نشتوالی، اطلاعاتو ته نه لاسرسی او د رسنيو محدودول سبب شوي چې دا قضيې په سم ډول انعکاس و نه مومي.

و مو غوښتل په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر هم ولرو، خو د طالبانو د اړوندو ادارو وياندويانو د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

د ولايتي روغتونونو مسولانو او کارکوونکو چې د تېر حکومت په مهال يې د ښځو د قتلونو او ځانوژنو شمېرې له رسنيو سره شريکولې، ځينو يې له ازادي سره په خبرو کې د معلوماتو له شريکولو بخښنه وغوښته او ټينګار يې کاوه چې طالبانو په دې اړه د خبرو کولو اجازه نه ده ورکړې.

له دې ټولو پټو او ښکاره پېښو سره په تېرو ۹ مياشتو کې د ښځو د وژنو په اړه د بشر حقونو او د ښځو حقونو د ملاتړ هېڅ ملي او بهرني بنسټ کره شمېرې نه دي وړاندې کړي او د دې قضيو په اړه يې خبرې نه دي کړي.

په افغانستان کې د بشر حقونو فعالان او مدني فعالان اندېښمن دي، چې د اوسني حالت په دوام سره ډېرې نجونې او ښځې قرباني کېدلای او وژل کېدای شي.

XS
SM
MD
LG