د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۰

نړيوال غبرګونونه؛ د طالبانو لخوا د بشري حقونو کمېسيون منحلېدل د شاتګ پر لور ژور ګام وبلل شو


کابل کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون دفتر
کابل کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون دفتر

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرې د بشري حقونو کمېسیون د له منځه وړلو په برخه کې د طالبانو پرېکړه په کلکو ټکو غندلې او د یوه " ژور شاتګ" ګام یې بللی دی.

مېشل باشلې پرون وویل چې دې اقدام ناهیلې کړې ده.

میرمن باشلې په یوه بیان کې ویلي، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په وروستیو کلونو کې تر سختو شرایطو لاندې فوق العاده کارونه ترسره کړل او د قربانیانو په ګډون یې د ټولو افغانانو بشري حقونو ته پام کاوه.

هغې دغه راز ویلي، کابل ته یې د تېرې مارچ میاشتې د سفر په مهال له طالب چارواکو سره خبرو کې د یوه داسې خپلواک چوکاټ د رامنځته کېدو پر اهمیت خبرې کړي چې وکولای شي د بشري حقونو په برخه کې د خلکو شکایتونه ثبت او چارواکو ته ورسوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنره مېشل باشلې
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنره مېشل باشلې

طالبانو په دې وروستیو کې د یوه مکتوب له لارې د بشري حقونو کمېسیون، ملي امنیت شورا، د ملي مصالحې عالي شورا، د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسیون او د ولسي جرګې او مشرانو جرګې دارالانشاوې لغوه کړې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، ځینې داسې ارګانونه وو چې په خبره یې اوس ورته اړتیا نه وه او د مالي ستونزو له کبله لغوه شول.

د بشري حقونو د کمېسیون لغوه کېدو ته د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنت هم غبرګون ښودلی.

هغه پرون (د مې په ۱۹مه) پر خپله ټویټرپاڼه د کمېسیون لغوه کېدل یوه لویه ماته وبلله.

بېنت ویلي، د بشري حقونو د څارنې او دودولو لپاره یوه کورني خپلواک مېکانېزم ته اړتیا ډېره ده.

نوموړی چې دا مهال په کابل کې دی وایي، له طالب چارواکو سره به پر دې موضوع خبرې وکړي.

طالبانو له دې وړاندې د ښځو چارو وزارت او د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ګډون یو شمېر نورې ادارې هم منحل یا یو له بل سره یو ځای کړي دي.

XS
SM
MD
LG