د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

ريچارډ بينيت: پر ښځو د طالبانو محدوديت بشري وضعيت جدي اغېزمن کړی


کابل کې يو شمېر اعتراض کوونکې ښځې
کابل کې يو شمېر اعتراض کوونکې ښځې

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت پر ښځو د محدودیتونو په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنې "له واقیعته لرې" بولي، تازه د افغانستان د بشري وضعیت د څار لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي په دغه هېواد کې د طالبانو له لوري پر ښځو د محدودیتونو د لګولو د زیاتوالي پالیسو په بشري وضعیت جدي اغېز کړی دی.

د طالبانو له لوري پر افغان ښځو او نجونو د "بندیز زیاتوونکو" پالیسیو په اړه په کور دننه او نړیواله کچه اندېښنې په زیاتېدو دي -هغه څه چې د طالبانو حکومت یې "له واقیعته لري"ګڼي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې" د نړۍ له هېوادونو هیله لري چې د افغاني ټولنې له عيني واقعیتونو په سم درک سره، د افغانانو دیني او کلتوري ارزښتونو ته درناوی وکړي."

که څه هم دغه وزارت دا خبرپاڼه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ناسته کې د افغان مېرمنو په اړه د څرګندونو په اړه خپره کړې خو تازه د افغانستان د بشري وضعیت د څار لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت ویلي په دغه هېواد کې د طالبانو له لوري پر ښځو د محدودیتونو د لګولو د زیاتوالي پالیسو په بشري وضعیت یې جدي اغېز کړی دی.

نوموړي په یو بیان کې ویلي: "زه په چارواکو غږ کوم چې سمدستي هغه پالیسۍ او لارښوونې بېرته واخلي چې په ښځو منفي اغېزه کوي همدارنګه د تعلیم، کارموندنې او د عامه ژوند په نورو ټولو اړخونو کې د مساوي ګډون لپاره د ښځو او نجونو حقونو ته لومړیتوب ورکړي."

د افغانستان د بشري وضعیت د څار لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت
د افغانستان د بشري وضعیت د څار لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت

د ملګرو ملتونو په ګډون د ښځو د حقونو یو شمېر فعالینې هم ورځ بلې ته د طالبانو د حکومت له لوري پر دوی د بندیزونو لګولو اندېښمنې کړي او له طالبانو غواړي چې د افغان ښځو ټولنیز ژوند او حقونو ته دې درناوی وکړي.

د ښځو د حقونو فعاله نفیسه دانش وایي طالبان باید د یو حاکم نظام په توګه د نیمایي ولس په توګه د افغان مېرمنو حقونو ته درناوی وکړي.

نوموړې وايي: "که چېرې اسلامي امارت غواړي چې نړۍ سره تعامل ولري او خپل نظام دوه ورځینی ونه ساتي نو د افغان مېرمنو او نجونو اساسي حقونه دې ورکړي."

بلخوا د ښځو د حقونو ځینې نورې مدافعینې وایي که د طالبانو له لوري دا بندیزونه همداسې دوام وکړي، په ټولنیز ژوند کې به د افغان مېرمنو ونډه کاملا کمرنګه کړي.

د ښځو د حقونو فعاله او د ښوونځي ښوونکې شبنم نورزۍ وایي: "له هغه مهاله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي یوازې له څو ادارو پرته دوی ټولې ښځې له کار ایستل او په کور کښېنول شوي، طالبان وایي چې ښځو ته مناسب کاري چاپېریال برایروي خو خو تر داسې نه دي کړي پر ښځو او نجونو د طالبانو له لوري د بندیزونو دوام به افغانستان له نورو سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ کړي."

ارشيف
ارشيف

خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په دې خبرپاڼه کې ویلي چې"د افغانانو د منل شویو دیني او کلتوري لارښوونو په چوکاټ کې د ښځو، ماشومانو او لږکیو د بشپړو حقوقو د تأمین په برخه کې پر خپله ژمنه یو ځل بیا ټینګار کوي."

طالبان داسې مهال دا خبره کوي چې ورځ بلې ته پر افغان ښځو او نجونو محدودیتونه زیاتوي.

د ښځو له کار، تعلیم له محرم پرته پر سفر بندیزونه او د مخ پټول هغه څه دي چې د طالبانو پر ضد تندې نیوکې او اندېښنې راپارولي دي.

XS
SM
MD
LG