د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

پر ښځو د طالبانو وروستيو محدوديتونو په تړاو د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې


نړيوالې ورځپاڼې
نړيوالې ورځپاڼې

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په کابل کې د امر بالمعروف و نهي عن المنکر د وروستیو هلو ځلو په اړه لیکنه خپره کړې ده او لیکي چې کله د دې ډلې د یوه مشر عبدالله عبید په مشرۍ یو ګروپ یوه ښاري بس ته په کابل کې ورپورته شو، په بس کې ناستو ښځو دستي سترګې ښکته واچولې او مخونه یې پټ کړل.

ورځپاڼه لیکي چې عبدالله عبید بس ته لاس وخوځاوه چې ځي دي او ویې ویل که څوک حجاب مراعات نه کړي هغه ته اجازه نه ورکوي.

امربالمعروف و نهي عن المنکر وزارت روانه میاشت د حجاب فرمان صادر کړ چې ښځې دې له سره تر پښو ځانونه پټ کړي.

تر دې راوروسته د ورځپاڼې په باور د دې وزارت غړیو په کابل کې د حجاب د رعایتېدو په خاطر ګزمه زیاته کړې ده.

د طالبانو د امر بالمعرف او نهي عن المنکر وزارت ویاند محمد صادق عاکف وایي چې حجاب د ټولنې په خیر دی او په ټولنه کې د بد چلند مخه ورسره نیول کیږي.

عاکف زیاتوي، وروسته تر دې چې د حجاب فرمان صادر شوی دی په کابل کې یې ترشلو ډېرې کورنۍ دوی وزارت ته ورغوښتې دي چې ښځو او مېرمنو یې له اصولو څخه سرغړونې کړې وې.

د عاکف په وینا په دې ټولو مواردو کې د کورنیو نارینه و له دوی سره منلې ده چې دوی به پر ښځو حجاب تحمیل کړي.

د لویدیځ یوې بلې چاپي خپرونې بیا د هغو افغانانو پر ژوند لیکنه خپره کړې ده چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د امریکا متحد ایالتونو ته تللي دي.

ټایم مجله:

ټایم مجله ليکي، د امریکا متحد ایالتونو ته یو شمېر ورغلي افغانان دا شکایت لري چې کورونه په سختۍ پیدا کوي.

پرو سږ کال چې کله طالبانو د اګست په میاشت کې کابل ونیو، تر څلور اویا زره ډېر افغانان متحد ایالتونو ته ولاړل.

په پیل کې دغو کډوالو ته له یوې میاشتې تر دریو میاشتو پورې حکومت موقتي ځایونه ورکړل او د دې ترڅنګ یې سړي سر یوزر دوه سوه امریکایي ډالر دغو کډوالو ته تعیین کړل.

ټایم مجله لیکي چې دغه کډوال په ورته وخت کې کولی شي چې له حکومته د کورنیو لپاره موقتي مرستې ترلاسه کړي خو دا پروسه منډې غواړي او په دفترونو ګرځېدلو ته ضرورت لري چې له جګړې راتښتېدليو افغان کډوالو ته سخته ده چې په دې چارو ژر وپوهیږي.

خپرونې د خدیجې په نوم له یوې افغاني سره خبرې کړې دي چې ورته ویلي یې دي دا یې اصلي نوم نه دی او اصلي نوم د دې لپاره نه اخلي چې لایې هم په افغانستان کې خپل خپلوان شته.

خدیجه وایي چې یوې کلیسا اوس دوی ته د میاشتې په درې زره ډالرو کور کرایه کړی دی خو کلیسا د جون او جولای میاشتو لپاره د دې کور کرایه ورکوي.

خدیجه وایي چې دا کور ډېر ګرانه دی وروسته له دې مرستې دوی نه شي کولی چې کرایه یې ورکړي.

ټایم خپرونه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د یوه ویاند په وینا څرګندوي چې دوی د افغانانو لپاره د مناسبو کورونو په لټه کې دي خو تر اوسه نه دې توانېدلي ځکه چې د داسې کورونو پیدا کول سخته دي.

XS
SM
MD
LG