د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

د طالبانو د وروستیو سرغړونو پر وړاندې د بېړنيو ګامونو اخيستو غوښتنه وشوه


د طلوع نیوز ویانده
د طلوع نیوز ویانده

د بشري حقونو د څار سازمان د طالبانو له‌خوا پر ښځینه خبریالانو په زور د ماسک اغوستو په غبرګون کې وايي، هغه وخت را رسېدلی چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په اړه بېړني ګامونه واخلي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وايي، د طالبانو له‌خوا په ښځینه خبریالانو په زور په ماسک سره د مخ پوښل، د ښځو د بیان ازادۍ حق او د هغوی د شخصي خپلواکۍ او مذهبې عقیدې څخه سرغړونه ده.

د بشري حقونو د څار سازمان د طالبانو د دې عمل په غبرګون کې یوه اعلامیه کې لیکلي: "افغان ښځینه خبریالانې په نړۍ کې د ښځو د حقونو د نقض د قربانیانو په توګه، له لوی ناورین سره مخ دي او طالبان لا چپ نه‌دي ناست."

اعلامیه زیاتوي، په یوځايي ډول د نړیوالو فشار کولای شي د طالبانو په پرېکړو اغېز وکړي او له همدې امله افغانستان سره مرسته کوونکي او نور دولتونه د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې مکلف دي چې د دوی د حقونو د دفاع لپاره لا زیات کار وکړي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مشرې هېدر بار هم ازادي راډیو سره خبرو کې د طالبانو له‌خوا په ښځینه خبریالانو په زور د مخ پوښل د ښځو پر حقونو د طالبانو د تېرېو دوام بولي او د نیوکې په توګه وايي، دا ښیی چې د دی وضعیت په تړاو د نړیوالۍ ټولنې دریځ څومره ناقص دی.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مشره هېدر بار
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مشره هېدر بار

هغې زياته کړه: "اوس نو د نړیوالی ټولنې له لوري یو واحد دریځ او ځواب ته اړتیا ده او د ښځو حقونو موضوع باید د دې ځواب په سر کې وي او ټول هغه هېوادونه چې وایي له تعلیمه د نجونو راګرځول د نه منلو دي، باید سره یوه خوله شي او طالبانو ته دا ووایي چې تاسو د یوه حکومت په توګه د مشروعیت په لټه کې یې یاست، نو د دې مشروعیت ترلاسه کول تر هغه امکان نه‌لري چې بشري حقونه، په ځانګړي توګه د ښځو حقونو ته درناوی و نه‌کړئ."

د بشري حقونو د څار سازمان خپله اعلامیه کې دا هم لیکلي چې طالبانو په مسلسل ډول پر نجونو او ښځو د محدودیتونو وضع کولو ته دوام ورکړی.

د اعلامیې په دوام کې راغلي، دوی نجونې له ثانوي زده‌کړو منع کړي، په ډېر شمېر ښځې یې له کار کولو را ګرځولي، روغتیايي خدمتونو ته د نجونو او ښځو لاسرسی له خنډ سره مخ کړی او تر خوا یې له دوی سره تاوتریخوالی زیات کړی دی.

که څه هم د طالبانو حکومت په دې اړه تازه څه نه وایی خو له دې وړاندې یې د افغانستان په تلوېزیونونو کې په ښځینه ویاندویانو په جبري ډول په ماسک د مخ پټول جبري کړي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویلي چې مخ پټول د حجاب برخه ده او افغان مېرمنې یې باید مراعت کړي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت
د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت

د دغه وزارت ویاند صادق عاکف مهاجر څو ورځې وړاندې ازادي راډیو ته وویل په تلوېزیونونو کې په ښځینه ویاندویانو د مخ پټول د عامه پوهاوي بڼه لري تر څو خلک پوه شي چې کوم ډول حجاب باید مراعت کړي.

خو دا طالبانو دا پرېکړه له سختو غبرګونونو سره مخ ده.

الهه ساحل چې تصویري خبریاله ده او له افغانستانه د امنیتي ګواښونو له امله جرمنې ته تللې ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو دا محدودیتونه له تصوره لېرې نه‌و.

هغه وايي: "يقيناً موږ ټولو دا باور درلود، که یو مهال طالبان پر افغانستان واکمن شي، داسې یو حالت ته به رسېږو. موږ ورو، ورو هماغه حالت ته رسېږو. دا د افغانستان نابینا ټکی دی چې ښځې باید د ماسک په اغوستو د تلوېزیون په پرده را ښکاره شي. دا یوازې د ماسک اغوستل نه‌دي، بلکې په تدریجي ډول له برابرۍ او د بیان له ازادۍ د ښځو حذفول دي."

په ټولنیزو رسنیو کې هم د ښځینه خبریالانو په ملاتړ د افغان نارینه خبریالانو او نورو له‌خوا پراخ کمپاین پیل شوی.

نارینه‌وو خپل مخونه په ماسک پوښلي او خپل تصویرونه یې له ښځو سره د پیوستون او همدردۍ په پار په خپلو ټولنیزو رسنیو خپاره کړي دي.

د دې تر خوا په یو شمېر نړیوالو رسنیو کې هم د افغان ښځینه خبریالانو په ملاتړ ډېرو ویاندویانو خپل مخونه په ماسک پوښلي، خو نیوکه دا ده چې نړیواله ټولنه پر طالبانو د فشار پر ځای یوازې د نمایشي کارونو په کولو سره غبرګون ښيي.

XS
SM
MD
LG