د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

د ښځینه ویاندویانو جبري مخ پټېدل؛ نارینه خبریالانو هم مخونه پټ کړل


د طلوع نیوز یوه خبریاله
د طلوع نیوز یوه خبریاله

یوه ورځ وروسته له هغه چې د تلوېزوني خپرونو افغان ویاندویانې او د خپرونو چلوونکې له ماسک پرته د تلوېزیون پر پرده را ښکاره شوې، نن بیا ځلي اړې شوې چې ماسکونه واغوندي.

نن د لومړي ځل لپاره د طلوع نیوز خبریاله بنفشه بینش تر سترګو پټ مخ، د تلوېزیون پر مخ راښکاره شوه.

دا او ټولې ښځینه همکارانې یې د طالبانو د حکومت د امر باالمعروف و نهی عن المنکر وزارت د حکم له مخې د تلوېزون پر مخ د ښکارېدو پر مهال د تورو ماسکونو اچولو ته اړې شوې دي.

بنفشه وايي، نن ورځ پرې ستونزمنه تېره شوه او د پخوا په څیر یې د مرکه کونکو سره خبرې نه شوې کولی.

هغې زیاته کړه: "د خپرونو د وړاندې کوونکو لپاره لویه ستونزه دا ده چې دوی د پیغام په لېږدولو کې له ستونزې سره مخ کېږي، ځکه چې د مخ غړي یې د پیغام په رسولو کې ډېره مرسته کوي، او کله چې مخ پټ شي، زما په اند دا د اورېدونکي او وینا کونکي ترمنځ پراخ واټن رامنځته کوي."

یوه ورځ وروسته له هغې چې د تلوېزیوني خپرونو ښځینه چلوونکې د تلوېزیون پر مخ له ماسک پرته راڅرګندې شوې، د طالبانو حکومت رسنیو ته یو نوی حکم صادر کړ، چې له مخې یې ښځې باید د خپرونو د د وړاندې کولو پر مهال له سترګو پرته خپل ټول مخ پټ کړي.

خو نن ورځ، د بنفشې نارینه همکارانو هم د دوی د ملاتړ په پار تور ماسکونه اچولې وو.

د طلوع نیوز د خبر د څانګې مدیر فهیم ځیرک له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې دوی دا کار له خپلو ښځینه همکارانو سره د همغږۍ ښودلو لپاره کړی دی.

هغه وویل: "موږ ټولو نن په غونډه کې ماسکونه اچولې وو ترڅو زموږ دخپرونو ښځینه همکارانې د یوازیتوب احساس ونه کړي. له تخنیکي پلوه زموږ 98٪ خپرونې په ژوندۍ بڼه دي، او زموږ یو پریزنټر د شاوخوا درې نیمو څخه تر څلورو ساعتونو پورې په ژوندۍ بڼه په خپرونه کې وي، له تخنیکي پلوه دا ډېره ستونزمنه ده، کله چې یو کس څلور ساعته له ماسک سره خبرې کوي."

موږ ونشو کولی په دې اړه د طالبانو تازه نظر ترلاسه کړو، خو ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې "دا یوه دیني مسئله ده چې د ښځو له کرامت او وقار ساتلو سره مرسته کوي" – هغه تعبیر چې د دیني عالمانو له نظر سره توپیر لري.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د یو فرمان په صادرولو سره حجاب اجباري وګرځولی.

په فرمان کې ښځو ته خبرداری ورکړل شوی، چې د سرغړونې په صورت کې به یې پلار او یا د کورنۍ تر ټولو نږدې نارینه غړی احضار کیږي او بالاخره د ستونزې په بیا بیا تکرار سره به بندي کېږي.

دغه حکم پراخ غبرګونونه پارولي دي.

په افغانستان کې د بشري حقونو او د افغان ښځو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري په خپل یو تازه ټویټ کې ویلي چې "د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په خبرو کې هغه ته ویلې چې "د ښځو او نجونو د حقونو ساتل او د زیامنو ټولنو او خلکو څخه ملاتړ له طالبانو سره د هر ډول پرمختګ لپاره اړین دي."


پرون هم د بشري حقونو د څار په سازمان کې د ښځو د برخې مشرې هیدر بار په یوه ټویټ کې وویل، چې د طالبانو له خوا له ټولنیز ژوند او ورځنیو فعالیتونو څخه د ښځو د ایستلو کمپاین په چټکۍ سره مخ په زیاتېدو دی.

XS
SM
MD
LG