د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۶

لوړپوړی طالب چارواکی: له ښځو د تعلیم اخیستل شوی حق باید ورکړل شي


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي، له افغان ښځو د تعلیم حق اخیستل شوی، دوی د ټولنې نیمایي برخه ده او باید د دا حق یې ورکړل شي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستنکزی، د حکومتولۍ په بېلابېلو برخو کې د طالبانو د حکومت له خوا شوي کارونه کافي نه بولي وايي، باید لا ډېر کار وشي.

ستانکزي نن په کابل کې د طالبانو د مخکیني مشر ملا اختر محمد منصور د شپږ تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په ځانګړي ډول د دوی د تعلیم په اړه هم خبرې وکړې.

نوموړي وویل، چې په افغانستان کې د ښځو د تعلیم حق نه دی ورکړل شوی.

هغه زیاته کړه: "د ښځو هغه شرعي حقوق چا نه دي ورکړي، د تعلیم حق چا نه دی ورکړی، په افغانستان کې تعلیم شته خو مېرمنو ته څوک حق نه ورکوي، ورکړه حقوق یې، دا ښځې به اسلام چېرته زده کوي خو په مدرسه او مکتب کې به زده کوي او دا د حکومت وظیفه ده، دا چې په یو ځای کې فساد وي د هغه مخه باید ونیول شي خو دا دې معنی نه لري چې د یوې ټولنې نیمه برخه ترې واړول شي، ښځې ته باید هغه حقوق ورکړل شي زموږ خدای او رسول او افغان دود ورکړي."


ستانکزي د ښځو د تعلیم ترڅنګ په حکومت کې په سیاسي، اقتصادي او نظامي چارو هم تندې نیوکې وکړې.

نوموړي وویل، په تېرو اتو میاشتو کې شوی کار کافي نه دی او ولس د زیات کار غوښتنه لري.

هغه دغه شان وویل، چې د روان وضیعت دوام ولس له حکومت لرې او دا د یو نظام لپاره موده رالنډوي.

دا لومړی ځل دی، چې یو طالب چارواکی په داسي صراحت په عمومي غونده کې د حکومت کړنې انتقادوي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو ورسته پر ښځو یو شمېر محدودیتونه ولګېدل چې دا محدودیتونه په کور دننه او بهر له پراغو غبرګونونو سره مخ شول.

په دې محدودیتونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو بندیدل هم شامل دي، چې لا هم تړلي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد په همدې غونډه کې د خپلو خبرو پر مهال له نړېوالې ټولنې غوښته وکړه، چې له افغانستان سره یو تعامل ته ورسېږي.

نوموړي وویل، امریکا دې خپلې کړې ژمنې له افغان ولس سره پوره کړي.

محمد یعقوب مجاهد
محمد یعقوب مجاهد

هغه وویل: "د سیمې او نړۍ هغه هېوادونو ته چې په افغانستان یې بندیزونه لګولي، د افغانستان لپاره توطیې جوړوي او نه پرېږدي چې دغه هېواد مخکې لاړ شي وایم، راشي میدان ته د افغانستان خلک له ځان څخه مه لرې کوئ، که امریکا ده، اروپا ده او که نور هېوادونه دي دوی باید له افغانستان سره خپل مفکوره چې شل کاله وړاندې یې درلوده بدله کړي."

ښاغلی مجاهد دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ له نهه میاشتو زیاته موده تېرېږي خو تر اوسه یو هېواد هم په رسمیت نه دي پېژندلي.

نړیوال له طالبانو غواړي، چې ټولګډونه حکومت رامنځه، بشري حقونه او په ځانګړي ډول د ښځو حقونو مراعات او له ترهګرو ډلو سره خپل اړیکې پرې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG