د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۸

دوحه کې طالب پلاوی: ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو او هلکانو پرمخ پرانېستل کېږي


آرشیف- قطر کې طالب پلاوی
آرشیف- قطر کې طالب پلاوی

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ پلاوي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اروپایي ټولنې له استازیو سره وکتل.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلسن تېره شپه په یو لړ ټویټونو کې څرګنده کړه، د زده کړو مساله د اجنډا له مهمو موضوعاتو څخه وه او طالبانو ژمنه وکړه چې د ۱۴۰۱ کال په وري میاشتې کې به د ټولو نجونو او هلکانو پر مخ منځني ښوونځي او لېسې پرانېستل شي.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلسن
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلسن

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې دوی له اروپایي ټولنې د زده کړو په برخه کې د همکارۍ هیله کړې ده.

طالبانو تردې مخکې د سلواغۍ په ۱۳مه په ګرمو سیمو کې د پوهنتونونو د پرانېستو لپاره او د کب اوومه په سړو سیمو کې د پوهنتونونو د پرانېستو لپاره اعلان کړی و، خو شرط یې دا ایښی و چې د هلکانو او نجونو ټولګي به سره بېل وي.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي په ټویټونو کې دا هم لیکلي دي چې د ښځینه فعالانو د تري تم کېدو او نیولو په برخه کې ژورې اندېښنې شته.

ښاغلي نېکلسن همدا راز څرګنده کړه، د ښځو او لږکیو د حقونو په اړه اندېښنې د طالبانو له پلاوي سره شریکې شوي.

د نېکلسن په وینا، اروپایي ټولنه له اړمنو افغانانو سره پر مرستو ټینګار کوي او د پنځه سوه یورو مرستو پر ژمنې ولاړه ده.

اروپایي ټولنې ویلي دي چې دا مرستې به د ملګرو ملتونو له لارې پر خوراکي موادو، روغتیا، زده کړو او د ژوند د لومړنیو اړتیاو په برخو کې ولګول شي.

د ښاغلي نېکلسن په وینا، د اروپایي ټولنې او طالبانو پلاوو سره ومنله چې مخامخ او انلاین خبرې به ادامه پیدا کړي.

د طالبانو له لوري د کابل له نیولو شپږ میاشتې تیرې شوي دي، خو تراوسه هېڅ هېواد دوی په رسمیت نه دي پېژندلي.

د طالبانو چارواکي تمه لري چې د بېلابېلو هېوادو له استازیو سره د دوی لیدنو کتنو دې ته لاره لنډه کړې ده چې په رسمیت وپېژندل شي.

XS
SM
MD
LG