د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

فرهاد دریا: طالبان د افغان نجونو له باسواده کېدو وېره لري


د افغانستان مشهوره سندرغاړى فرهاد دریا
د افغانستان مشهوره سندرغاړى فرهاد دریا

افغان مشهور سندرغاړی فرهاد دریا وايي، طالبان د نجونو او ښځو له باسواده کېدو وېره لري.

ښاغلي دریا ازادي راډیو سره په خبرو کې د دې ویرې لامل دا وښود، که دوی باسواده شي نو له کور بهر به، په بېلابېلو ټولنیزو فعالیتونو کې ښکېلې وي.

ښاغلي دریا وویل: "ځکه چې دوی په دېر هوسا ډول وکولای شي چې له نالوستو ښځو څخه سو استفاده وکړي، د کور په کونجونو کې یې تنور، نغري، اخلي پخلي او پاک کارۍ ته کېنوي، په پرله پسې ډول ماشومان ورته راوړي او په دې ډول ساه ویستلو ته وزګار نه شي او په هېواد کې د ژوند کولو شوق له سره وباسي، او په اسانۍ سره لکه له یو غلام چې استفاده کېږي، ورنه استفاده وشي."

خو د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت بیا دا خبره ردوي.

د دغه وزارت ویاند عزیز احمد ریان په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:" نه دا حقیقت نه لري، له اول نه تر شپږم ټولګي پورې ۲ اعشاره ۷ میلیونه نجونې ښوونځیو ته ځي او ۹۲ زره ښخینه ښوونکې ښوونځیو کې تدریس کوي، پوهنتونونه هم ټول ازادي دي."

د نوموړي په خبره، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د خلاصېدو په موضوع هم کار کېږي.

فرهاد دریا دا ادعا هم کوي، چې طالبان په افغانستان کې نجونې ښوونځیو ته نه پرېږدي خو خپلې لوڼې یې په نورو هېوادونو کې لوړې زده کړې کوي.

آرشیف: افغان نجونې ښوونځي ته د تګ پر مهال
آرشیف: افغان نجونې ښوونځي ته د تګ پر مهال

ښاغلی دریا دا خبرې داسې مهال کوي، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ هندۍ ورځپاڼې ده پرېنټ هم ورته یو ادعا کړې وه.

ورځپاڼې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر سهیل شاهین په ګډون د یو شمېر طالب چارواکو نومونه اخیستي وه او لیکي یې وه ،چې د دې چارواکو لوڼې له افغانستان بهر په نورو هېوادونو کې زده کړې کوي او پر نورو بېلابېلو فعالیتونو بوختې دي.

خو ښاغلي شاهین ازادي راډیو ته په یو لیکلي پیغام کې دا خبره رد کړې ده.

نوموړي لیکلي، سره له دې چې د اسلامي اصولو په رڼا کې تعلیم، د ښځو حق بولو، خو دا چې د اسلامي امارت د چارواکو لوڼې په پوهنتونونو کې په لوړو زده کړو بوختې دي، دا خبره حقیقت نه لري."

د یادونې ده، چې بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو حقونو ته درناوې او پاملرنه د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالو یو شرط دی، غه شرط چې دوی (طالبان ) یې لا په پوره کولو کې پاتې راغلي.

په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو اته میاشتې کېږي او په ټوله دې موده کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي.

د طالبانو دا کار په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونونه سره مخ شوی دى.

XS
SM
MD
LG