د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

د نجونو پر زده کړو د محدودیتونو دوام؛ ډنمارک يې پرانیستل غواړي


په کابل کې د نجونو يو ښوونځى-March 23, 2022
په کابل کې د نجونو يو ښوونځى-March 23, 2022

په افغانستان د نجونو د زده‌کړو د کمپاین په دوام، تازه د ډنمارک د کډوالو شورا له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو پر تړل کېدو اندېښنه ښودلې.

فرحناز د کابل له ښوونځیو په یوه کې د لسم ټولګې زده‌کوونکې ده.

خو اوس چې د ښوونیز کال له پیل ۲۴ ورځې تېرېږي، لا په کور کې ده. فرحناز وايي، ناهیلې شوې چې ګنې نوره بیا ښوونځي ته ولاړه شي.

هغې وویل: "بدبختانه زموږ ښوونځي پیل نه‌شول. زموږ برخلیک نا معلوم دی. وړاندې مې فکر کاوه چې یوه هیله شته، خو اوس هغه هیله هم زموږ په زړونو کې نه‌ده پاتې."

فرحناز وايي، زده‌کړه او کار د افغان نجونو او ښځو حق دی، هغه حق چې په خبره یې اوس ترې ډېرې افغان نجونې او ښځې محرومه کړل شوې دي.

د نوي ښوونیز د پیل په ورځ سره له دې چې هیله او ژمنه وه چې ټول ښوونځي به پرانستل شي، خو طالبانو له افغان نجونو دا حق واخست.

21.10.2020-ارزګان کې د نجونو ښوونځى
21.10.2020-ارزګان کې د نجونو ښوونځى

د افغانستان دننه او د باندې هره ورځ د نجونو د ښوونځیو د بیا پیل غوښتنه کېږي، خو طالبان پرې غوږ نه ګروي.

تازه تازه د ډنمارک د کډوالو شورا سرمنشۍ شارلوت سلنت فرانس پرس اژانس سره مرکه کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړل کېدل، ناراحته کوونکي بللي.

مېرمن سلنت ویلي: "موږ د نجونو د متوسطه ښوونځیو د تړل کېدو په اړه ناراحته یوو. زه فکر کوم د دې لپاره چې افغانستان پرمختګ وکړي، د دې هېواد ټولو منابعو ته ټول افغانان اړتیا لري. بله مهمه خبره دا ده چې موږ ښځو ته اړتیا لرو چې وشي کولای اقتصاد سره مرسته وکړي."

د ډنمارک د کډوالو شورا نړیوالې ټولنې ته په خطاب کې ویلي، هغه هېوادونه باید له یاده ونه ویستل شي چې مخکې جګړو ځپلي دي.

خو له دې غوښتنو سره سره، طالبان له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانستو په اړه هېڅ مثبته خبره نه کوي او دا پرېکړه د خپل مشر په امر پورې تړي.

طالبان هیڅ منطقي او مشروع دلیل هم نه وړاندې کوي چې وښيي د کوم لامل له امله یې، د نجونو ښوونځي تړلي.

XS
SM
MD
LG