د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۷

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت طالبانو ته: د نجونو ښوونځي پرانېزئ


ارشيف: د افغانستان په لويديځ کې د نجونو د يو ښوونځي انځور
ارشيف: د افغانستان په لويديځ کې د نجونو د يو ښوونځي انځور

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې له نړیوالې ټولنې سره د ښو اړیکو پاللو لپاره دې د افغان نجونو ښوونځي پرانیزي.

شپاړلس کلنه مروه د کندهار ولایت اوسېدونکې او د لسم ټولګي زده کوونکې ده.

دا وایي د ښوونځیو د تړل کېدو له امله د خپل راتلونکي لپاره اندېښمنه ده.

مروې ازادي راډیو ته وویل: “د طالبانو په راتګ سره زموږ ښوونځي تړل شوي دي، تعلیم د نارینه او ښځینه وو حق دی، زموږ غوښتنه دا ده چې طالبان دې بېرته د پخوا په شان زموږ ښوونځي پرانیزي.”

د طالبانو له لوري له شپږم ټولګیو پورته د نجونو د ښوونځیو د بندېدو د پرېکړې دوام په هېواد دننه او بهر پراخ غبرګونونه لرل او دا اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.

د ښځو د حقونو فعاله او او د ولسي جرګې پخوانې غړې صایمه خوږیاڼۍ هم اندېښنه لري او وایي چې د طالبانو له لوري د دې پرېکړې د عملي کېدو دوام به په راتلونکې کې د افغانستان لپاره نه جبرانېدونکی زیان ولري.

خوږياڼۍ وويل: “که نجونې له تعلیمه پاتې کېږي دا به ډېره سخته وي، هم يې د کورنۍ لپاره، هم د ټولنې لپاره ځکه که دوی بې سواده پاتې شي په راتلونکې کې د ټولنې د اوږو بار ګرځي.”

ارشیف: کندز کې د یوه ښوونځي انځور
ارشیف: کندز کې د یوه ښوونځي انځور

مېرمن خوږیاڼۍ هم له طالبانو غواړي چې ژر تر ژره دې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې له نړیوالو سره د ښو اړیکو لپاره د افغان نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

د دغه وزارت ویاند نید پرایس تېره شپه ناوخته د اپریل په ۱۴ په یوه خبري ناسته کې د یوې افغان خبریالې د پوښتنو په ځواب کې وویل چې طالبانو نه یوازې له نړیوالو سره بلکې په افغانستان دننه خلکو سره هم خپلې کړې ژمنې ماتې کړي دي.

نوموړي وویل: “موږ کاملا واضح وایو که د دوی دا پرېکړه لغوه نه شي او ژر بېرته وا نه خیستل شي، له طالبانو سره زموږ د تعامل او نه یوازې له متحده ایالاتو سره بلکې له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو اړیکو په برخه کې به جدي پایلې ولري.”

ښاغلي پرایس ټینګار وکړ، هېڅ هېواد نه شي کولای په بېلابېلو برخو کې بریالی شي چې نیمایي نفوس یې ښوونځي ته نه شي تللی.

طالبانو تازه د دغه امریکایي چارواکي د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو پرون چهارشنبه د طالبانو د پوهنې وزارت چارواکو ازادي راډیو ته وویل چې دوی لا هم د خپل مشرتابه حکم ته په تمه دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د روان لمریز کال د حمل میاشتې په دریمه نېټه د نوي ښوونیز کال په پیل کې ښوونځیو ته د نجونو د تګ پر مهال اعلان وکړ چې د زده کوونکو او ښځینه استادانو د لباس د طرحې لپاره به د مشرتابه تر بل حکم پورې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو زده کوونکو ښوونځي بند وي.

XS
SM
MD
LG