د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

طالبان: د نجونو ښوونځيو د پرانیستلو موضوع کې پرمختګ شوى


ارزګان کې د ښوونځي نجونې
ارزګان کې د ښوونځي نجونې

د طالبانو پر حکومت په کوردننه او بهر له ګڼو انتقادونو وروسته اوس د دوی د پوهنې وزارت وايي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په موضوع کې پرمختګ راغلی.

په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانېستل کېدو په تړاو د طالبانو پر حکومت په کور دننه او بهر له پراخو انتقادونو او په وار وار له دې غوښتنې ورسته چې ژر تر ژره دې دا ښوونځي پرانېزي، اوس د دوی د پوهنې وزارت وايي، په دې موضوع کې پرمختګ رامنځته شوی دی.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په دغې موضوع کې پرمختګ شوی دی، د ټول اسلامي امارت په سطحه په دې موضوع جدي کار کېږي، څو یو مناسب حل ورته پیدا شي، پرمختګ انشاءالله شوی دی."

طالبانو د کب په میاشت کې ژمنه کړې وه چې د ورې په درېیمه به د نجونو او هلکانو ښوونځي پرانېزي، خو په همدې ورځ ‌یې له شپږم ټولګي پورته نجونې پرې نه‌ښودې چې درسونو ته کېني.

ډېری دوی په ژړا او سرې سترګې بېرته کورونو ته ستنې شوې، چې مرکې او تصویرونه یې په رسنیو او خواله رسنیو کې خپرې شوې.

آرشیف: بادغیس کې د ښوونځي زده کوونکي
آرشیف: بادغیس کې د ښوونځي زده کوونکي

اوس چې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت بیا وايي، چې په دې برخه کې پرمختګ راغلی دا خبره په اسانه د خلکو زړونو ته نه لوېږي.

لیکوال او مخکې د پوهنې وزارت د نوي تعلیمي نصاب د جوړولو غړی محب زغم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "زه فکر کوم، چې دا هسې پلمې دي او د خلکو وخت ضایعه کول دي، هغه پلمې چې دوې یې راوړي د نجونو د ښوونځیو د نه خلاصولو په برخه کې هېڅ یوه یې هم د توجیح وړ نه ده او دا چې وايي."

طالبان څه باندې اته میاشتې مخکې پر افغانستان واکمن شول او له همغې ورځې راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو ښوونخي تړل دي او دوی ته ښوونځي ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

د طالبانو د پوهنې وزارت مخکې ویلي وه، چې له شپږم ټولګي پورته نجونو زده کوونکو د ښوونځي د بندېدو یو لامل د دوی د یونیفورم یاد کړی و، چې د دوی په خبره ده له اسلامي ارزښتونو او افغاني دودونو سره سم نه دی.

د یادونې ده، چې د بشري حقونو د څار ډلې د ښځو د برخې مشرې هیدر بار په دې ورستیو کې ازادي راډیو ته ویلي و، چې افغانستان په ټوله نړۍ کې یوازنی هېواد دی چې په‌کې نجونې ښوونځيو ته نه ځي.

XS
SM
MD
LG