د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

د حجاب طرحې په اړه د اندېښنو دوام؛ نړيوال غبرګونونه مخ په زياتېدو دي


د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو لپاره حجاب د جبري امر په توګه اعلان کړ.
د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو لپاره حجاب د جبري امر په توګه اعلان کړ.

په افغانستان کې د طالبانو له لوري د حجاب جبري کېدو طرحې ته په نړیواله کچه غبرګونونه مخ پر زیاتېدو دي، چې تازه د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتریش هم پر خپله ټویټر پاڼه په دې اړه اندېښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش ویلي، د طالبانو دا اعلان چې ښځې باید په عامه ځایونو کې خپل مخونه پټ کړي او له اړتیا پرته له کورونو ونه وځي سخت اندېښمن کړی دی.

ښاغلي ګوتیریش پر خپل ټویټر دغه شان له طالبانو غوښتي چې :"له افغان ښځو او نجونو سره پر خپلو ژمنو ودرېږي او د بشري حقونو د نړیوال قانون له مخې خپل مکلفیتونه عملي کړي."

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، د طالبانو وروستۍ پرېکړې سخت اندېښمن کړی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، د طالبانو وروستۍ پرېکړې سخت اندېښمن کړی.

په همدې حال کې د افغان مېرمنو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د حجاب د جبري کېدو په اړه د طالبانو دا طرحه ځپونکی او ظالمانه بللې ده.

نوموړې پر خپل تویټر لیکلي دي، چې طالبان د اقتصادي ناورین او د ټولشموله حکومت د اړتیا د حل لپاره د بدیل په توګه د ښځو او نجونو د زورولو سیاستونو ته دوام ورکوي.

اغلې امیر دغه شان لیکلي دي : " زه د افغانانو او نړیوالې ټولنې د هغو غوښتنو ملتیا کوم چې له مخې يې باید دا ظالمانه اقدامات پای ته ورسیږي، د نجونو ښوونځي دې بېرته پرانيستل شي او ښځو ته د کار او ژوند د بیا پیل جازه ورکړل شي."

د افغان مېرمنو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري
د افغان مېرمنو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورټر ریچارد بنیټ بیا په دې اړه پر خپل ټویټر لیکلي دي، چې د طالبانو له لوري د بشر حقونو دغه نقض باید پایلې ولري.

نوموړي لیکلي دي، چې طالبان ګام په ګام د افغان مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کوي، د دوی وروستۍ طرحه د زده کړو، کار او عامه ژوند حقوق ګواښي.

ښاغلي بینیټ له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې ده چې باید په دې اړه اقدام وکړي.

له دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولی، د بشري حقونو د څار سازمان او ځینو نورو نړیوالو بنسټونو او اشخاصو هم د طالبانو دا پرېکړه غندلې ده.

یوناما تېره ورځ ناوخته په یوه اعلامیه کې وویل چې د طالبانو دا پرېکړه له هغو ژمنو سره په ټکر کې ده چې طالب استازو له نړیوالې ټولنې سره کړې وې.

د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یوناما په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې ښايي دا پرېکړه د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ اړیکې لا نورې خرابې کړي.

د بشري حقونو د څار په نړیوال سازمان کې د ښځو د حقونو د برخې مرستیاله هیدر بار وړاندیز کړی، چې په دې اړه باید د ښځو د حقونو ملاتړي هېوادونه یو ګډ چلند خپل کړي.

د دې ترڅنګ د پاکستان د ملي شورا غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ پخواني غړي محسن داوړ پر خپل ټویټر لیکلي دي چې په افغانستان کې طالبان د ښځو پر وړاندې له وړاندې له داسې خنډونو سره لاس او ګریوان دی چې د نړۍ په نورو برخو کې يې تصور نه کیږي.

نوموړي د طالبانو د دغه طرحې پر بنسټ د ښځو په نښه کول د شرم وړ خبره بللې ده.

د طالبانو حکومت تېره ورځ د افغان میرمنو د حجاب د جبري کېدو طرحه اعلان کړه، چې له مخې به يې د سرغړونکو مېرمنو د کورنۍ مشر ته ان سزا هم ورکول کیږي.

د حجاب په اړه د طالبانو د فرمان يوه برخه
د حجاب په اړه د طالبانو د فرمان يوه برخه

د دغه طرحې پر بنسټ ټولې مسلمانې بالغې مېرمنې د حجاب په رعایت کولو مکلفې دي.

په دې طرحه کې چادري د حجاب تر ټولو ښه بڼه ښودل شوې او زیاتوي، هر ډول جامه چې بدن پټ کړي او چسپ نه‌ وي، حجاب ګڼل کېږي.

دغه شان په کې راغلي دي هغه مېرمنې چې په دولتي ادارو کې کار کوي او حجاب نه مراعتوي باید له دندو وویستل شي.

د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ نېږدې نهه میاشتې تېرېږي، خو په دې نهه میاشتو کې تر اوسه یو هېواد هم د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره د نړوالو یو مهم او اساسي شرط د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته درناوی دی.

XS
SM
MD
LG