د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

د حجاب اجباري طرحه؛ د بشري حقونو د څار سازمان د بېړنۍ غونډې د جوړولو وړانديز کړی


د طالبانو مشر امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت ته دنده سپارلې چې حجاب په جبري ډول پر ټولو افغان ښځو عملي کړي. 
د طالبانو مشر امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت ته دنده سپارلې چې حجاب په جبري ډول پر ټولو افغان ښځو عملي کړي. 

پر ښځو د حجاب د اجباري کولو په اړه د طالبانو تازه طرحې په افغانستان کې دننه او بهر د ګڼو کسانو عکس العملونه پارولي دي.

د بشري حقونو د څار په نړیوال سازمان کې د ښځو د حقونو د برخې مرستیالې هیدر بار په افغانستان کې پر ښځو د حجاب د اجباري کېدو په اړه د طالبانو د حکومت پر تازه سپارښتنو انتقاد وکړ.

نوموړي ويلي:"د طالبانو دا تازه فرمان د ښځو او نجونو له حقونو د طالبانو د جدي سرغړونو د لړۍ وروستی مورد دی. دا په بېړه د نړیوالې ټولنې ځوابي اقدام ته اړتیا پېښوي."

د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده په تازه فرمان کې د طالبانو امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت ته دنده سپارل شوې حجاب په جبري ډول پر ټولو افغان ښځو عملي کړي.

دغه وزارت د حجاب د جبري کېدو په اړه یوه طرحه هم جوړه کړې او په کې لیکل شوي: "د مسلمانو، اصیلو او بالغو ښځو لپاره حجاب رعایت کول فرض او ضروري دي."

د میدان ښار، پخوانۍ ښارواله ظریفه غفاري وايي، نه پوهېږي چې طالبانو ولې هرڅه یوازې د ښځو په ظاهري بڼې پورې محدود کړي دي.

نوموړې وايي:"زه خو نوره افغانستان کې د نننیو ملایانو دې مذهب ته حیرانه پاتې یم چې ولې جنت او دوزخ، عزت او بې عزتي، ننګ او بې ننګي، دین او بې دیني دغه راز اسلام او کفر ټول یوازې زموږ په پلو او کالیو پورې تړي؟ او که دا ټول ریښتیا موږ پورې تړلي وي، نو بیا دوی د څه بلا لپاره لا هم ژوند کوي؟ هرڅه خو موږ یو."

د ميدان وردګ پخوانۍ ښارواله ظريفه غفاري
د ميدان وردګ پخوانۍ ښارواله ظريفه غفاري

د بشري حقونو د څار په نړیوال سازمان کې د ښځو د حقونو د برخې مرستیاله هیدر بار وړاندیز کوي، په دې اړه باید د ښځو د حقونو ملاتړي هېوادونه یو ګډ چلند خپل کړي.

نوموړې ويلي:"د ښځو د حقونو ملاتړي هېوادونه باید یوه بېړنۍ غونډه راوبولي څو د ښځو او نجونو له حقونو د طالبانو د سرغړونو په وړاندې د مبارزې لپاره یوه ګډه تګلاره جوړه کړي. په دې تګلاره او پلان کې دې څارنه او مجازات شامل وي."

د طالبانو حکومت ويلي د ښځو لپاره تر ښه حجاب چادري ده.
د طالبانو حکومت ويلي د ښځو لپاره تر ښه حجاب چادري ده.

د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چې یو وخت د ښځو چارو وزارت و او پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو سره یې فعالیت پیل کړی، پر ښځو د حجاب د اجباري کولو طرحه په داسې حال کې تطبیقوي، چې د ډېرو په باور په افغانستان کې چې یوه دودیزه ټولنه ده له وړاندې ښځو حجاب رعایت کاوه.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ مشر وان برانت (Von Brandt) هم د طالبانو پر دغه فرمان انتقاد کړی او وايي د دې پرځای چې طالبان واقعي چلنجونو لکه خوړو، روغتیا، تعلیم او اقتصاد ته پام وکړي، د ښځو حجاب ورته مهم ښکاره شوی دی.

په افغانستان کې تر دې مخکې هم پر ښځو او نجونو یو لړ محدودیتونه لګول شوي، چې د سیمې او نړۍ په سطحه یې عکس العملونه پارولي دي.

ګڼې ښځې له دولتي ادارو له کار کولو منع شوي، نجونې تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه لري او ښځې له محرم پرته په الوتکو کې سفر نه شي کولی.

XS
SM
MD
LG