د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

ټلوېزيونونو کې پر ښځينه وياندويانو د نقاب جبري کېدو ته پراخ غبرګونونه ښودل شوي


کابل کې د طلوع خصوصي ټلوېزيون ويانده یلدا علی
کابل کې د طلوع خصوصي ټلوېزيون ويانده یلدا علی

پرون یو شمېر محلي ټلوېزیونونو تایید کړه چې د طالبانو مسولو چارواکو ورته ویلي چې ښځینه ویاندویانې یې باید پټ مخ خپرونې وړاندې کړي.

په افغانستان کې د یو شمېر خصوصي ټلویزیون ویاندویانې پرون د لومړي ځل لپاره داسې راڅرګندې شوې چې پر پوړني سربېره یې خوله او پوزه په ماسک یا نقاب باندې پټ کړي وو.

د ټلوېزیونونو مسولانو ویلي، طالبانو په شفاهي ډول ورته ویلي چې ویاندویانې یې باید د خپرونو پر مهال له سترګو پرته نور مخ پټ وساتي.

د طالبانو د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت دې پرېکړې پراخ غبرګونونه هم پارولي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مسولې او د افغانستان لپاره د دغه سازمان پخوانۍ څېړونکې هیدر بار په همدې تړاو خپل ټویټر کې لیکلي: " له عامه ژونده د ښځو د لرې کولو لپاره د طالبانو کمپاین په چټکۍ مخته روان دی".

د افغانستان د بشري حقونو پخوانې مشرې شهرزاد اکبر هم پر طالبانو نیوکه کړې او ویلي یې دي: " د شرم ځای دی چې نیم افغانان وږي ویده کیږي، هره ورځ له چاودنو، وژنو او ځان وژنو نه رنځ وړي، نړۍ ته مو د ګدایی لاس اوږد دی، خو د حاکمانو لومړیتوب زمونږ پر مخ، ویښتو او د ټیکري پر رنګ د محدودیتونو لګول دي."

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون پخوانۍ مشره شهر زاده اکبر
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون پخوانۍ مشره شهر زاده اکبر

له پرون راهیسې داسې غبرګونونه ډېر تر سترګو کیږي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې د دغې پرېکړې ننګه وکړه.

نوموړي وايي: "زمونږ هیله داده چې ټول افغانان او خویندې یې مراعات کړي، یو دیني امر دی، داسې امر دی چې د دوی او کورنیو له عفت او عزت سره یې مرسته کوي، دا کوم ګواښ نه دی، تاسو خبر یی چې څه موده وړاندې د کورونا وبا له کبله خلک مجبور و چې ماسک بند کړي، اوس که دیني امر هم همداسې وي، ستونزه یې څه ده؟"

خو خبریالانې امنه وردګ او عابده سپوږمۍ بیا د ښاغلي مجاهد خبرې قانع کوونکې نه بولي:

"د مجاهد دا خبره غلطه ده، مخکې چې کورونا ویروس هم و، ډېرو ویاندویانو په خلاص مخ خپرونې وړاندې کولې، دا ډول محدودیتونه د دې لپاره دي چې دوی اصلا د ښځو له حضور سره ستونزه لري"

"په اسلام کې د ښځې لاسونه، پښې او مخ عورت کې نه دي شامل، زما په نظر دا یوه پلمه ده چې ښځې ورو ورو له صحنې لرې کړای شي. دوی دې واضح ووایي چې ښځې دې په کور کښېني، د هیڅ شي حق نه لري، حتا د ژوند حق نه لري."

د طالبانو له واکمنۍ دادی څه باندې نهه میاشتې ووت، په دې موده کې پر دوی تل نړیوال او کورني بنسټونه او اشخاص نیوکه کوي چې د ښځو د فردي ازادیو مخه یې نیولې ده.

طالبانو بیا له دې وړاندې د حجاب موضوع کورنۍ او دودیزه بللې او ویلې یې دي، بهرنیان باید دې ډول چارو کې مداخله ونه کړي.

XS
SM
MD
LG