د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۱

د بښنې نړيوال سازمان: ښځينه وياندويانو ته د مخ پټولو امر بشري حقونو ته زيان اړوونکی دی


د طلوع خصوصي ټلوېزيون يوه ويانده
د طلوع خصوصي ټلوېزيون يوه ويانده

د بښني نړیوال سازمان وایي، طالبانو ډاډ ورکړی و چې د بشري حقونو درناوی به کوي خو اوس داسې ښکارې چې په میلیونونو ښځې او نجونې د دوی تر واکمنۍ لاندې په منظم ډول له تبعیض سره مخامخ دي.

د دې بنسټ له لورې په یوه ټویټ کې راغلې دي چې د ښځینه ویاندویانو د مخ پټولو امر، بشري حقونو ته سخت زیان دی.

د دې سازمان د جنوبي اسیا د برخې کمپاینره سمیرا حمیدي وایي، طالبانو بېرته د نولس سوه شپږ نویم کال کارونه پیل کړې دي او نړیواله ټولنه باید د افغان مېرمنو او نجونو غم وخوري.

دې ازادي راډیو ته وویل چې افغان میرمنو تل حجاب کړی دی.

نوموړي وويل: "هیڅ راز بې حجابي او خلاف‌ورزي د نجونو او ښځو له لورې په تېرو کلونو او لسیزو کې په افغانستان کې نه ده شوې. دا ډېر ناسم دلیل دی چې طالبان له هغې څخه استفاده کوي او پر ښځو او نجونو ډېر فشار راولي چې په دې ډول دوی له صحنې څخه لرې شي"

د بښنې نړيوال سازمان د جنوبي اسیا د برخې کمپاینره سمیرا حمیدي
د بښنې نړيوال سازمان د جنوبي اسیا د برخې کمپاینره سمیرا حمیدي

د بښنې د نړیوال سازمان له څرګندونو سره په یوه وخت په افغانستان کې د بشري حقونو او د افغان ښځو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري په ټویټر کې لیکلي دي چې طالبانو نارینه هم مجبوره کړل چې د دوی د فرمان پر ضد ودریږي.

د دې په وینا، دا د مړانې یوه بېلګه ده چې نارینه ویاندویانو له ښځو سره د خواخوږۍ او د هغوی د ملاتړ په پار ماسکونه وتړل.

اغلې امیري زیاتوي چې افغانستان داسې مشرۍ ته اړتیا لري.

د افغان ښځو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري
د افغان ښځو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري

د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې ښځینه خبریالانې مجبوره شوې چې مخونه پټ کړي او د دوی په ملاتړ یو شمېر نارینه ویاندویانو هم د خپرونو د وړاندې کولو پر مهال ماسکونه وتړل.

د بښنې نړیوال سازمان وایي چې نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره د دوی د دې ډول کارونو په خاطر حساب وکړي.

د خبریالانو د مخونو د پټولو د امر ترڅنګ له شپږم ټولګي پورته نجونې لاهم ښوونځیو ته د تګ اجازه نه‌لري، یوازې سفر نه‌شي کولی او پارکونو ته هم د نارینه او ښځینه و د تګ ورځې بېلې شوې دي.

طالبان وایي چې د اسلامي شریعت له مخې دا کارونه ترسره کوي خو نړیواله ټولنه ټینګار کوي چې له طالبانو سره به هغه وخت تعامل ته زړه ښه کړي چې دوی بشري حقونه په ځانګړي ډول د ښځو حقونه رعایت کړي.

XS
SM
MD
LG