د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۹

کابل کې یو ځل بیا د ښځو د حقونو د ټینګښت په هدف اعتراض وشو


ارشیف، کابل کې د کار، زده‌کړو او نورو حقونو د ترلاسه کولو لپاره د یو شمېر ښځو اعتراض
ارشیف، کابل کې د کار، زده‌کړو او نورو حقونو د ترلاسه کولو لپاره د یو شمېر ښځو اعتراض

د کابل په خیرخانې سیمه کې د مریم عالي لېسې مخ ته د یو شمېر افغان ښځو او نجونو اعتراض.

دوی چې شمېر یې له ۲۰ زیات نه‌و د "افغان مبارزو ښځو خود جوشه حرکت" په نوم د اعتراض په ترڅ کې د ښځو د حقونو، په ځانګړي ډول دوی ته د تعلیم او کار په برخه کې د عدالت د ټینګېدو غوښتنه وکړه.

دغه اعتراض کوونکې وايي، هدف‌یې د نجونو د ښوونځیو د بند ساتلو، پرته له زده‌کړو د نجونو ټولګیو ته ارتقا ورکولو او د ښځو پر وړاندې د کار د ستونزو پر وړاندې اعتراض دی.

دوی د سې شنبې د ورځې «۱۴۰۰ کال د لیندۍ ۰۹» په دې اعتراض کې په کابل کې وویل چې له زده‌کړو پرته له ښوونځیو څخه د نجونو فارغېدل کاذبه ارتقا ده.

د دې اعتراض مشرې وحیده امیري ازادي راډيو ته وویل: "زموږ د اعتراض هدف د نجونو د تعلیم خبره ده، موږ څو ځلې اعتراضونه کړي او دا مو په ټینګار سره ویلي چې د نجونو د ښوونځیو دروازې خلاصې کړئ، ښوونه او روزنه مه‌سیاسي کوئ، موږ د یولسم او دولسم ټولګي له زده‌کوونکو سره خبرې وکړې هغوی وايي چې موږ د دروغو ارتقا نه‌منو."

ارشیف، د افغانستان لوګر ولایت کې د نجونو د یوه ښوونځي ټولګی
ارشیف، د افغانستان لوګر ولایت کې د نجونو د یوه ښوونځي ټولګی

له دې وړاندې د طالبانو د پوهنې وزارت ویلي و، هغه نجونې چې په دولسم ټولکي کې دي له ازموینې پرته به له ښوونځیو فارغه شي.

اعتراض کوونکو دغه‌شان له طالبانو غوښتنه وکړه چې نور دې ښځو ته ستونزې نه‌جوړوي او اجازه دې ورکړي چې د خپل راتلونکي لپاره کار وکړي.

دوی د خپل اعتراض په پای کې یو ۱۲ ماده‌ییز پرېکړه‌لیک هم خپور کړ چې په ټولو اسلامي او عصري تعلیم، لوړو زده‌کړو او دولتي او نا دولتي ادارو کې نارینه‌وو سره د مساوي حقونو په برخه کې د ښځو د مشارکت او تصمیم نیونې په اړه په‌کې ټینګار شوی دی.

خو د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي بیا وايي چې دوی د ښځو د تعلیم مخالف نه‌دي.

ښاغلی کریمي وايي: "د افغانستان اسلامي امارت د مېرمنو په برخه کې د تعلیم مخالفت نه‌دی کړی او نه‌یې کوي، بلکې مېرمنو ته به د اسلام په رڼا کې د تعلیم اجازه ورکړل شي، موږ هیله لرو چې په خپله ټولنه کې پوه او د علم په ګاڼه سمبال کسان ولرو، په دې برخه کې باید مېرمنې حوصله ولري ترڅو ورته سم چاپېریال رامنځته او دوی په‌کې خوندي وي، کله چې دوی د فکر او فزیکي اړخ له‌خوا خوندي وي، نو بیا د تعلیم په برخه کې به هېڅ ستونزه نه‌لري."

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي
د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي

ښاغلی کریمي وايي چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د نجونو ښوونځي پرانیستل شوي دي او دا لړۍ به دوام وکړي.

د طالبانو له راتګ وروسته د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار ترڅنګ پر نورو فعالیتونو هم محدودیتونه ولګول شول چې دغې چارې نړیوال غبرګونونه راوپارول او نړۍ بیا په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو ټینګښت له طالبانو سره د ښو اړیکو یو شرط هم یاد کړ.

خو له دې سره هم‌مهاله په یو شمېر ولایتونو کې د نجونو ځیني لومړني او منځني ښوونځي بېرته پرانیستل شوي او یو شمېر ښوونکي هم خپلو دندو ته ځي.

XS
SM
MD
LG