د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

د ژغورنې نړیواله کمېټه: ۳،۱ ملیون افغان ماشومان د خوارځواکۍ شدید ګواښ سره مخ دي


په خوارځواکۍ یو شمېر اخته افغان ماشومان
په خوارځواکۍ یو شمېر اخته افغان ماشومان

د ژغورنې نړیواله کمېټه (IRC) وایي چې ۳،۱ ملیون ماشومان په افغانستان کې د خوارځواکۍ له شدید ګواښ سره مخ دي.

د دغې کمېټې مشر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، "نږدې ټول هغه افغانان چې په دې وروستیو اوونیو کې د «IRC» کلینیکونو ته ځي، هغه ښځې دي چې خپل خوارځواکه ماشومان د بېړنیو روغتیایي پالنو لپاره راوړي".

دغې کمېټې د نړیوالو مرستو ځنډول، د افغانستان د زېرمو کنګلول او د کورنیو بې‌ځایه شویو د کچې زیاتېدل د دغه هېواد د اقتصادي کړکېچ لاملونه بولي او خبرداری ورکوي چې که بېړني اقدامات ونه‌شي په دغه هېواد کې به انساني ناورین رامنځته شي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې عمومي مشر ډېوېډ میلي‌بند د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لیندۍ ۰۳» وایي: "د دولت بودجې ته د مرستو ځنډول، د شتمنیو او زېرمو بندول او پر بندیزونو د ډاډ نشتوالي اقتصادي وضعیت له کړکېچ سره مخ کړی دی."

دغه کمېټه وايي په خپل دې راپور کې وايي چې دوی باید د هغه هېواد لپاره چې ۳،۱ ملیون ماشومان په‌کې د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي، د قحطۍ او نیستۍ د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

په خوارځواکۍ یو اخته افغان ماشوم
په خوارځواکۍ یو اخته افغان ماشوم

یو له قحطۍ، نیستۍ او بې‌ځایه کېدو ځپلو میندو کندهارۍ نرګس ده چې له ګڼې ګوڼې او د یتیمو ماشومانو سرپرسته ده او بې‌وزلي یې ژوند ورتریخ کړی دی.

نرګس د خلکو په کورونو کې جامې مینځي چې وکړای شي خپلو وړو ماشومانو او یتیمو ورېرو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

دا مېرمن اوس د وروستیو جګړو له امله له خپلې مېنې بې‌ځایه شوې او د بې‌ځایه شویو په یو کمپ کې اوسېږي.

نرګس وايي: "زه خو نوره له دې ژونده تېره یم، نور له خدایه دا ژوند نه‌غواړم، په کور کې مې واړه ماشومان دي، د ګټې وټې کس نه‌لرم، درې مې د زوی ماشومان دي، درې یتیم ماشومان مې د ورور راته پاتې دي او شپږ مې خپل ماشومان دي، په دې کار به زما څه وشي؟ کله د یو کور ته ولاړه شم جامې یې ومینځم کله د بل، سم کور او ژوند مو و، خو بې‌ځایه شوو."

نرګس چې د ژوند دې سختو حالتو ستړې کړې ازادي راډیو سره‌یې د خبرو پر مهال د اوښکو په تویولو وویل چې له نړیوالو د بېړنیو مرستو غوښتونکې ده.

د نرګس کیسه د ګڼو هغو افغان مېرمنو د ژوند بېلګه ده چې په دې وروستیو کې پر ټول افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته حالاتو سره لاس او ګرېوان دي.

د یوې بې‌وزله بې‌ځایه شوې کورنۍ یو ماشوم
د یوې بې‌وزله بې‌ځایه شوې کورنۍ یو ماشوم

له دې سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا مشره ایزابل موسارد کارلسن وایي د پام وړ شمېر ښځې نارینه او ماشومان په افغانستان کې د نا امنیو، وچکالۍ او بې‌وزلیو له امله له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي او که‌یې په اړه بېړني اقدامات ونه‌شي بشري مرستو ته به‌یې اړتیاوې لا زیاتې شي.

له دې مخکې طالب ویاندویانو ویلي و چې نړیوال باید د مرستو بهیر سیاسي نه‌کړي او باید اړمنو خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

یونېسف هم تېره میاشت خبرداری ورکړی و چې که افغانستان ته بشري مرستې ونه‌رسېږي په دغه هېواد کې به بشري ناورین رامنځته شي چې ډېری قربانیان به‌یې ماشومان وي.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) هم یوه میاشت وړاندې ویلي و چې دا مهال نږدې ۲۳ ملیونه افغانان له لوږې سره مخ دي او افغانستان دا مهال د نړۍ له تر ټولو بد بشري کړکېچ سره مخ دی، هغه شمېرې چې ای ار سي یا د ژغورنې نړیوالې کمېټې هم په خپل تازه راپور کې پرې ټینګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG