د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

د ماشوم نړیواله ورځ؛ یونېسف: ۱۴ میلیونه افغان ماشومان وږي دي، ورځ یې نه نمانځو


کابل کې افغان ماشومان
کابل کې افغان ماشومان

نن د نوومبر شلمه د ماشوم نړیواله ورځ ده. په ټوله نړۍ کې دا ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له سختې لوږې کړېږي.

د ملګرو ملتونو اړوند د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق یا یونېسف خبرداری ورکوي چې که نړیوال مرستندویان مرستې ونه کړي، نو ښايي یو میلیون افغان ماشومان د سختې خوارځواکۍ له کبله مړه شي.

یونېسف پر خپل ټویټر په یوه معلوماتي ویډیو کې پر افغان ماشومانو راغلی حالت بیانوي او وايي، دا ورځ ځکه نه نمانځي چې ۱۴ میلیونه افغان ماشومان وږي دي او له خوار ځواکۍ کړېږي، ۱،۱ میلیونه د ژورې خوارځواکۍ له کبله د مړینې له خطر سره مخامخ دي، افغانستان وچکالۍ ځپلی، د لوړو صنفونو نجونې له تعلیمه بې برخې دي او کورنۍ د بقا لپاره هڅه کوي.

یونېسف وايي، که څه هم افغانستان کې فعاله ده او ماشومانو ته د مرستو د رسولو هڅه کوي، خو په عین حال کې خبرداری ورکوي چې ژمی را رسېدلی او یو ناورین له ورایه د څرګندېدو په حال کې دی.

د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق وايي چې د تېر وچ ژمي له کبله د وچکالۍ، د ځمکو د کمزورو حاصلاتو او د غذايي بې امنیتۍ له کبله افغان ماشومان کافي خواړه نه لري.

یونېسف په تېر اکتوبر میاشت کې د افغانستان د بشري ناورین په اړه په خپل راپور کې اټکل کړی و چې له نوومبر میاشتې د بل میلادي کال تر مارچ میاشتې پورې به په افغانستان کې د غذايي بې امنیتۍ وضعیت تر دې هم خراب شي.

په راپور کې راغلي دي چې له پنځو کلونو کم عمره شااوخوا ۳۰ زره ماشومان د سختې خوارځواکۍ له کبله رنځوران دي.

د ملګرو ملتونو دې اړوندې ادارې په روان کال کې له افغان ماشومانو سره د مرستې لپاره د نژدې ۱۹۲ میلیونه ډالره بسپنې غوښتنه کړې وه.

یونېسف پرون د ماشوم د نړیوالې ورځې په درشل کې اعلان وکړ چې سږکال دا ورځ د افغان ماشومانو د ناوړه وضعیت په خاطر نه نمانځي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مشرې ویلي چې ۲۳ میلیونه افغانانو ته ورځني لازم خواړه نه رسېږي.

مري ایلین مک ګرووارتي پرون پر ټویټر په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: "۲۰۲۱ میلادي کال د افغانستان د خلکو لپاره له مصیبتونو ډک کال و. وچکالي یې په تېرو ۳۰ کلونو کې ساری نه لاره. د جګړو له کبله له اګسټ میاشتې مخکې په ټول هېواد کې شااوخوا ۶ لکه کسان بې ځایه شول او له اګسټ وروسته اقتصادي سقوط راغی. دا د دې باعث شو چې په ټول افغانستان کې تقریباً ۲۳ میلیونه خلک ونه شي کولای چې په ورځ کې یو قاب سم خواړه ترلاسه کړي."

د اقتصادي سقوط په نتیجه کې د احتمالي بشري ناورین یادونه د سره صلیب د نړيوالې کمیټې مشر پیتر ماوریر هم پرون د لړم په ۲۸مه نېټه وکړه.

ښاغلي ماورېر اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس ته وویل، افغانستان کې د بشري بحران نښې په راڅرګندېدو دي او مرستندویې موسسې ان ډاکټرانو، نرسانو او په ساحه کې خپلو کار کوونکو ته د معاشونو د ورکولو لاره نه لري.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG