د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۲

یونېسف سږ کال په افغانستان کې د ماشوم نړیواله ورځ نه‌نمانځي


د افغانستان یو ښوونځی چې د یونېسف له‌خوا یې ملاتړ کېده
د افغانستان یو ښوونځی چې د یونېسف له‌خوا یې ملاتړ کېده

د ملګرو ملتونو د ماشومانو نړیوال صندوق (یونېسف ) وايي، سږ کال په افغانستان کې د ماشوم نړیواله ورځ نه‌نمانځي.

دغې ادارې په یوې اعلامیه کې ویلي چې سږ کال د افغان ماشومانو لپاره دغه ورځ توره ده.

د ماشوم نړیواله ورځ په داسې حال کې رارسېږي چې په افغانستان کې له یو ملیون زیات ماشومان له سختې قحطۍ سره مخ دي.

دې ادارې ویلي چې سره له ننه‌يې د راتلونکو ۲۴ ساعتونو لپاره د خپلو ټولو ټولنیزو پاڼو پروفایلونه تور او خپل ډیجیټلي فعالیتونه درولي او په دې سره به دا وښيي چې په افغانستان کې ماشومان له هر بل وخته په ناورین کې دي.

یونېسف ویلي، له ۱۴ ملیونو زیات ماشومان په افغانستان کې کافي خوړو ته لاسرسی نه‌لري او نه‌پوهېږي چې راتلونکی به‌یې څنګه کېږي.

یونېسف خبرداری ورکوي چې که د افغان ماشومانو د لاسنیوي لپاره نړیوال لاس په کار نه‌شي لیرې نه‌ده چې د شري ناروغۍ ترڅنګ کافي خوړو ته نه‌لاسرسی دغه برخه له بشري ناورین سره مخ کړي.

له دې ورهاخوا په افغانستان کې بیا تعلیم ته د ماشومانو نه‌لاسرسی بله جدي ننګونه ده.

ارشیف، ننګرهار کې ښوونځي ته یو شمېر لېواله ماشومان چې د ټولګي تخته او د ښوونکي لپاره چوکۍ هم له ځانه سره وړي.
ارشیف، ننګرهار کې ښوونځي ته یو شمېر لېواله ماشومان چې د ټولګي تخته او د ښوونکي لپاره چوکۍ هم له ځانه سره وړي.

یونېسف دغه‌شان ټینګار کوي چې ټول افغان ماشومانو ته باید د خپل روښانه راتلونکې لپاره د ښوونځیو دروازې خلاصې شي.

اقبال سراج چې د شپږو لورګانو پلار دی وايي، له تېر یو کال راهیسې یې اولادونه د تعلیم په برخه کې له نامعلوم برخیلک سره مخ دي.

هغه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "د تعلیم په برخه کې اندېښنې له پخوا زیاتې شوې دي، اوس لپاره چې زده‌کوونکي د شپږم ټولکي پورې ځي ښه خبره ده، خو له دې پورته بیا حالت نا معلوم دی، زه د خپلو اولادونو نه پیلوم، زما لورګانې له یو کال راهیسې ښوونځي ته نه‌ځي او اوس له یو بې‌برخلیک حالت سره مخ دي."

سراج په نړیوالې ټولنې غږ کوي چې د افغان ماشومانو د ژغورنې لپاره باید جدي ګامونه پورته کړي.

په ورته وخت کې د طالبانو د قطر سیاسي دفتر غړی او په ملګرو ملتونو کې د دوی د استازولۍ لپاره نوماند سهیل شاهین بیا ویلي چې دوی د نجونو او هلکانو تعلیم ته ژمن دي.

هغه په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې ټول افغان وګړو ته به د اسلام په رڼا کې له ابتدایي تر لوړو زده‌کړو پورې یو شان د تعلیم حق ورکول کېږي.

د طالبانو د قطر سیاسي دفتر غړی او په ملګرو ملتونو کې د دوی د استازولۍ لپاره نوماند سهیل شاهین
د طالبانو د قطر سیاسي دفتر غړی او په ملګرو ملتونو کې د دوی د استازولۍ لپاره نوماند سهیل شاهین

دا په داسې حال کې ده چې سبا د نومبر ۲۰مه د ماشومانو نړیواله ورځ ده.

دغه ورځ په داسې حال کې رارسېږي چې په افغانستان کې جمهوري نظام ړنګ او پر ځای یې طالبان واکمن شوي دي.

XS
SM
MD
LG