د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

طالبان: د افغان ماشومانو وضعیت دومره بد نه‌دی څومره یې چې نړیوال تبلیغوي


ارشیف، افغان ماشومان
ارشیف، افغان ماشومان

په داسې حال کې چې نړۍ نن د ماشومانو ورځ نمانځي د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونېسف ویلي، سږ دا ورځ د افغان ماشومانو لپاره توره ده او نه یې نمانځي.

یونېسف دا ورځ ځکه افغان ماشومانو ته توره ګنلې چې په خبره یې سږ په افغانستان کې نېږدې ۱۴ میلیونه ماشومان لازمو خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري او له یو میلیونو زیات د قحطۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.

خو په افغانستان کې واکمن د طالبانو حکومت وايي، وضعیت دومره هم ترینګلی نه دی چې دغه سازمانونه یې تصویر خپروي او که ستونزې ډېرېږي هم، مسووله یې نړیواله ټولنه ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "وضعیت دومره بد نه دی لکه څومره یې چې نړیوال ادارې تبلیغوي، په افغانستان کې جګړه له ډېرې مودې راهیسې روانه ده او خلک ستونزې لري چې خوارځواکي یې هم یوه برخه ده، خو اوس هم که ستونزې ډېرېږي مسوولیت یې د نړیوالې ټولنې په غاړه دی، ځکه د دوی هغه بشري بنسټونه او د حقوقو مدعیانو تراوسه داسې مؤثرغږ نه دی پورته کړی چې له افغان ماشومانو سره دې مرسته وشي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

ښاغلی مجاهد وايي، برعکس د مرستو پرځای د افغانانو پانګې کنګل شوي او تر فشارونو لاندې دي .

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ملګروملتونو سازمان او د خوړو نړیوال سازمان په وار-وار په افغانستان کې د مخ پر زیاتېدونکې لوږې له امله اندېښنه ښودلې او نړیوال یې مرستو ته رابللي دي.

په دې لړ کې یو اندازه بشري مرستې دغه هېواد ته رسېدلې هم دي خو ویل کېږي چې بسنه نه کوي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونېسف پرون په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ۲۴ ساعتونو لپاره د خپلو ټولو ټولنیزو پاڼو پروفایلونه تور او خپل ډیجیټلي فعالیتونه دروي او په دې سره به دا وښيي چې په افغانستان کې ماشومان له هر بل وخته په ناورین کې دي.

یونېسف یو ځل بیا، خبرداری ورکړی که نړیوال د افغان ماشومانو د لاسنیوي لپاره لاس په کار نه شي، لېرې نه ده چې د شري ناروغۍ ترڅنګ کافي خوړو ته نه لاس رسۍ بشري ناورین رامنځته کړي.

په ورته وخت کې د ماشومانو د حقونو فعال محب زغم هم وايي، په افغانستان کې په ټوله کې د خلکو وضعیت او په ځانګړي ډول د ماشومانو هغه اندېښمنونکی دی.

ښاغلی زغم بیا د یاد وضعیت مسوول حاکم نظام یادوي: "دا چې مسوولیت یې چاته ور ګرځي ښکاره خبره ده چې هر دولت هر حکومت د خپل ملت د هوساینې مسوولیت لري او هرحکومت دا مسوولیت لري چې خپلو خلکو ته خدمتونه او د ژوند امکانات برابر کړي، نو څوک چې د حکومت واګې په لاس کې لري همدوی د دې هر څه مسوول دي."

د ماشومانو د حقونو فعال محب زغم
د ماشومانو د حقونو فعال محب زغم

خو ښاغلی زغم دا هم وايي چې په افغانستان کې په تېرو څلوېښتو کلونو کې هم د ماشومانو ژوند ته چندانې پام نه و شوی چې لامل یې په دغه هېواد کې دوامداره جګړه او اقتصادي وې.

د یادونې وړ ده چې مخکې تردې، د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، اټکل کېږي چې سږ کال په افغانستان کې تر دوه میلیونه او دوه لکه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته شي چې د دغه سازمان په خبره، له دې شمېر یو میلیون ماشومان د مړینې له خطر سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG