د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

پر ټولنیزو رسنیو نوې وېډیو: د طالبانو له لوري له یوې ښځې نامشروع غوښتنه 'دروغ' دي


ارشیف-انځور تزئیني بڼه لري.
ارشیف-انځور تزئیني بڼه لري.

طالب چارواکي وايي، کومه وېډیو چې دوه ورځې مخکې په ټولنیزو رسنیو خپره شوه او یوې ښځې په‌کې ادعا کړې وه چې د کابل د ۱۱مې امنیتي حوزې د کسانو له‌خوا وهل شوې او نامشروع غوښتنه ترې شوې، دروغ ده.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لړم ۲۳» ازادي راډیو ته وویل، د دوی څېړنو وښوده چې دا وېډیو دروغ او بهر ته د وتلو لپاره د لارې جوړونې په مقصد جوړه شوې ده.

د ښاغلي مجاهد اشاره هغې وېډیو ته ده چې د جمعې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه او یوې ښځې په‌کې ادعا کړې وه چې د طالبانو د ۱۱مې حوزې امنیتي کسانو وهلې او رټلې ده.

دغې ښځې د ثبوت لپاره په خپله وېډيو کې د ځان ټپونه هم ښودلي و او ویلي و: "کله‌یې چې زه حوزې ته یوړم، ډېر بحث‌یې را سره وکړ. ډېر بد چلند یې راسره وکړ. د ۱۱مې حوزې جنايي مدیر له ما غیر مشروع غوښتنه وکړه او کله چې ما رد کړه، ویې‌وهلم."

نوموړې په خپله وېډيو کې دا هم ویلي و چې ورور یې د مخکېني جمهوري نظام پوځي و او طالبانو یې په دې پلمه د کور دروازه وټکوله چې له هغې سره شته وسله وروسپاري.

ښاغلی مجاهد وايي: "پلټنه وشوه او له پلټنې وروسته دغه ښځه پیدا شوه، اصلي واقعه دا ده چې ښځه خاوند وهلې وه، بیا خپلې کومې خپلوانې کره ورغلې وه، خپلوانې ورته ویلي دې موضوع نه به درته وېډیو وکړم، کېس به درته جوړ کړم بهر ووځه، بیا یې ترېنه دغه وېډیو کړې وه چې مجاهدیتو باندې یې تور پورې کړی و."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د دغې وېډیو په اړه د کابل د ۱۱مې امنیتي حوزې جنايي امر مولوي اسحق هم ټولنیزو رسنیو کې څرګندونې کړې وې او دا ادعا یې رد کړې وه چې ښاغلی مجاهد د نوموړي هویت تأییدوي.

په دغې وېډيو یو شمېر رسنیو راپورونه هم کړي وو.

خو د شنبې په ورځ او له لومړۍ وېډیو دوه ورځې وروسته د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د دوی په وینا د دغې ښځې بله وېډیو هم خپره کړې چې په څېړنیو کې یې په خپلو درواغو اعتراف کړی او له طالبانو یې بخښنه غوښتې.

دغې ښځې ویلي چې وېډیو یې د نورو په لمسون او ګواښ بهر ته د کېس جوړولو په هدف کړې وه.

دا وايي: "زه‌یې وګواښلم ویل داسې مه‌وایه چې خاوند مې وهلې یم، ووایه زه اماراتو جلب کړې وم، ۱۱مه حوزه کې وهل شوې ډبول شوې یم، زه تاته یو کېس جوړوم، دې ماته دا ونه‌ویل چې دا زه په فېس‌بوکونو کې خپروم، ویل یوازې یو کس ته‌یې لېږم، زه له خپل کار پښېمانه یم، زه د خپل دې کار له امله له اماراتو بخښنه غواړم."

خو دا یې نه‌دي ویلي چې څه ډول ګواښ.

خو توپیر دا دی چې په لومړۍ وېډیو کې ښځه حجاب لري او یوازې سترګې یې ښکاري، خو په دوهمه وېډيو کې یې ټول مخ ښکاري.

د ټولنیزو رسنیو ډېریو کاروونکو دا تبصره هم کړې چې دا دواړه وېډیوګانې د یوې ښځې نه‌دي، خو ازادي راډیو ته د دې خبرې معلوملول ستونزمن و.

په دوهمه وېډیو کې د دغې ښځې له خاوند سره هم خبرې شوي، ده ویلي ښځه‌یې مخکې له دې وېډیو د یوې کورنۍ ستونزې له امله وهلې وه او پر ځان‌یې ټپونه هم د هماغې وهلو ټکولو له امله دي.

دغه‌شان د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له‌خوا په تازه خپره شوې وېډیو کې له هغه چا سره هم خبرې شوي چې لومړنۍ وېډیو یې رسنیزه کړې ده.

ارشیف، کابل ښار کې یو شمېر وسله‌وال طالبان
ارشیف، کابل ښار کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

دا هم چې یوه ښځه ده، له خپل عمل پښېماني ښکاره کوي او وايي: "دا چې دا وېډیو ولې ما خپره کړې، دې ښځې چې هغه مهال هر څه ماته وویل ما هغه ومنل، خو وروسته پوه شوم چې دا حقیقت نه‌لري، دا خبرې رښتینې نه‌وې، زه له اماراتو بخښنه غواړم، دومره کسان‌یې چې عفوه کړل ویې‌بخښل، قوماندانان او نور، هیله ده موږ هم دا چې ښځې یو عغوه کړي."

دا چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت له‌خوا به دا څېړنې او وېډیو له یادو کسانو د فشار په ترڅ کې اخیستل شوې وي او که نه له فشار پرته، د دې خبرې معلومول هم ستونزمن دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې وېډیو د کوم فشار په ترڅ کې نه‌ده اخیستل شوې، بلکې ادعا څېړل شوې او ادعا کوونکې او ملګرو یې اعتراف کړی چې دروغ‌یې ویلي او په خپل عمل‌یې پښېماني ښودلې ده.

XS
SM
MD
LG