د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۴

د افغانو ښځینه لاریون کوونکو نیول؛ د طالبانو په لیکو کې د مېرمنو په نشتون نیوکې


طالبان
طالبان

په افغانستان د طالبانو له بشپړۍ واکمنۍ وروسته په بېلابېلو سیمو په ځانګړي ډول پلازمېنه کابل کې یو شمېر مېرمنو وخت ناوخت د کار ډوډۍ او ازادۍ په شعارونو سره لاریونونه او اعتراضونه وکړل.

خو اوس د دغه اعتراض کوونکو له ډلې يې یو شمېر نیول شوي دي.

د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو نړیوالو بنسټونو دا د طالبانو کار بللی خو طالبانو لا هم په دې اړه کوم رسمي دریځ نه دی ښودلی.

د دغه مېرمنو د نیولو کیسه د تمنا زریاب له هغه ویډیو وروسته رابرسیره شوه چې د نوموړې په وینا طالبان يې د شپې له لورې د کور تر وره ورغلل او د دې او د خور د نیولو هڅه يې وکړه.

تمنا زریاب
تمنا زریاب

خو لا هم د نیول شویو اعتراض کوونکو مېرمنو د برخلیک په اړه معلومات نه شته.

د طالبانو حکومت د نړیوالو بنسټونو له سختو انتقادونو سره سره تر دې دمه د ورکو مېرمنو د ځای په اړه معلومات نه دي ورکړي او په ځینو مواردو کې یې ان د دوی نیول رد کړي دي.

خو انتقاد کوونکو دا ځل د طالبانو د شعار او عمل ترمنځ توپیر په نښه کړی دی.

یو شمېر افغان مېرمنې وايي، طالبانو د دغه مېرمنو د نیولو او بندي کولو په برخه کې د هغه ادعاګانو په خلاف عمل کړی چې دوی يې اسلامي او شرعي اصولو ته ژمنتیا بولي.

دوی وايي، د طالبانو حکومت په نظامي تشکیلاتو کې هېڅ مېرمنې نه لري او په زندانانو کې په دنده اخته مېرمنې هم بېرته خپلو دندو ته نه دي ګرځېدلي خو طالبان بیا هم مېرمنې نیسي او په زندانونو کې يې اچوي او د دوی د ادعاګانو په اړه هم څه نه وايي.

د افغانستان د مېرمنو د یوالي ټولنې غړې فوزیه وحدت وايي حق غوښتنه جرم نه دی او ښځې اړې دي چې د طالبانو له لوري د لګېدلو محدودیتونو په وړاندې چې د ښځو ژوند يې تریخ کړی غږ پورته کړي.

اغلې وحدت وایي:" یوه ښځه نیسئ، په کوم شکل؟ په داسې حال کې چې تاسې نه د ښځو ځانګړی محبس لرئ، نه ښځینه پولیسه لرئ، نه په زندانونو کې کارکوونکې میرمنې ، تاسې نیول شوې مېرمنې چرته وړئ؟ زه له تاسې دا پوښتنه کوم، څه شو ستاسې افغاني غیرت او شریعت.؟"

د افغانو مېرمنو لاریون
د افغانو مېرمنو لاریون

مېرمن وحدت له طالبانو غواړي چې د میرمنو د نیولو او بندي کولو پر ځای دی له دوی سره د خبرو میز ته کېنې.

یو شمېر معترضي مېرمنې وايي چې طالبانو د حاکمیت له پیله د ښځو اعتراض ته د زور په ژبه ځواب ورکړی دی.

یوه اعتراض کوونکې مېرمنه راضیه بارکزۍ ادعا کوي چې د اعتراض پر مهال يې یو شمېر طالبان ولیدل چې اعتراض کوونکو مېرمنو ته یې لاس واچوو.

نوموړی د ښځو په برخه کې د طالبانو عمل د اسلامي اصولو خلاف بولي.

بارکزۍ وایي:" د عدالت غوښتنې په اعتراضونو کې زه ښځو ته د طالبانو له لوري د لاس اچولو شاهده یم، تر دې چې دوی اوس کورونو ته ورځې او مېرمنې او نجونې وړي، دا کار اصلا د اسلامي او افغاني ارزښتونو خلاف عمل دی، طالبان له اسلامه یوازې د شعار په ډول ګټه اخلي او خلکو ته دوکه ورکوي ان تر دې چې زیات شمېر طالبان خپله په اسلامي زده کړو نه پوهیږي".

د یو شمېر سیاسي فعالانو باور هم همدا دی چې طالبان د اسلام له نومه په ګټې د افغانانو انساني حقونه تر پښو لاندې کوي.

د سیاسي چارو یوې فعالۍ شکریه بارکزۍ ازادي راډيو ته وویل: " زه فکر کوم هغه څه چې طالبان يې د دین په حدودو کې ادعا کوي دا یو ډول سوداګریز دین دی چې دوی پرې قدرت ترلاسه ، ټولنه يې پرې محکومه او خلک يې پرې تکفیر کړل، له بده مرغه چې له کلونو راهیسې په افغانستان دین سیاسي واک ته د رسېدو وسیله ګرځول وې او د پيسو او د سرمايې د پیدا کولو لپاره استفاده شوی دی".

اغلې بارکزۍ وایي زه فکر کوم هغه څه چې طالبان يې د دین په حدودو کې ادعا کوي دا یو ډول سوداګریز دین دی
اغلې بارکزۍ وایي زه فکر کوم هغه څه چې طالبان يې د دین په حدودو کې ادعا کوي دا یو ډول سوداګریز دین دی

په همدې حال کې د ولسي جرګې پخوانۍ غړۍ شینکۍ کړوخیل د حکومت په بیلابیلو برخو کې د مېرمنو د موجودیت په اړه ازادي راډيو ته وویل:" زه نه پوهېږم چې طالبان ولې د ځینو دندو خلاف دي، اوس باید دوی پوه شي چې ښځینه زندانونه چې هلته ښځې ساتل کېږي په ښځو پورې اړه لري، باید هلته مېرمنې پر دندو وګمارل شي نه نارینه ځکه هلته د نارینه موجودیت د زنداني مېرمنو په روح او روان ډېرې بدې اغېزې لري نو طالبان باید دا موضوع جدي وګڼي".

له څو ورځنیو پرلپسې هڅو وروسته هم ونه توانېدو چې په دغه راپور کې د شویو ټولو انتقادونو او ادعاګانو په اړه د طالبانو د حکومت نظر واخلو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، مرستیال ویاند بلال کریمي، د استخباراتو ویاند همراز خلیل اود کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي یو هم زموږ پوښتنې راځواب نه کړې.

خو مخکې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر په دې اړه ازادي راډیو ته ویلي وه چې: "د شریعت له پلوه که چېرته کومه ښځه مجرمه وي، پولیس کولای شي هغه ونیسي."

د یادونې ده چې، تازه د سې شنبې د ورځې په مازدیګر د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا د مرستیال عبدالسلام حنفي سره کتنه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرالاینز په دې اړه خپله اندېښنه هغه سره شریکه کړې ده.

یوناما یوه خبرپاڼه کې لیکلي، مېرمن لاینز غوښتي چې د طالبانو حکومت دې د دې نجونو د ازادۍ او خوندیتوب لپاره هر ډول ګام پورته کړي.

خو لا هم د نیول شویو اعتراض کوونکو مېرمنو د برخلیک په اړه معلومات نه شته.

مېرمن وحدت له طالبانو غواړي چې د میرمنو د نیولو او بندي کولو پر ځای دی له دوی سره د خبرو میز ته کېنې.

XS
SM
MD
LG