د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

بايډن ته د کانګرس ښځینه غړو لیک: د افغان ښځو د حقونو لپاره پر طالبانو فشار راوړئ


ارشیف، کابل کې د یو شمېر وسله‌والو طالبانو او نارینه‌وو منځ کې تېرېدونکې ښځینه لاروۍ
ارشیف، کابل کې د یو شمېر وسله‌والو طالبانو او نارینه‌وو منځ کې تېرېدونکې ښځینه لاروۍ

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغان مېرمنو د وروستي وضعیت په اړه د متحده ایالاتو د ښځینه سناتورانو لومړنۍ ډله‌ییزه عدالت غوښتنه.

امریکایي ښځینه سناتورانو له ولسمشر جو بایډن غوښتي چې د افغان ښځو د حقونو لپاره دې پر طالبانو فشار راوړي.

د امریکا د کانګرس د دواړو ګوندونو شااوخوا ۲۵ ښځینه مطرحو سناتورانو د پنجشنبې په ورځ د یو ګډ لیک په لیکلو له ولسمشر جو بایډن غوښتي چې د افغان ښځو او نجونو د وروستي ناسم وضعیت لپاره دې یو پلان جوړ کړي چې له مخې یې د دغو افغان ښځو ستونزو ته رسېدنه وشي.

د دې ډلې مشري چې سناتوره شیلي کمپیټو او ډیان فنسټېن کوي، دغه لیک کې ولسمشر بایډن ته خپلې اندېښنې شریکې کړي چې د افغان مېرمنو لاستې لاوړنې د طالبانو له لوري له ګواښ سره مخ دي او دوی د خوندي کولو لپاه باید یو بین‌السازماني پلان جوړ کړي.

له زده‌کړو پاتې شوې یوه افغان محصله چې په کور کې مطالعه کوي
له زده‌کړو پاتې شوې یوه افغان محصله چې په کور کې مطالعه کوي

د دې لیک په یوه برخه کې راغلي: "د (افغان مېرمنو او نجونو) د ساتنې لپاره د مشروع افغان حکومت او نظامي ځواکونو نشتوالی، ښځې او نجونې اوس د طالبانو د رژیم د وحشت، ګوښه کولو او د ژوند او ازادۍ څخه د انکار له امله له ګواښ سره مخ دي. د طالبانو هغه مشران چې ژمنه‌یې کړې وه چې د نوي حکومت په چوکاټ کې به له ښځو سره ښه چلند کېږي، په دې ژمنو عمل نه‌کوي. ښځې د هدفي وهلو او وژنو قرباني شوي او د نارینه سرپرست پرته له کوره د وتلو اجازه نه‌لري."

په دې لیک کې د افغان نجونو او ښځو له تعلیم او دندو د بې‌برخې ګرځولو باندې هم ټینګار شوی دی.

د ښځو د حقونو یو شمېر افغان فعالینې په نړیواله کچه په ځانګړې توګه د امریکا له لوري د دې ډول څرګندونو او کړنو هرکلی کوي او وایي چې دا مهال افغان نجونې او ښځې تر بل هر وخت ملاتړ او عدالت غوښتنې ته اړتیا لري.

له دې ډلې د ښځو د حقونو او مدني فعالې زرمینې کاکړ ازادي راډیو سره خبرو کې وویل: "د ټولو افغان مېرمنو ستونزې اوس تر پخوا لا زیاتې شوې دي، اکثریته افغان مېرمنې دا مهال د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنې دي او د یو ناڅرګند برخلیک په لور د حرکت په حال کې دي، زه فکر کوم د امریکایي سناتورانو دا اقدام به د افغان مېرمنو لپاره ښه زېری وي او زه‌یې مثبت ګام بولم."

د ښځو حقونو یوه فعاله زرمینه کاکړ
د ښځو حقونو یوه فعاله زرمینه کاکړ

دغو ۲۴ امریکایي سناتورانو د افغان مېرمنو د هغو لاسته راوړنو یادونه هم کړې چې تېر کال راپور شوې دي.

دوی لیکلي: "له افغانستان څخه د امریکا وتل د افغان ښځو او نجونو لپاره لاسته راوړنې له خطر سره مخامخ کړي، ښځو د پوهنتونونو درجې ترلاسه کړې، د کار ځواک سره یوځای شوي او د افغانستان په عامه ژوند کې یې برخه اخیستې. تېر کال د اټکل له مخې ۳،۵ ملیونه نجونې په ښوونځیو کې وې، ۱۰۰ زره ښځینه محصلینې په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې شاملې وې. ښځو په سوداګرۍ او حکومت کې برخه درلوده، تېر کال د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې راپور ورکړ چې څه باندې ۱،۰۰۰ ښځینه متشبثې فعالیت کوي همداراز ښځې د افغان حکومت په لوړو څوکیو ټاکل شوې وې."

امریکایي سناتورانو داسې مهال دا اندېښنې مطرح کړي چې په دې وروستیو کې په ځینو ولایتونو کې د طالبانو له لوري د ښځو د ژوند د ګواښلو او ان د وژنو راپورونه ورکړل شوي دي.

همدارنګه په دې وروستیو کې له دندو او زده‌کړو د ښځو او نجونو بې‌برخې ګرځول بل هغه څه دي چې په کور دننه او بهر یې پر طالبانو ګڼې نیوکې راپارولې دي.

کابل کې د یو شمېر ښځو اعتراض
کابل کې د یو شمېر ښځو اعتراض

خو طالبان بیا دا ردوي چې د دوی له لوري دې افغان ښځو او نجونو ته ګواښونه او ستونزې موجودې وي.

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې دوی د ښځو ټولو حقونو ته د هېواد د ملي ګټو او اسلامي شریعت له مخې ژمن دي.

خو ښاغلی کریمي وایي نړیواله ټولنه او امریکایي چارواکي باید له دوی سره د احتمالي ستونزو د حل لپاره رسمي او مستقیم مذاکرات وکړي او د هغې لپاره د دوی د حکومت په رسمیت پېژندل اړین دي.

دی زیاتوي: "په دې اړه باید ووایم چې د هغو تجربو پر ځای چې په تېرو ۲۰ کلونو کې نتیجه نه‌ده ورکړې او ناکامه نسخې وې، باید مفاهمې او ډیالوګ ته مخه شي، له اسلامي امارت سره تفاهم وشي، اسلامي امارت په رسمیت وپېژندل شي، تر څو اسلامي امارت د یو مسؤل جهت په توګه له هغو هېوادونو سره چې له دوی غوښتنې لري په رسمي او مستقیم ډول مکالمه او مذاکره وکړي چې د احتمالي ستونزو او کړاوونو مخه ونیول شي او بالاخره له‌منځه یوړل شي."

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي
د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي

دا په داسې حال کې ده چې د افغان ښځو د حقونو او ازادیو لپاره په افغانستان کې دننه هم څو ځلې د افغان مېرمنو له لوري لاریونونه او اعتراضونه شوي، خو تر دې دمه‌یې کومه محسوسه پایله نه‌ده ورکړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG