د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

کابل کې ځینې مېرمنې وايي طالبانو یې د لاریون مخه نیولې


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په افغانستان کې د ښځو له‌خوا د عدالت غوښتنې او لاریونونو په دوام، نن د شنبې په ورځ یو شمېر نورې ښځې هم د کابل لارو کوڅو ته راوتلې وې، خو دوی وايي، طالبانو د لاریون اجازه نه ده ورکړې.

دغه ښځې وايي، د لاریون موخه یې د افغان ماشومانو د بد وضعیت، د کنګل شوېو پیسو د ازادۍ او د نجونو او ښځو د زده‌کړې او کار لپاره عدالت غوښتنه وه.

له لاریون کوونکو دوو تنو یې چې نه غواړي نوم یې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل: "موږ تللي وو چې د زرګونه افغانانو غږونه نړیوالې ټولنې ته ورسوو، خو بدبختانه و نه شول او موږ ته یې اجازه را نه کړه.

-موږ و نه توانېدو لاریون وکړو، دوی موږ ته د وسلې په ښودو ګواښ وکړ او ویې وویل، که ویډیو وکړئ، تاسې له‌منځه وړو او یا مو ټیلیفون ماتوو. بیا هم موږ هلته پاتې شوو او ځینو مو تلاوت وکړ. دا د مبارزو ښځو لپاره ډېره سخته ورځ وه."

کابل کې د یو شمېر مېرمنو لاریون
کابل کې د یو شمېر مېرمنو لاریون

لاریون کوونکې ټینګار کوي چې طالبان باید د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي او نړیواله ټولنه هم باید د افغان ښځو او نجونو د حقونو اخیستو او اقتصادي ستونزو د حل په برخه کې له دوی سره همغږې شي.

دا لومړی ځل نه دی چې په کابل د طالبانو له واکمنۍ وروسته، ښځې او نجونې لاریون کوي، بلکې وړاندې یې هم د خپلو حقونو لپاره د عدالت غږ پورته کړی دی.

خو لکه د نن په څېر له تېرو لاریونونو هم له ښځو سره د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي راپورونه مستند شوي دي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په کابل کې د ښځو د ننني لاریون او له دوی سره د طالبانو د شوي چلند په اړه د دوی دریځ واخلي، خو د دې راپور د خپرېدو تر وخته یې ځواب ورنه کړ.

د تېرې سې شنبې په ورځ هم په کابل کې د ښځو د یوې اعتراضیه غونډې د پراختیا مخه نیول شوې وه.

هغه مهال د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي ازادي راډیو ته ویلي و، دا کار ځکه شوی چې ښځې په لاریونونو کې د طالبانو پر وړاندې خپلې شخصي عقدې مطرح کوي.

د طالبانو حکومت له دې وړاندې لاریون د افغانانو حق بللی، خو دا یې هم ویلي چې د اعتراض او لاریون موخه او وخت باید دوی سره شریک شي.

د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، ځینې وخت ښځې په لاریونونو کې د طالبانو پر وړاندې خپلې شخصي عقدې مطرح کوي.
د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، ځینې وخت ښځې په لاریونونو کې د طالبانو پر وړاندې خپلې شخصي عقدې مطرح کوي.

موده وړاندې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت له‌خوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي و، اعتراض او لاریون په اړه معلومات باید یوه ورځ وړاندې د امنیتي ځواکونو سره شریک او اجازه یې د عدلیې وزارت له‌خوا واخیستل شي.

په کابل کې د ننني لاریون د شعار یوه برخه کې د بې‌ وزلۍ سره مبارزه او د کار غوښتنه وه.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي نن ازادي راډیو ته په یوې مرکه کې وویل چې دوی له روان ناسم اقتصادي وضعیته د خلکو د اېستلو لپاره ګڼ پروګرامونه په پام کې لري.

د ښاغلي کریمي په خبره، په دې پروګرامونو کې د یو شمېر پروژو پلي کېدل، د بهرنیو مرستو جلب، په منظم ډول د عوایدو راټولو او خلکو ته د کاري زمینو برابرول شامل دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې دا مهال د افغانستان ډېری اوسېدونکي له ناسم اقتصادي وضعیت، بې روزګارۍ او لومړنیو توکو د بیو له لوړېدو شکایت کوي.

XS
SM
MD
LG