د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۷

د تېر حکومت د ملي اردو یو شمېر ښځینه سرتېرې: د طالبانو له لوري ګواښل کېږو


د افغانستان تېر حکومت کې د ملي اردو یو شمېر ښځینه سرتېرې
د افغانستان تېر حکومت کې د ملي اردو یو شمېر ښځینه سرتېرې

شااوخوا دوه میاشتې وړاندې د طالبانو له لوري د کابل په ګډون د افغانستان د نورو ولایتونو له نیولو وروسته، د پخواني حکومت په رهبرۍ د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه وپاشېدل، هغه ځواکونه چې د افغانستان خلکو او نړیوالو د هېواد د دفاع په برخه کې پوره باور پرې درلود.

اوس هغه افغان نجونې او ښځې چې د مخکېني حکومت پر مهال‌یې د ملي اردو په لیکو کې دندې ترسره کولې، ادعا کوي چې د طالبانو له لوري له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

یو شمېر دغه ښځې چې د دوی شمېر له ۲۰۰ زیات دی اوس ازادي راډیو ته وویل، د دې له ډاره چې طالبانو ته په لاس ورنه‌شي، نامعلومو ځایونو ته کډه شوي او په پټه توګه سختې ورځې شپې تېروي.

له دې ډلې یوې پخوانۍ ښځینه پوځۍ چې د موضوع د حساسیت له امله‌یې ونه‌غوښتل نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډیو ته‌یې د هغو ګواښونو کیسه وکړه چې ورسره مخ شوې ده.

دا وايي: "د دې په جرم چې قلم مو پورته کړ، قدم مو پورته کړ او د هېواد د دفاع لپاره مو له خپلو وروڼو سره اوږه په اوږه وسله پورته کړه، اوس مو په دې تور ګواښي، له نامعلومو شمېرو راته زنګونه راځي دا هغه څه دي چې په دې ورځو کې هره نظامي نجلۍ او ښځه او پوځيان ورسره مخامخ دي."

د افغانستان تېر حکومت کې د ملي اردو یو شمېر ښځینه سرتېرې
د افغانستان تېر حکومت کې د ملي اردو یو شمېر ښځینه سرتېرې

له دې ډلې یوې بلې ښځینه عسکرې وویل چې ګڼ شمېر هغو ښځینه ځواکونو کې د پخواني حکومت د ملي اردو په لیکو کې یې دندې ترسره کولې، څلو کاله‌یې پوځي زده‌کړې وکړې او لوړ پوځي تعلیم‌یې درلود، خو اوس دوی ټولې له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.

دوی چې نه‌غواړي نوم‌یې په راپور کې ولیکل شي وایي د مخکېني حکومت په وروستیو کې شااوخوا ۳،۰۰۰ مېرمنو د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې دندې ترسره کولې.

دې وویل: "هو طالبانو ویلي و چې موږ عمومي عفوه اعلان کړې، خو موږ هره ورځ د دې شاهدان یو چې په اکثرو ولایتونو کې پوځیان له کورونو ویستل کېږي او بیا یې خپلوانو او کورنیو ته احوال ورکول کېږي چې راشئ او د دوی مړي ویسئ، موږ په هغو ژمنو او عفوې یې هېڅکله هم باور نه‌کړی او نه‌یې کوو ځکه طالبان هغه څه چې وایي عمل پرې نه‌کوي."

طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د عمومي بخښنې اعلان وکړ چې له مخې یې د پخواني حکومت ټول کارکوونکي او پوځیان په‌کې عفوه شوي، خو په ځینو برخو کې لیدل کېږي چې طالبان پر خپلۍ دغې ژمنې عمل نه‌دی کړی.

له دې وړاندې هم د طالبانو له لوري د مخکېنیو ځواکونو د وژلو او شکنجه کولو په اړه زیات راپورونه خپاره شوي دي.

د طالبانو د حکومت د عمومي ویاند مرستیال احمدالله وثیق ازادي راډیو ته په دې اړه وویل چې دوی ټولو ته عمومي عفوه اعلان کړې او د دوی کسان له هېڅ چا سره کار نه‌لري.

د طالبانو د حکومت د عمومي ویاند مرستیال احمدالله وثیق
د طالبانو د حکومت د عمومي ویاند مرستیال احمدالله وثیق

ښاغلی وثیق زیاتوي: "دا د دوی ادعا ده، موږ دا نه‌تأییدوو د اسلامي امارت د مشرانو له لوري عمومي عفوه اعلان شوې ده او هر هغه څوک چې ملي اردو او پولیسو کې وو او دلته پاتې دي ان له امریکایانو سره یو شمېر قراردادیان او ژباړونکي هم دلته دي، دوی ټولو ته عمومي عفوه اعلان شوې او موږ ګورو چې د تېر حکومت ټول کارکوونکي یې په کورونو کې دي او هېڅ ډول ګواښ ورته نه‌شته."

طالبانو ته د منسوبو ځینو کسانو له لوري د خلکو د وژلو او ځورولو په اړه د وروستیو راپورونو له خپرېدو وروسته، د طالبانو د حکومت مشرانو یو کمېسیون جوړ کړ چې هغه کسان وپېژني چې خلک ځوروي تر څو د طالبانو له لیکو یې وباسي، خو ظاهراً لیدل کېږي چې دې کار کومه پایله نه‌ده ورکړې چې د هېواد مخکېني امنیتي ځواکونه او پوځیان د امن او خوندیتوب احساس وکړي.

اوس دغه پخوانۍ پوځیانې له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له ملاتړو بنسټونو غواړي چې پر طالبانو فشار راوړي چې د دوی ګواښل پای ته ورسوي او یا هم له افغانستانه د دوی د ایستلو لپاره یوه لاره ورته برابره کړي.

یو له دوی زیاتوي: "موږ له هغوی او نړیوالې ټولنې غواړو چې د پخوانیو ښځینه پوځیانو او د ملي اردو له فسرانو سره دې مرسته وکړي چې دوی هم وکړای شي له افغانستانه ووځي او یا دې هم امن ځای ته انتقال کړي."

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د واکمنۍ له سقوط وروسته او د نوي جمهوري حکومت په منځته راتلو افغانستان د امریکا او نړیوالې ټولنې په ملاتړ او مرستې وتوانېد چې په څو محدودو کلونو کې د خپل امنیتي او دفاعي پوځ شمېر نږدې ۳۵۰ زرو ته ورسوي.

یو شمېر افغان ښځینه او نارینه سرتېري
یو شمېر افغان ښځینه او نارینه سرتېري

په دې لیکو کې زرګونه ښځې هم وې، د افغانستان د بیا رغونې لپاره د متحده ایالاتو د څار ځانګړې ادارې "سیګار" د راپور له مخې په ۲۰۲۰ کال کې له ۵،۲۰۰ زیاتې ښځې د افغانستان د ملي اردو، امنیت او پولیسو په لیکو کې دندې ترسره کړلې.

د تېر حکومت له سقوط وروسته د افغانستان پوځي نظام هم له‌منځه ولاړ او یو شمېر پخواني پوځیان د طالبانو له لوري شکنجه او ووژل شول، هغه څه چې له امله‌یې دا ښځې هم سختې اندېښمنې شوې دي.

XS
SM
MD
LG