د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

ځینې کورنۍ: طالبانو ته تسلیم شوي پخواني سرتیري کورونه ته نه دي راغلي


یو شمېر پخواني افغان سرتیري
یو شمېر پخواني افغان سرتیري

وروسته له هغې چې د طالبانو له خوا د ځینو پخوانیو افغان پوځیانو د وژنې راپورونه خپاره شول، یو شمېر هغه کورنۍ چې غړي یې لا هم له طالبانو سره بندیان دي، د دوی د نامعلوم برخلیک په اړه اندېښمنې دي.

د غزني د اومې امنیتي حوزې د پخواني امر سمسور ورور نجیب وايي، غزني ښار ته د طالبانو له ننوتو سره سم یې ورور له خپلو وسلو او مهماتو سره طالبانو ته تسلیم شوی، خو تر اوسه یې د برخلیک په اړه معلومت نشته.

نوموړی وايي، سمسور کوژده کړې وه او کورنۍ یې په کابل کې اوسېږي.

نجیب ازادي راډیو ته وویل، ورور یې د غزني په ملي امنیت ریاست کې له طالبانو سره بندي دی.

نوموړی له طالبانو د خپل ورور د خلاصون غوښتنه کوي:"ورور مې د غزني په ملي امنیت ریاست کې له طالبانو سره بندي ده، د برخلیک په اړه یې هېڅ معلومات نه لرم، موږ ورته په اندېښنه کې یو چې سرنوشت به یې څه کېږي، کله چې طالبان غزني ته راغلل، ورور مې له ټولو وسلو او مهماتو سره ورته تسلیم شو، خو هېڅوک هم موږ ته د نوموړي د وضعیت په اړه احوال نه راکوي."

نجیب د طالبانو په مشرۍ حکومت نه غواړي، د عمومي عفوې د فرمان له مخې چې دوی اعلان کړې، د ده ورور دې له زندانه راخوشې شي.

یوازې نجیب دا اندېښنه نه لري، د هلمند ولایت اوسېدونکی ګلاجان هم ورته کیسه لري.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل، د خپل وراره له وضعیته چې په ملي اردو کې سرتېری و او دی هم طالبانو تسلیم شوی و احوال نه لري.

ګلاجان د موضوع د حساسیت له امله د خپل وراره نوم نه اخلي او په دې اړه زیات جزئیات هم نه ورکوي خو وايي: "وراره مې په میوند قول اردو کې سرتېری و او طالبان ته تسلیم شوی، خو تر اوسه یې د برخلیک په اړه هېڅ خبر نشته، موږ له طالبانو غواړو، که ژوندی وي نو خلاص دې کړي."

دا اندېښنې وروسته له هغې مطرح شوې چې د غزني د لومړۍ امنیتي حوزې د پخواني امر هاشم خان د کورنۍ یوه غړي څه موده وړاندې له ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې هاشم خان د طالبانو د ملي امنیت په ریاست کې له ۴۹ ورځو بند وروسته وژل شوی.

د هاشم خان کورنۍ وايي، دم ګړۍ د دوی ژوند هم په خطر کې او د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمن دي، خو د طالبانو په مشرۍ د حکوموت د رسنیز ټیم غړی بلال کریمي دا ادعاوې بې اساسه بولي.

نوموړی وايي چې طالبان د پخواني حکومت ټولو پوځي او ملکي کار کوونکو ته عفوه کړې:"دا ادعاوې ردوم، داسې هېڅ هم نشته چې مجاهدینو دې داسې څوک وژلي وي چې اسلامي امارت ته تسلیم شوي وي هغه که پخواني ملکي او پوځي کار کوونکي هم وي، اسلامي امارت چې پخوانیو کار کوونکو ته کومه عفوه کړې هغه مجاهدین رعایتوي."

ښاغلی کریمي وايي، که د طالب له نامه چا ناوړه استفاده کړې وي په جدیت به دا موضوع تعقیب شوي او رسېدونه به ورته وشي.

وروسته له هغې چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شول، ځینې پخواني نظامي او ملکي مامورین د خپلې راتلونکي په اړه اندېښمن دي او د دې لپاره چې تعقیب نه شي له هېواده وځي.

خو واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم دوی اعلان وکړ چې ټول پخواني ملکي او پوځي مامورینو ته یې عمومي عفوه کړې او کولای شي، په خپل هېواد کې عادي ژوند وکړي.

خو اوس هم په ځینو سیمو کې عام خلک ادعا کوي چې طالبان کور په کور پلټنې کوي او د پخواني حکومت مامورین نیسي او پوښتنې ورنه کوي.

که څه هم د پخواني حکومت د ځینې ملکي او پوځي مامورینو د وژنې پرلپسې راپورونه خپاره شول، خو طالبان بیا دا ټول راپورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG