د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۹

امریکايي ولسمشر بایډ: پر طالبانو به فشار راوړو


ولسمشر بایډن
ولسمشر بایډن

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر جو بایډن په واشنګتن کې وویل چې پر طالبانو به فشار راولو.

دی وايي: "زه او د بهرنیو چارو وزیر بلېنکن له خپلو متحدانو سره هڅې کوو چې څرنګه پر طالبانو نړیوال فشار راولو. دوی د نړیوال مشروعیت په لټه کې دي، دوی باید وپوهیږي چې څرنګه دا هېواد اداره کولی شي، شرطونه به سخته وي، هغه سخت شرطونه چې موږ یې ورته ږدو او د دې شرطونو له پلي کېدو سره به دوی مرستې ترلاسه کوي یا نه کوي. دوی څرنګه له ښځو او نجونو سره چلند کوي، څرنګه له نورو افغانانو سره چلند کوي."

وروسته تردې چې طالبانو د یکشنبې په ورځ کابل ونیو، عمومي عفوه یې اعلان کړه او ژمنه یې وکړه چې د اسلامي شریعت په رڼا کې به ښځو او نجونو ته حقونه ورکړي.

دې ډلې دا هم ویلي دي چې سوله غواړي او همه شموله حکومت، خو د طالبانو د ژمنو سربیره د راپورونو له مخې یو شمېر افغانان چې له نړیوالو سره یې په تېرو دوو لسیزو کې کار کړی دی، همدا راز ګڼ حکومتي کار کوونکي دا ویره لري چې طالبان له دوی غچ وانه خلي نو دوی په تیښته کې دي.

خو په کابل کې د حامد کرزي په هوایي ډګر کې د زرګونو کسانو راغونډېدو د افغانانو د نړیوالو همکارانو دا هڅې ستونزمنې کړي دي چې دا کسان له افغانستانه وباسي.

د امریکا ولسمشر ژمنه وکړه چې له افغانستانه به ټول امریکایان او د هغوی افغان همکاران وباسي: "زه پوهېږم چې تردې هېڅ شی مهمه نه دی چې امریکایان راوباسو دوی تقریبا همدومره مهم دي لکه د مهاجرت د ځانګړیو ویزو خلک، یعنې هغه کسان چې له موږ سره یې مرسته کړې ده، ژباړونکي وو، له موږ سره جګړې ته تللي، یعنې یو ډول یې په عملیاتو کې برخه اخیستې. همدا راز موږ هڅې کوو چې د غیرحکومتي موسسو غړي او ښځې بهر کړو، هر هغه څه چې مو په وس کې وي هغه کوو."

ښاغلي بایډن زیاته کړه چې له یوې اونۍ راهیسې امریکایي ځواکونو دیارلس زره کسان له افغانستانه ایستلي دي.

XS
SM
MD
LG