د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

د بښنې نړیوال سازمان: ټول هېوادونه دې د مرګ له ګواښ سره مخ افغانان وباسي


یو شمېر افغانان د کابل هوايي ډګر کې بهرنیو هېوادونو ته سفر کوي
یو شمېر افغانان د کابل هوايي ډګر کې بهرنیو هېوادونو ته سفر کوي

د بښنې نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان کې د هغو افغانانو د ژوندي ژغورولو لپاره بېړني ګامونه پورته کړي چې ژوند يې د مرګ له ګواښ سره مخ دی.

دغه سازمان وايي، نړۍ باید په دې سخته شېبه کې افغانستان یوازې پرېنه ږدي.

د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي: "په داسې حال کې چې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت مخ په خرابېدو دی، ټول هېوادونه باید له افغانستانه د ښځینه فعالانو، د بشري حقونو د مدافعینو، خبریالانو او د توکمیزو او مذهبي اقلیتونو د وتلو لپاره سمدستي اقدامات وکړي. دوی باید نوي راتلوونکو او هغو افغانانو ته نړیوال خوندیتوب وړاندې کړي چې خپلو سیمو کې دي او د نړیوالې ټولنې ملاتړ کوي، څو د هغو افغانانو حقوق تضمین کړي چې بهر ته سفر کوي."

په اعلامیه کې راغلي چې پر افغانستان د طالبانو له ولکې ټینګولو وروسته د سفر د قانوني اسنادو اخیستل سخت شوي دي، ځکه خو ډېر افغانان غیر قانوني سفرونو ته زړه ښه کوي چې په لارو کې له سختو کړاوونو سره مخ کېږي.

دغه سازمان ویلي، د افغانستان ګاونډیانو د افغانانو پر مخ پولې تړلي او یوازې هغه کسان پریږدي چې د سفر اړین اسناد لري چې دې کار له غیرقانوني لارې د افغانانو وتل ستونزمن کړي دي.

د بښنې نړیوال سازمان پر دولتونو غږ کړی چې له سختې بېروکراسۍ پرته دې پریږدي چې افغانان بهر ته لاړ شي او هغو ته دې چې ډېر زیانمنېدونکي دي، پر بشري اساس ویزې ورکړي.

خو طالبان وايي، په افغانستان وضعیت تردې کچې خراب نه دی تر کومې چې يې په اړه تبلیغات کېږي.

د طالبانو یوه ویاند بلال کریمي ازادي راډيو ته وویل، نړیوال بنسټونه د دې پرځای چې د ناهیلۍ خبرونه خپاره کړي باید له افغانانو سره بشري مرستې وکړي.

دی زیاتوي: "هېواد وضعیت دومره خراب او وخیم هم نه دی لکه څومره چې يې په اړه نړیوال سازمانونه راپورونه ورکوي، دا سازمانونه د دې پرځای چې ناهیلي کوونکي راپورونه خپروي باید له افغانانو سره بشري مرستې وکړي او زموږ هغه پانګه چې په نړیوال بانک او نورې نړۍ سره کنګل ده باید راخوشې يې کړي، څو د افغانانو په اقتصاد کې بهبود راشي او له دې پیسو د افغانستان په بیارغونه کې ګټه واخیستل شي."

طالبان وايي، په افغانستان وضعیت تردې کچې خراب نه دی تر کومې چې يې په اړه تبلیغات کېږي.
طالبان وايي، په افغانستان وضعیت تردې کچې خراب نه دی تر کومې چې يې په اړه تبلیغات کېږي.

نوموړي یو وار بیا ډاډ ورکړ چې طالبانو ټولو هغه کسانو ته چې په تېر کې يې د دوی پر وړاندې فعالیتونه کول عمومي عفوه اعلان کړې ده او د هېچا ژوند ته ګواښ نشته.

خو له کله چې طالبان بیا واک ته رسیدلي، یو زیات شمېر افغانان چې ویره لري طالبان به ترې غچ واخلي، تر اوسه نه دي توانیدلي چې له هېواده ووځي.

د امریکا متحده ایالاتو د اګسټ میاشتې له نیمايي څخه تر اوسه له ۱۲۴ زرو څخه زیات کسان له افغانستان ایستلي دي، خو لا هم د خبریالانو په ګډون په سلګونه تنه نور چې په شرایطو برابر دي په دغه هېواد کې بند پاتې دي.

XS
SM
MD
LG