د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۲

د بشري حقونو څار: ملګري ملتونه دې له خطر سره د مخ افغانانو ملاتړ زیات کړي


د کابل هوايي ډګر
د کابل هوايي ډګر

نیویارک میشتې د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې د حکومتونو په ګډون د ملګرو ملتونو له ادارو غوښتي چې له خطر سره مخامخ افغانانو ملاتړ دې زیات کړي چې غواړي له افغانستانه ووځي یا وتلي دي او اوس د افغانستان په ګاونډي هېوادونو کې دي.

د بشري حقونو د څار ادارې په دې پالیسي پاڼه کې راغلي: "په دغو کې هغه کورنۍ شاملې دي چې له خپلوانو سره د یو ځای کېدو او په افغانستان کې د دوی د کار په خاطر ځانګړي ویزې لري."

له هغه راهیسې چې طالبانو په اګسټ میاشت کې په افغانستان کې خپل واک اعلان کړ، د بشري حقونو، ښځو د حقونو د مدافعانو، رسنیو د کار کوونکو، قاضیانو او نورو اداري او امنیتي کار کوونکو په ګډون ګڼ افغانان د دې ډلې د غچ له خطر سره مخامخ دي.

د هیومن رايټس واچ د کډوالو او پناه غوښتونکو د حقونو څانګې مشر بېل فریلیک په یوه اعلامیه کې ویلي، د دغو افغانانو سترګې حکومتونو ته دي چې دوی ته د پناه اخیستلو حق ورکړي.

د بشري حقونو د څار ادارې غوښتنه داسې مهال مطرح شوې چې تردې مخکې د بښنې نړیوال سازمان ویلي، له خطر سره مخامخ افغانان چې د خوندیتوب په لټه کې دي، د طالبانو له سختو خنډونو سره مخامخ دي.

لندن مېشتې د بشري حقونو دغې ادارې په دې اړه هم ویلي چې څنګه د افغانستان ګاونډي هېوادونو د هغو افغانانو پرمخ خپلې پولې تړلي چې اسناد نه لري چې له کبله یې ګڼ خلک اړ شوي چې پر غیر قانوني لارو سفر وکړي.

د بښنې نړیوال سازمان اعلامیه زیاتوي چې اروپايي او منځنۍ اسیا هېوادونه افغانانو ته د خوندیتوب ورکولو پر ځای هغوی بندي کوي او یا یې له خپلو هېوادونو شړي.

د بشري حقونو د څار سازمان د اکتوبر د ۲۱مې په خپله پالیسي پاڼه کې ویلي چې هېوادونه باید له افغانستانه د افغانانو د وتلو یو منظم پروګرام جوړ کړي او د پناه غوښتونکو پر مخ خپلې پولې پرانیزي.

دې ادارې زیاته کړې چې حکومتونه باید د هغو افغانانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه بېرته له سره وارزوي چې مخکې رد شوي وو.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG