د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

‎د طالبانو له لوري عمومي بخښنه؛ وروستیو کې د ځینو وژل کېدو ګڼې پوښتنې پیدا کړي


AFGHANISTAN-CONFLICT/
AFGHANISTAN-CONFLICT/

‎که څه هم طالبانو د خپلې واکمنۍ د ټینګېدو په لومړیو ورځو کې عمومي بخښنه اعلان کړې، خو په غور ولایت کې د یوې پخوانۍ ښځینه پولیسې او په کابل کې د یو دیني عالم وژل کېدو ګڼې پوښتنې پیدا کړې دي.

‎د دغو کسانو خپلوان د دوی د قاتل عاملین طالبان بولي، خو طالبان بیا دا ادعا ردوي.

غور کې د پخوانۍ پولیسې افسرې نګار زوی محمد حنیف وایي مور یې د ده د سترګو پر وړاندې ناپېژانده وسله‌والو ووژله.

‎محمد حنیف وایي د جمعې په شپه‌یې درې وسله‌وال کسان کور ته ورغلي او اومېندواره مور یې د دوی تر مخې په ‌‌‌‌‌‌ډزو وژلې ده.

‎د ده په خبره، دغو کسانو ورته ځانونه د طالبانو وسله‌وال ورپېژندلي دي.

دی زیاتوي: "درې کسان مو کور ته راننوتل، زما په لور یې ټوپک ونیوه، ما ورته وویل چې تاسو څوک یاست؟ ویې‌ویل موږ مجاهدین یو او تاسو اربکیان یئ، درې مرمۍ یې زما پر لور رافیر کړې او نور هم کور ته دننه شول، پر مور مې هم ‌‌‌‌‌‌ډزې وکړې او په چړې یې د سر ماغزه ووېستل، زما درد دا دی چې مور مې اومېندواره وه او دوی دوه قتلونه وکړل."

‎د دې اوونۍ له پیله دا دوهم قتل دی چې ترسره کېږي.

‎بله پېښه د یو دیني عالم ده چې د خپلوانو په خبره‌یې د څېړنو لپاره ملي امنیت ته بیول شوی و او تر یوې اوونۍ وروسته‌یې مړی موندل شوی دی.

‎مولوي عبیدالله متوکل چې ویل کېږي له تېرو ۱۵ کلونو د کابل کمپنۍ سیمه کې په یو جومات کې خطیب و، له یو شاګرد سره‌یې د پغمان ولسوالۍ په ارغندې سیمه کې مړه پیدا شوي دي.

‎د دغه دیني عالم خپلوان رحمان رحماني وایي د طالبانو په ملي امنیت کې ځینو کسانو ورته ویلي و چې له څېړنو وروسته به خوشې شي. هغه ادعا چې طالبانو رد کړې ده.

‎رحماني وویل: "د موندلو لپاره‌یې څو ځایونو ته مو عریضه وکړه، نو یالاخره ملي امنیت ته لاړو موږ ته‌یې وویل چې قاري صاحب ورسره دی او له څېړنو وروسته به‌یې خوشې کړو، له دې موضوع له اتو ورځې زیاتې تېرې شوې چې موږ یې بیا د قاري صاحب مړی د یوه شاګرد سره د پغمان والسوالۍ په ارغندې سیمه کې وموند."

‎دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت د نشراتو د پخواني رئیس او سیاسي فعال نجیب ننګیال د ورور د برمته کېدو خبرونه هم خپاره شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د نشراتو پخوانی رئیس او سیاسي فعال نجیب ننګیال
د کورنیو چارو وزارت د نشراتو پخوانی رئیس او سیاسي فعال نجیب ننګیال

‎نجیب ننګیال په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې ورور یې د نامعلومو اشخاصو له‌خوا نه، بلکې په بګرام ولسوالۍ کې د طالبانو له‌خوا نیول شوی دی.

‎د دغې ادعا په اړه طالبانو تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

‎دا شان څو شپې وړاندې په ننګرهار کې د قاري فریدون په نوم یو کس چې مخکې یې د طالبانو په کړنو سختې نیوکې کولې پر خپل فېس‌بوک په خپرې شوې وېډیو کې ادعا کړې چې کور ته‌یې وسله‌وال طالبان ورغلي او د ده د نیولو هڅه‌یې کړې ده.

‎قاري فریدون چې مخکې د طالبانو په لیکو کې جنګېده د محمد اشرف غني په مشرۍ پخواني حکومت ته تسلیم شوی وو او تل به‌یې د جمهوریت په دفاع خبرې کولې.

‎طالبانو په ځانګړي ډول د دې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي، خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن یوې خبري غونډې ته وویل چې د طالبانو ځواکونه او استخباراتي اداره ځانګړی یونیفورم لري او د دوی پرته بل څوک نه‌شي کولای چې کوم څوک ونیسي یا وځوروي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي: ‎"موږ د ورته مسئلو لپاره ځانګړي یونیفورم لرونکي اشخاص ګمارلي دي. زموږ د استخباراتو څانګه هم ځانګړی یونیفورم لري. له همدې امله، له دې خلکو پرته هېڅوک نه‌شي کولای څوک ونیسي یا وځوروي. دا وضعیت ورځ په ورځ کنټرول کېږي."

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

‎طالبانو په افغانستان کې عمومي عفوه اعلان کړې، خو په غور کې د پولیسو د پخواني افسر نګار وژنه او همدارنګه په کابل کې د مولوي عبیدالله متوکل وژنه، د پوځي او ملکي چارواکو ترمنځ اندېښنې راپورته کړي چې دوی په راتلونکي کې د هدفي وژنو ښکار نه‌شي.

XS
SM
MD
LG