د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

طالبان: افغانستان کې جګړه پای ته رسیدلې د مقابل لوري کسان بښل شوي


وسله وال طالبان
وسله وال طالبان

طالبان وایي، په افغانستان کې نوره جګړه پای ته رسېدلې او ټول هغه کسان چې په مقابل لوري کې ولاړ و، عفوه شوي او په نښه به نه شي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد کابل کې په لومړني خبري کنفرانس کې وویل، نوره جګړه پای ته رسېدلې او دوی نور له هېچا سره دښمني نه لري.

مجاهد زیاته کړه: "اسلامي امارت له هېچا سره دښمني نه لري. سر له ننه له ټولو اړخونو او جهتونو سره دښمني پای ته رسېدلې. موږ نه غواړو په دښمني کې ژوند وکړو او طبیعي خبره ده چې هېڅ ملت هم خپل په مقابل کې دښمنان نه غواړي، نه داخلي او نه بهرني."

ښاغلي مجاهد چې مخکې به یې د طالبانو د ویاند په توګه له نامعلوم ځایه د افغانستان د جګړې په اړه بیانونه خپرول او له رسنیو سره به یې معلومات شریکول، پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پرون په ښکاره د دې ښار د اطلاعاتو او رسنیو په هغه مرکز کې را څرګند شو چې پر پخواني حکومت پورې تړلی و.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، دوی نه غواړي چې کورني یا بهرني دښمنان ولري او زیاته یې کړه ټولو هغو ته چې په مقابل لوري کې ولاړ و، عفوه شوي او هم به له هغو چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو سره کار کړی، څوک غچ وا نه خلي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد

دی وايي: "د عالیقدر امیرالمومینین د فرمان پر اساس ټولو هغو کسانو ته چې مقابل جهت کې ولاړ و عفوه شوي، زموږ له خوا هم ټول عفوه شوي او دغه عفوه خاص د دې لپاره وه چې موږ نه غواړو نور جګړه تکرار شي، جګړه دوام وکړي او د جګړې عوامل باقي پاتې شي."

ښاغلي مجاهد له امریکایي پوځیانو یا د امریکا له نورو ادارو سره د افغان همکارانو په اړه وویل، هغوی چې له امریکایي پوځیانو سره یې د ژباړونکو په توګه کار کړی، نه په نښه کیږي او کولی شي افغانستان کې پاتې شي یا بېرته دې هېواد ته راستانه شي.

د طالبانو له خوا د ټول افغانستان له نیولو سره یو زیات شمېر دغه افغانان په کابل هوایي ډګر کې دي او بهر ته د تلو هڅه کوي.

ښاغلي مجاهد وویل، افغانستان د دوی استعدادونو ته اړتیا لري.

د طالبانو له خوا د ټول افغانستان له نیولو سره یو زیات شمېر دغه افغانان په کابل هوایي ډګر کې دي او بهر ته د تلو هڅه کوي.
د طالبانو له خوا د ټول افغانستان له نیولو سره یو زیات شمېر دغه افغانان په کابل هوایي ډګر کې دي او بهر ته د تلو هڅه کوي.

په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره د ښځو او نجونو په اړه د راپورته شوېو اندېښنو په ځواب کې ښاغلي مجاهد وویل چې ښځې به اجازه ولري چې کار او زده کړې وکړي او په ټولنه کې به ډېرې فعالې وي، خو د شریعت په چوکاټ کې.

د اسوشیټېډ پرېس اژانس د راپور له مخې طالبانو چې په وروستیو کې یې په چټکۍ د افغانستان ښارونه لاندې کړي، هڅه کوي ځان منځلاري یا معتدل وښيي نه هغسې چې د نویمې لسیزې په وروستۍ نیمایي کې یې د خپلې واکمنۍ په موده کې د اسلامي شریعت سخته تګلاره غوره کړې وه.

خو یو شمېر افغانان تر اوسه د طالبانو اوسني دریځ ته د شک په سترګه ګوري.

ښاغلي مجاهد د نړیوالو هغو اندېښنو ته په ځواب کې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره د دې وېره شته چې بیا د دې هېواد له خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ متوجه شي وویل، اسلامي امارت به اجازه به ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې پر نورو هېوادونو د حملو لپاره کار واخیستل شي.

ذبیح الله مجاهد وویل، طالبان غواړي له نورو هېوادونو سره سوله ییزې اړیکې ولري.

دا چې د افغانستان له خاورې به پر متحدو ایالاتونو یا نورو هېوادونو د تروریستي حملې لپاره کار نه اخیستل کېږي، له طالبانو سره د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېر کال د فبرورۍ د میاشتې د دوحې د تړون یوه اساسي غوښتنه وه.

د هغه تړون چې له مخې یې له افغانستانه په بشپړه توګه د ټولو امریکایي ځواکونو وتلو ته لاره پرانیستل شوه.

د ولسمشر جو بایډن د پرېکړې له مخې ټاکل شوې دغه بهیر رسماً د روانې اګسټ میاشتې په ۳۱مه بشپړ شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د خبرو له لارې د یوه حکومت د جوړولو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې طالبان د افغانستان د سولې د عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره په تماس کې دي او زیاته یې کړه چې طالبان غواړي د اسلامي ارزښتو په رڼا کې یو داسې حکومت چې ټول په کې ځان وویني، جوړ کړي.

پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو او د قدرت د خلا د رامنځته کېدو په ترڅ کې په تېرو دوو ورځو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې عبدالله عبدالله او حامد کرزی به د نوي حکومت د جوړولو په اړه د طالبانو له مشرانو سره د خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته لاړ شي، خو د طالبانو د قطر د دفتر ویاند محمد نعیم پرون د ورځې په وروستیو کې وویل چې د طالبانو مرستیال مشر او د قطر د دفتر رییس ملا عبدالغني بردار افغانستان ته لاړ.

پر افغانستان واکمن د طالبانو د اسلامي امارت د کندهار د مطبوعاتو د برخې مسول رحمت الله نړیوال ازادي راډیو ته وویل چې د ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د قطر د دفتر لوړ پوړی پلاوی تېره شپه کندهار ته ورسېد.

XS
SM
MD
LG