د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

د افغانستان د تېرحکومت ویاندویان: د طالبانو له ګواښونو سره مخ یو


د تېر حکومت د رسنیو مرکز
د تېر حکومت د رسنیو مرکز

که څه هم په افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د دوی له خوا ټولو خلکو، ان هغوی ته چې دوی سره په مخامخ جګړه کې هم ښکېلوو عمومي عفوه اعلان شوه خو له دې سره-سره د مخکیني حکومت یو شمېر چارواکو او کار کوونکو وخت په وخت دوی ته د ګواښونو خبره کړې ده.

اوس د ولایتونو یو شمېر ویاندویان ادعا کوي، ان د دوی د کورنۍ غړي او خپلوان هم د دوی په سر ګواښل کېږي.

د دوی څلورو تنو ازادي راډیو سره په خبرو کې دا خبره د غږ او نوم نه خپرولو په شرط مطرح کړې ده، خو دوی دا هم ویلي چې د بېلابېلو نورو ولایتونو ویاندویان هم ورته ستونزې لري چې حال یې له دوی سره شریک کړی دی.

طالبان بیا، په خپله پخوانۍ خبره ټېنګار کوي وايي، دوی عمومي عفوه اعلان کړې او هېچا ته ګواښ نشته.

طالبان
طالبان

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل: "د تېر نظام ټول کار کوونکی که هغه ملکي برخه کې دي که نظامي برخه کې هغه د عمومي عفوي تر چتر لاندې راځي، ځینو مواردو کې که چا د مجاهدینو له نومه استفاده کړې وي او څوک یې ځورولي وي هغه څیړل کېږي او که چاته له کوم خوا ګواښ متوجه وي، امنیتي ارګانونه دې په جریان کې پرېږدي چې د ګواښ مرجعه ولټول شي."

د یادونې ده چې طالبانو پر افغانستان د دوی تر واکمني یوازې څو ورځې مخکې، د افغانستان د حکومت د رسنیو مرکز مشر او د جمهور رئیس د ویاند مخکینی مرستیال دواخان مینه پال د کابل په دارلامان سیمه کې په یو وسله وال برید کې وواژه چې د دغه وژنې مسوولیت یې هم ومانه.

خو د دوی له خوا د عمومي عفوې تر اعلان وروسته تر اوسه د رسنیو له لارې د مخکني حکومت د کوم ویاند یا رسنیز مسوول د وژنې یا ځورونې خبر نه دی خپور شوی.

په ورته وخت کې د پروان ولایت مخکنۍ ویانده وحیده شهکار چې دا مهال له افغانستان بهر ده له طالبانو غواړي چې همکاران یې ونه ګواښي.

وحیده شهکار له طالبانو غواړي چې همکاران یې ونه ګواښي.
وحیده شهکار له طالبانو غواړي چې همکاران یې ونه ګواښي.

شهکار وایي: "زموږ غوښتنه له طالبانو دا ده، دوی چې وايي موږ عفوه اعلان کړې او چا سره کار نه لرو، ان هر چا چې په هر موقف کې کار کړی نو په خپلې دې ژمنې دې عمل وکړي، ځکه هر چاته چې یو مسوولیت سپارل کېږي هغه اړ دی چې د خپلې دندې د لایحې له مخې هغه ترسره کړي."

د ولایتونو ویاندویان چې هم یې د مخکیني حکومت په ملکي او هم په نظامي برخو کې کار کول، د حکومت د مامورینو په توګه په خپلو برخو کې د ورکړل شوېو پالیسو له مخې وخت په وخت اړین اطلاعات له رسنیو سره شریکول چې ډېر ځله به د طالبانو د بریدونو او حملو په اړه اطلاعات هم په کې شامل وو.

هغه څه چې اغلې شهکار ورته، د دوی مسوولیت او د دندو لایحه نوم ورکوي.

XS
SM
MD
LG