د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۰

د غزني د لومړي حوزې د پخواني امر زوی: د پلار قاتلین مې دې قصاص شي


د غزني ښار
د غزني ښار

په داسې حال کې چې طالبانو د ټولو مخکنیو حکومتي کار کوونکو لپاره عمومي بښنه اعلان کړې خو د یو شمېر دولتي کارکوونکو کورنۍ ادعا کوي چې طالبان پر خپله دغه ژمنه نه دي ولاړ.

تازه، په غزني کې د پخواني حکومت د یو امنیتي کار کوونکي محمد هاشم خان زوی ادعا کوي چې پلار یې په دغه ولایت کې د طالبانو له خوا په بې رحمۍ سره وژل شوی دی.

د غزني ولایت د لومړۍ امنیتي حوزې د پخواني امر محمد هاشم خان زوی عبدالحی ادعا کوي چې پلار یې په دغه ولایت کې د طالبانو د ملي امنیت په ریاست کې په بې رحمۍ سره وژل شوی دی.

عبدالحی د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، پلار یې له ټولو پوځي تجهیزاتو سره طالبانو ته تسلیم شوی و، خو په خبره یې طالبانو هغه ۴۹ ورځې د ملي امنیت په ریاست کې بندي کړ.

دی چې د پلار د جنازې د خښلو په حال کې و، ازادي راډیو ته یې وویل سره له دې چې د پلار د بند موده کې یې دوی ته د لیدنې اجازه نه ورکوله او د جمعې د ورځې په سهار یې په یوه ملکي روغتون کې مړی ورتسلیم کړی دی.

دی وايي: "موږ همدا اوس د خواجه عمري په قلعه نو کلي کې جنازه خښوو، پلار مې په ډېره بې رحمۍ وژلی، غاړه یې ماته ده، لاس او پښې یې ماتې دي ان دا چې نوکان یې هم ورنه په پلاس ایستلي دي، زه قصاص غواړم ، سره له دې چې طالبانو عمومي عفوه اعلان کړې باید زما د پلار قاتلین قصاص شي."

دی وایي، پلار یې تېرو شلو کلونو کې په نظامي برخه کې دنده ترسره کړې وه، لس کم عمره او کوچني ماشومان پاتې دي او د ټولې کورنۍ ژوند یې له ګواښ سره مخ دی.

دوه ورځې مخکې هم د زین الدین په نوم یو ډاکټر د خپلې کورنۍ له درې غړو سره د بغلان په اندراب ولسوالۍ کې ووژل شو.

د زین الدین زوی زین الله د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ناپېژاندو کسانو یې د تېرې چهارشنبې په ماښام پلار او د کورنۍ نور غړي په ډزو ووژل: "دا پېښه د شپې په اتو او څلوېښت دقیقو وشوه، ناپېژانده وسله وال د عینکو او نقاب په کارولو زموږ کور ته راننوتل او د کورنۍ په ټولو غړو باندې یې ډزې وکړې چې د پلار په ګډون مې څلور کسان شهیدان شول، څلور کسان ټپيان شول، موږ له چارواکو د مرستې غوښتنه وکړه او هغوی هم موږ سره ژمنه وکړه چې په دې اړه به څېړنې کوي."

که څه هم په ټولنیزو رسنیو کې د زین الله پر حواله لیکل شوي چې دا کار د طالبانو دی، خو ده په خپله ازادي راډیو سره خبرو کې دا ادعا ونه کړه.

زین الله دا هم وویل چې دوی له هېڅ چا سره شخصي دښمني نه لري او پلار یې د خلکو د روغتیا لپاه کار کاوه.

له دې وړاندې هم د طالبانو له لوري د دولتي کار کوونکو د ځورونو په اړه راپورونه خپاره شوي دي چې دوی رد کړي.

د طالبانو په مشرۍ حکومت، د فرهنګي کمېسیون غړي احمدالله وثیق بیا ازادي راډیو ته وویل چې تردې دمه طالبانو د عفوې په اړه د خپلو مشرانو له لارښوونې سرغړونه نه ده کړې.

دی وايي: "د اسلامي امارت مجاهدینو د عفوې په اړه د امیرالمومنین له امره اطاعت کړی، که په ځینو سیمو کې یو شمېر خلک شخصي دښمنۍ لري او خپل سرې کړنې ترسره کوي په دې اړه به جدي پلټنې وشي خو په ټوله کې فرمان پلي شوی او داسې کومه پېښه هم له موږ سره نه ده ثبت شوې."

ښاغلی وثیق وایي چې د بښنې د فرمان له ورکولو وروسته د تېر حکومت ټولو کار کوونکو ته ډاډ ورکړل شوی چې خپل عادي ژوند ته دې دوام ورکړي.

طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د عمومي بښنې لارښوونه وکړه، خو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د پوځي او ملکي چارواکو وروستیو هدفي وژنو پېښو چې طالبانو ویلي دوی نه دي کړي، د تېر حکومت د کار کوونکو ترمنځ بیا اندېښنې راپارولي دي.

خلک له طالبانو غواړي چې د پوځي او ملکي مخکینو چارواکو او کار کوونکو د عفوې په برخه کې په خپلو ژمنو عمل وکړي، امنیت ټینګ او د خلکو اندېښنې لېرې کړي.

XS
SM
MD
LG