د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

څارنوالان: ژوند مو له خطر سره مخ دی؛ هره ورځ په مرګ ګواښل کیږو


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د لویې څارنوالۍ مرکزي او ولایتي څارنوالان وايي، هره ورځ په مرګ ګواښول کیږي او په وینا یې دغه ګواښونه هره ورځ د هغه کسانو له لوري ورته کېږي چا چې د تېر جمهوري نظام پرمهال یې قتل کړی و یا د نشه یي توکو قاچاق کوونکي، غله او یا هم نور څه غیر قانوني کړنې یې ترسره کړې وې.

یاد څارنوالان زیاتوي چې وروسته دوی د افغانستان د اساسي قانون او با صلاحیته محکمې پر اساس پهبند محکوم او هغه غیرقانوني اجناس يې د دولت خزانې ته سپارلي وو او اوس د طالبانو له لوري د جمهوري نظام تر ړنګېدو وروسته له بند ازاد شوي دي.

همایون د افغانستان په جنوبې ولایت هلمند کې د تېر جمهوري نظام پرمهال د کورني او بهرني جرمنو پر وړاندې د مبارزیېڅارنوال و چې څو ځله په مرګ ګواښل شوی.

نوموړی وايي، له هغه وروسته چې جمهوري نظام ړنګ شوی او طالبانو هغه بندیان ازاد کړي، کوم چې ده د افغانستان د اساسي قانون او باصلاحیته محکمې پر اساس بندیان او یا هم نغدي جریمه کړي وو، اوس هغوی ورڅخه د خپلو پیسو او د هغه نقلیه وسایطو غوښتنه کوي او د مرګ ګواښونه ورته کوي.

دی زیاتوي، دا خلک فکر کوي چې دا پیسې او نقلیه واسطه او نور اجناس دوی ترې اخیستې دي: "د دغه محبوسینو له لوري زموږ ګڼ شمېر همکاران زما په شمول هره ورځ ګواښل کېږي، کله ورته وايي، چې تا زما پیسې اخیستې، کله ورته وايي چې تا زما څخه موټر اخېستی، حال دا چې هغه پیسې چې له دوی څخه د یوې با صلاحیته محکمې پر اساس اخېستل شوي، دوی دا فکر کوي چې دا پیسې، څارنوالانو ورڅخه اخیستي، ښه مثال يې نن ورځ زه وم چې نن سهار پر اته بجې د هلمند د ناوې ولسوالۍ څخه د سیدولي په نوم یو کس زنګ راته وهلی و چې زما موټر تا راڅخه مسادیره کړی او زه یې ستا څخه غواړم."

له دې سره د افغانستان د لويې څارنوالۍ پخواني څارنوالان د خپلو یو شمېر همکارانو د وژل کېدو ادعا هم کوي.

د دغه څارنوالانو د معلومات پر اساس چې د طالبانو له لوري د افغانستان نیولو راهیسې ترا دا مهاله درې څارنوالان د یاد مجرمینو کسانو له لوري وژل شوي دي.

د افغانستان د لويې څارنوالۍ یو څارنوال چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل: "دغه محبوسین د څارنوالانو سره شخصي ستونزې لرلې، اوس دغه محبوسین، په څارنوالانو پسې ګرځي چې و یې وژني چې له ډلې یې په ننګرهار ولایت کې څارنوال احمدي شاه د همدې مجرمینو له لوري د اګسټ پر ۲۶مه نېټه په شهادت ورسېد، د اګسټ پر ۲۷مه نېټه یو بل څارنوال په فراه ولایت کې شهید شو او دا د سېپټمبر پر ۱۲مه نېټه یو تن څارنوال نصرت الله هم د نامعلوم کسانو له خوا په شهادت ورسېد، نو دلته هر ورځ څارنوال د جدي خطر سره مخ دي."

په افغانستان کې د لويې څارنوالۍ یو شمېر څارنوالان په داسې مهال د خپلو یو شمېر همکارانو د وژل کېدو او د ځانونو پر وړاندې د ګواښونو خبر ورکوي چې طالبانو پر افغانستان د ولکې ټنګېدو وروسته عمومي عفوه اعلان کړې وه.

له دې ټولو سره-سره یو شمېر ښځینه څارنوالانې هم د ځانونو پر وړاندې د ورته ګواښونو خبر ورکوي.

له دې ډلې د افغانستان د لويې څارنوالۍ یوه څارنواله چې نه غواړي نوم يې واخیستل شي خو مستعار نوم خپل جمیله راښودلې دا او همکاران يې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې له افغانستانه دې وباسي.

جمیله وايي، نه یوازې دا چې د دې ژوند په خطر کې دی، بلکې ورسره د کورنۍ غړي هم د خطر سره مخ دي او هره ورځ ورته ګواښونه کېږي: "غوښتنه مو له رسنیو دا ده چې زموږ غږ تر نړیوالو ورسوي، له نړیوالو مو غوښتنه دا ده چې موږ له رواني فشاره وژغوري او خوندي ځای مو انتقال کړي، لږ تر لږ دوهم هېواد ته، د څارنوالۍ ټول کار کوونکي، څو د نړیوالو په مرسته له دې بهرانه خلاص شو."

دا یوازې څارنوالان نه دي چې پر افغانستان د طالبانو د ولکې د تیڼګېدو وروسته او د طالبانو د عمومي عفې سره سره له ستونزو سره مخ شوي، د دې ترڅنګ د افغانستان د زیات شمېر ولایتونو څخه هره ورځ د تېر جمهوري نظام د پوځیانو او قوماندانو د وژل کېدو راپورونه هم ورکول کیږي هغه چې طالبان يې شخصي بدۍ یادوي.

XS
SM
MD
LG