د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

افغانستان کې د سخت ژمي، وچکالۍ او قحطۍ د رامنځته کېدو په اړه خبرداری


یو شمېر بې‌وزله بې‌ځایه شوې کورنۍ
یو شمېر بې‌وزله بې‌ځایه شوې کورنۍ

په ټوله نړۍ کې اقلیمي بدلون، د کم بارانه ژمي راتګ او د ناورین او قحطي د رامنځته کېدو وېره.

شدیدې وچکالۍ او د کرنیزو حاصلاتو کموالي افغانستان له بې‌وزلۍ، لوږې او شدید بشري کړکېچ سره مخ کړی دی.

یو شمېر نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د سخت ژمي د راتګ، وچکالۍ او قحطۍ ترڅنګ د نورو ناورینونو او کړکېچونو د رامنځته کېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

دغه طبیعي پېښې د ملیونونو انسانانو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو ژوند ګواښي، هغه هېواد چې د طالبانو په راتګ سره بې‌وزلي او بې‌کاري لا اوج ته په‌کې رسېدلې دي.

فاطمه د څلورو ماشومانو مور ده، دا د تخار ولایت اوسېدونکې او له سلګونو هغو کورنیو ده چې قحطي یې د ماشومانو ژوند ګواښي.

دا وایي سږ کال جګړه، بې‌وزلي او وچکالي د دې لامل شوې چې ان د یوې ډوډۍ د اخیستو توان هم نه‌لري.

فاطمه زیاتوي: "موږ بزګر یو، ډېر وخت کېږي چې وچکالي او بې‌وزلي راغلې، مخکې کلونه به مو له ځمکو زیات حاصلات ترلاسه کول، سږ کال هېڅ حاصلات نه‌شته، زموږ خوا ته هم چې کوم خلک ژوند کوي ټول بزګر دي، زغر، کنجد، نخود، نسک مو کرلي د هغو په پیسو خپل ورځنی ژوند پر مخ بیایو، اوس له دې څلور ماشومانو سره مې نه‌پوهېږم څنګه ژوند مخته یوسو، د یوې مړې ډوډۍ لپاره سترګې په لاره یو، نور نو د خوراک ډوډۍ هم نه‌لرو."

د فاطمې دوه ماشومان
د فاطمې دوه ماشومان

دغه بزګره کورنۍ د خپلو ګاونډیانو له لوري د یوې مړې ډوډۍ د مرستې په تمه دي چې هغه هم ورته په سختۍ رسېږي.

د دې ښځې ژوند د سلګونو نورو هغو افغان کورنیو د ژوند کسیه کوي چې له بې‌وزلۍ او کړکېچونو سره لاس او ګرېوان دي.

هغه بې‌وزلي چې د بې‌کارۍ ترڅنګ وچکالي یې بل لامل دی.

د افغانستان د طبیعي پېښو ته د چمتوالي اداره وایي د اقلیم د بدلون له امله سږنی ژمی به هم د تېرو کلونو په دوام کم باران ولري او د وچکالۍ زیاتېدل به د افغانستان د خلکو لپاره په دې ژمي کې لا ستونزمن وي.

د دغې ادارې یو مسؤل محمد امین په دې اړه ازادي راډیو سره خبرو کې له نړیوالو هېوادونو وغوښتل چې افغانستان دې په دې شرایطو کې نه‌هېروي.

دی وايي: "مخکې مو یو منظم پلان جوړ کړی چې له مخې یې هغه ډول چې سهمیه بندي شوې وه، خلکو ته مو مرستې ورسولې، زموږ غوښتنه له نورو هېوادونو او سازمانونو دا ده چې زموږ خلک په اوسنیو حالاتو جدي مرستو ته اړتیا لري په راتلونکي ژمي کې به هم د وچکالۍ له امله له سختو ستونزو سره مخ وي، مرستندویه بنسټونه باید د افغانستان خلک هېر نه‌کړي."

د طبیعي پېښو لپاره د چمتووالي اداره په داسې وخت د افغانستان د خلکو لپاره د بې‌وزلۍ او قحطیو له امله د مرستو د رسولو غوښتونکې ده چې دا مهال د «جي۲۰» هېوادونو ناسته د سکاټلند په ګلاسکوی ښار کې دوام لري.

د سکاټلند ګلاسکوی کې د «جي۲۰» غونډه
د سکاټلند ګلاسکوی کې د «جي۲۰» غونډه

دا ناسته هر کال د ګڼ شمېر هېوادونو او سازمانونو د استازو ترمنځ د اقلیم د څار په هدف ترسره کېږي، سږ کال دغه ناسته د اقلیم د بدلون او د اقتصادي حالاتو د ښه‌والي په سرلیک د بریتانیا په کوربه‌توب د سکاټلند په ګلاسکوی ښار کې جوړه شوې ده.

دا ناسته د اکټوبر په ۳۱مه نېټه پیل او د نومبر تر ۱۲مې به دوام وکړي.

په ورته وخت کې د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي وایي اړمنو خلکو ته د مرستو رسولو او د قحطۍ سره د مبارزې لپاره د چمتووالي په برخه کې له ګڼو نړیوالو سازمانونو، بنسټونو او هېوادونو سره د خبرو په حال کې دي.

ښاغلی کریمي وايي: "د اسلامي امارت چارواکي هڅې کوي مخکې له دې چې د ژمي سوړوالی راورسېږي خلکو ته مرستې ورسوي، هغه که د خوړو په برخه کې وي او یا روغتیایي توکي وي، همدا اوس مو د کډوالو وزارت، پېښو ته د رسېدنې ادارې او سرې میاشتې ادارې سره په همغږۍ خلکو ته مرستې رسېږي، د اقلیم بدلون هغه ستونزه ده چې موږ ورته یو پلان لرو او د بې‌وزلۍ او قحطۍ سره د مبارزې لپاره د مرستو د ترلاسه کولو په برخه کې له ګاونډیو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره هم په اړیکه کې یو."

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي
د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي

دا مرستې داسې مهال غوښتل کېږي چې دا مهال په افغانستان کې بې‌وزلي، بې‌کاري او له بل اړخه وچکالي د خلکو ترمنځ جدي اندېښنې راپارولې دي.

د ماشومانو د حقونو ملاتړو بنسټونو هم خبرداری ورکړی چې د خوراکي توکو د بې‌ساري کړکېچ له امله شااوخوا ۱۴ ملیونه ماشومان له لوږې سره مخ دي.

د دغه بنسټونو د راپورونو له مخې، دا قحطي د مشرانو په پرتله د دغه هېواد ۱۴ ملیونه ماشومان د خوړو له نه‌خوندیتوب سره مخ کړي دي.

بل‌خوا تازه د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په افغانستان کې د وچکالۍ له امله د لوږې د کړکېچ په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې ملیونونه انسانان په دغه هېواد کې له لوږې سره مخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG